د میرغلام محمد غبار تاریخ پښتو ژباړه چاپ شوه : خپروونکی: تاند مبنه ګودر

Ghobar    (افغانستان د تاریخ په تګلوري کې) د هغه کتاب نوم دی، چې په دې وروستیو کې د میوند کتاب خپرولو موسسې په ښکلي قطع او صحافت چاپ کړی دی.

(افغانستان در مسیر تاریخ) له نن څخه تقریبا پنځوس کاله مخکې g لیکل شوی خو هغه وخت یې د خرڅلاو اجازه ونه مونده.

(افغانستان د تاریخ په تګلوری کې – بشپړ لومړی او دوهم ټوک) د (افغانستان در مسیر تاریخ) پښتو ژباړه ده. د دې کتاب ارزښت په دې کې دی، چې متاسفانه اوس داسې هڅې روانې دي، چې هسې په نامه تاریخي کتابونه نشر او د هېواد یو شمېر واقعیتونه پکې سرچپه وښیي، په تېره بیا یو شمېر ګاونډي هېوادونه غواړي د هېواد تاریخ مسخ کړي.

خو د غبار دغه تاریخ به د یوه قوي ماخذ په توګه واقعیتونه د تل لپاره ثبت وساتي. دغه کتاب د افغانستان هغه تر ټولو نامتو علمي تاریخ دی، چې په تېرو پنځوسو کلونو کې یې ساری نشته.

کتاب  - Version 2

دا اثر میر غلام محمد غبار په لمریزه څلوېښتمه لسیزه (شپېتمې میلادي لسیزې) کې بشپړ کړی او لومړی ځل په ۱۳۴۶ل. (۱۹۶۷م.) کال کې په کابل کې په دولتي مطبعه کې چاپ شو. د دې کتاب لومړی ټوک دافغانستان ډېر پخواني معلومات یعنې د تاریخي دورې له پیل څخه د شلمې پېړۍ تر شلمو کلونو پورې پېښې را اخیستې وې، وروسته یې بیا دوهم ټوک له همدې وخته تر ( ۱۳۵۲ل.) کلونو د افغانستنان تاریخي پېښې ثبت کړې دي.

په (۱۳۵۷ل.) کال کې کتاب اجازه ومونده او بازار ته ووت، چې د یوې اونۍ په ترڅ کې ټول وپلورل شول او نور نو په بازار کې نه موندل کېده، لومړی ټوک یې درې زره نسخې چاپ شوی و. وروسته بیا په امریکې کې پینځلس زره نسخې چاپ شو او کله یې چې دوهم ټوک هم ورسره چاپ شو، بیا ځلې خپور شو. د کتاب د نشر حقوق د غبار له مشر زوی (حشمت خلیل غبار) سره خوندي دي، چې له ډېرو کلونو راهیسې په امریکا کې مېشت دی.

دغه کتاب مخکې تر دې په پښتو نه و ژباړل شوی، څو کاله مخکې په پیښور کې یواځې دوهم ټوک یې په پښتو د ښاغلي سید عبدالله پاچا په قلم وژباړل شو، دا دی دا ځل لومړی او دوهم ټوک یو ځای له سره ژباړل شوي، چې هم په کابل کې اوس بېلابېلو کتاب پلورنځیو کې موندل کېږي.

دا کتاب د ننګرهار پوهنتون استاد پوهاند محمد بشير دوديال په ډېره خوږه او روانه ژباړلى، چې د تاريخ مينه والو ته يې سخت اصطلاحات اسانه کړي دي.

موږ په خپل وار د دغه مهم کتاب د خپرېدو له امله د مطالعې مینه والو او د تاریخ لوستونکو ته مبار کي وایو. او پوهاند صيب ته اوږد عمر غواړو، چې زموږ د هېواد خلکو ته نور داسې ګټور اثار وړاندې کړي.

http://www.taand.comکلتورد میرغلام محمد غبار تاریخ پښتو ژباړه چاپ شوه

د میرغلام محمد غبار تاریخ پښتو ژباړه چاپ شوه

Sunday, 28 December 2014 10:51 خپرونکی: تاند 3 تبصري

1http://taand.com

امکان ثبت دیدگاه وجود ندارد.