خــپــلی ســـتــرگـــی : حــیـــران صــــاحـــب

خــــــپلی ســــترگی د لـــیدلي دي کــــــــنه دي

د نرگس له ســــــــترگو ښـــــکلي دي کـــنه دي

هغــــــه زړونه چی زخـــمي دي نه روغـــــــــیږي

تا په دوه ســـــــــترگو ویشـــــــــتلي دي کـنه دي

چــــــی په ناز او کــــرشمو کــــړی سترگی پورته

علمــــــــــونه د ســـــــــــــیځلي دي کـــــنه دي

چی آرمـــــــــان ئی ســـتا د دوه ســـترگو لیده وه

گورســـــــــتان تــه د لــــــــیږلي دي کـــــنه دي

ســــــتا په در کښی چی پــــراته وه په کلــــــــونو

په آرمــــــــان در ځیــــني تللي دي کــــــــنه دي

شـــب و روز چـــی لاس پــــه نـــام درته ولاړ وه

په ښــــــــــیراو د رټـلي دي کــــــــــــــــــنه دي

کلــــه کلـــه چـــــی غـــوصه شی په عـــــــاشقو

په انگار د ســــــــــــــوزولي دي کـــــــــــنه دي

په خمـــــارو فتنه گــــــــــرو شوخو ســـــــــترگو

ډیـــــر خـــــــواران د زورولي دي کـــــــــنه دي

چی په شـــــــــوخو ســـترگو شوخ وگوری چـاته

اســـــــــــــــمانونه لــــــړزیدلي دي کــــــنه دي

هغــــه زړنو کښی چی خـــــیال وه ســـتا د سترگو

په گــــــــــوگل کښی د چـــــــولي دي کــنه دي

چی ولاړی پری جــــــــــــنډی دي رښـــــتیا وایه

تا پــــه یــــو نگاه وژلي دي کــــــــــــــــــنه دي

یوه ورځ به خولـــــگۍ درکـــړم خوشحــال اوسه

تا “حــــــــــــیران” ته پټ ویلي دي کــــــــنه دي


امکان ثبت دیدگاه وجود ندارد.