دخداى بخښلي استاد عبدالله خدمتگار بختاني غمجن ياد – لیکوال: م- اکبر کرگر

  نن دفبروري ۲۴ نيټه سهار مهال مې غمجن خبر تر سترگو شو چې استاد عبدالله بختانې خدمتگار صيب هم له دې فانې نړۍ سترگې پټې کړې . زه له هغه مهاله چې له کلي کابل ته راغلي وم له خداى بخښلي استاد سره مې بلدتيا پيدا شوې وه چې اوږده ماضي لري . استاد عبدالله خدمتگار لويه هستي وه . دهيواد دفرهنگ او تاريخ لويه هستي .

هغه دلوړو اخلاقو تقوى او تواضع لوړ او دنگ برج و . دهغه نشتون موږ ته دهيواد په فرهنگ او ادب کې لويه تشه را منځ ته کړه . الله دې مغفرت نصيب کړي . غواړم داستاد دوفات په مناسبت چې ماته په شخصي او ټولنيز لحاظ لويه ضايعه ده . خپلي خاطري او يادونې له تاسو سره شريکي کړم .

زه دلومړني ښوونځې په څلورم اويا پنځم ټولگي کې ووم چې دننگرهار اخبار به دکونړونو دمزار درې ته مزار نورگل لومړني ښوونځي اداري ته را تللو . ما داخبار له لوستلوسره نوي مينه پيدا کړي وه ۪ 


يوه ورځ مې په هغه کې ديوه زلمي عکس وليده چې ځان يي پارلمان ته کانديد کړي وو ۪ هغه عبدالله بختانى واوبيا وروسته چې زما ملگرتيا اودوستي داستاد اوشاگرد په سطحه کې جاري شوه دى هم خدمتگار شو اوماته يي هم وويل چې ته کرگر يي :
زه به دښوونځي په دوره کې تل دوخت پښتو ټولني ته ورتللم اوهلته مې ددوه قدرمنو شخصيتونو خداى بخښلي محمد دين ژواک او استاد مغفور مرحوم عبدالله خدمتگار صيب نه پوښتني ږرويږنې کولي . دکلونو په اوږدو کې استاد بختانې ز ماپه ذهن کې ديو نمونه اومثالي شخصيت په توگه ځاى ونيو . دې اړيکو دکلونو په اوږدو کې داستاد اوشاگرد په توگه دوام وکړ . يو مهال ما له استاد سره دافغانستان دليکوالو ټولنه کې دگډ کار موقع پيدا کړه . ان په يوه دفتر کې وو ، ما دهغه دعلم اوپوهي نه بر سيره دهغه له شخصيت نه ډير څه زده کړل اوماته يې تل ديو سر مشق حيثيت غوره کړ .  
زه په دې وار سره داستاد بختاني په اثارو اوڅيړنو او ليکوالۍ نه څه نه وايم · دهغه په شعر هم څه نه وايم. ٴخو اړينه بولم په يوداسې څه خبري وکړم چې دليد زاويه يي بدله وي .لږ څه داستاد بختانى دژوندانه داسي گوټونه اوخواوى په کې وي چې موږ دده په باب يعنې داستاد بختاني په باب لږ عمق اوژورتيا ته راکاږى دهغه دعلميت اوپوهي بر سيره چې په اسلامي علومو ،تصوف اوعرفان ، اوپښتو ادبياتو يې پراخ لاسبري درلود :
درې ټکې زما له پاره ډير دپام وړ دي
استاد خدمتگار ديو ه ويښ زلمي په توگه
استاد خدمتگار اوملنگ جان لکه ديوې پښتو ټپې دوه مصرۍ
استاد خدمتگاراوخداېې خدمتگارغورځنگ اوبيا پاچا خان
دادرې واړه مسالي دخلکو دبيدارئ اوويښتيا ودپښتني فرهنگ دلاودې او پرمختگ له پاره اساسي هغه وې . هغه په تانده ځوانۍ کې دخلکو په ويښولو او بيدارولو پيل کړې شعر داستان ليکني اوڅيړنه يې همدې هدف ته وقف وه . دامسايل چې موږ ياد کړل په دې لنډه طرح کتاب اويا رساله هم ليکل کيداى شي . ديوى رسالې مدخل اويا پيلامه هم کيدای شي خو زه لنډ څه وايم .

مشکله ده چې له کومه ځايه يي پيل کړم . دادرې ټکې که دخدمتگار صيب دوياړونو اودهغه دماضي ژوندانه هنداره ده نو دپښتون اولس سرنوشت په کې هم ښه تعريف کيدلاى هم شي .
۱
افغان اولس ددويمې نړيوالي جگړي وروسته اوبيا دهند دنيمې وچې له تجزيي وروسته ديوه بل بحران سره مخامخ شو. دغه بحران دددوې دفرهنگي اوسياسي موجوديت بحران دترقۍ اوبشپړي خپلواکۍ ته رسيدلو بحران اويا دويښتيا بحران وو. خدمتگار صيب له هغو زلمو څخه وو چې په ننگرهار هميشه بهار کې يي دويښو زلميانو دجوړيدو اوراټوليدو له پاره هلې ځلي پيل کړي اوتر پايه ددغه غورځنگ سره ولاړ . زه دلته دويښو زلميانو په اهدافو نه گړيږم . محمد علم بڅرکي صيب يو کتاب کښلې دی . ددې هدف له پاره دهغه کتنه په کار ده .سره له دې چې په هغه کې هم خبرې نيمگړي دي . .
خوخپلې خبري ته راځو : لکه څنگه چې هر روښانفکري جنبش کاري استعدادونه دسياسي ژوندانه په يوه مقطع کې اساسي فرهنگي کار ته مخه کوي خدمتگار صيب هم داسې وکړل . له نيکه مرغه له خپل هوډ سره همداسې ويښ اوبيدار پاتې شو . اودنورو لارو يعنې دعلمڅيړنې اوادبياتو اوفرهنگ له لارې يي خپل کار ته دوام ورکړ . اوديوه واقعي ٬بې تمې اوله حرص او جاه طلبۍ پرته پوه او دانشمند په توگه خدمتگار وپيژندل شو .
۲
دننگرهار خاوره دافغانستان ديوې برخې په توگه هر وخت داديب اوشاعر له پاره وتره ځمکه وه اوده . دادشاعرانو اوهنرمندانو ټاتوبى دى . اوبيا دملنگ زيږد ځاى دى . ملنگ جان ې يو ه اندازه زيات او ښايسته زيات څيړنيز اودپيژندني وړ کار ته اړه لري خدمتگار صيب تر وسه دا کار وکړ او دغه دايرو لال يي وځلاه . هم يې درس ورکړ اوهم يې لورې اواستقامت ورکړ . دملنگان يو شعر دى وايي :
مينې دې ستي کړمه ودې سوم په اور اوس مې په ايرو کې لاس وهه چې باد مې وړينه ۪
ملنگ جان دوطن مفهوم دکلي له ساحې راويوست اودټول افغانستان نقشه يي په دي مفهوم کې ترسيم کړه دا دملي روښانفکرو کارو .
پاتى دي نه وي چې . دملنگ جان يو شعر يوه چاربيته اويو غزل دهغه الوتکو ٬توغنديو اوماشينگڼو څخه ډير پياوړي و اودى . خو دملنگ جان شعر دوسلو پرخلاف انسان بدلوي پښتون بدلوي دپښتانه انسان په تن اوروان کې دبرښنا دپړک په توگه ليکه باسي اوهغه له خوبه راپاڅوي . دغه شاعر دخدمتگار بختاني دلاس نيالگى اوملگري وو وياړ په داسي شاعر اوپه داسي شخصيت چې همدا يو کار يي دشلو رسالو نه زيات ارزښت لري .
پښتنو په دغه حساسه شيبه کې دبيداری غږ ته اړتيا درلودهنو ځکه مور ملنگ وزيږاوه . اوبيا دملنگ جان اواستاد بختاني اوپښتون اولس درې گونې سندرې ديو اهنگ برخي او سره غبرگې شوې .
۳
راځو بلي خبرې ته اوهغه دخدايي خدمتگارو اوخدمتگار صيب فکري اوپښتنې تړاو دي . خدايي خدمتگارو نهضت يو اولسي نهضت و . دپښتنو دازادۍ مبارز غورځنگ چې په ظاهرکې يي حکومت ونه کړ خو دخپل اولس په زړه اوذهن کې حکمران پاتې شو . ددې غورځنگ مشر پاچاخان اساطيري شخصيت پادشاه هم نه وو خو پښتون اولس هغه دخپل معنوي پادشاه په توگه ومنلو.ددغه غورځنگ دمعنوي نفوذ څخه هيڅوک نه شي منکريدلي. دي غورځنگ پښتانه راوهڅول ، اوپه همدغه لړ کې ملنگ جان را وټوکيد . بختاني هم ددغه غورځنگ ديو خدمتگار په توگه تل دبابا ملنگ سره يا دسرتور ملنگ سره اودملنگ جان سره وو .
ساده خبره نه ده کله چې دهاليود نه دپاچا خان دژوند په باب دفيلم جوړولو له پاره ټيم راځي نو په پښتونخوا کې خدای بښلي ولي خان ته ورځي اوپه افغانستان کې خداى بخښلي استاد خدمتگار ته ورځي . اوله ده نه دپاچا خان په باب خبري اخلي .

خدمتگار يو بل لوى خدمت کړي دې . اوهغه دپاچا خان له خولي نه دهغه دژوند اوجدوجهد په نوم دکتاب کښل دي . دا کتاب زموږ دزمانې دبايزيد روښان حالنامه ده اوخدمتگار صيب هم ددې وياړ لري اودداسې نور وکارونو وياړ هم·

که خپلې خبرې را ټولې کړو ددغه شخصيت، يعنې خدمتگار شخصيت فکري اورواني شته ددريو جريانونو يعنې ،ويښ زلمي،٬ خدايي خدمتگاري اوپښتنې فرهنگ سنتيزدى .

خو پاتې دې نه وي خدمتگار صوفي اوعارف هم و . داسې صوفي نه چې په يوه کنج کې کښينې اوپه تسبيحو ځان مشغولوي بلکې يو شنگ او مستي يې هم درلوده . دده تن اوروان چې له نوى کالو په بره وو دوروستې شيبې پورې يې کار اوليکنې وکړې · دهغه په تن اوروان کې پاچا خاني کرکتر په څرگنده ځليده يو ځانگړنه يې دا وه چې ان دوښمن يې هم په ټوپک نه يشت بلکې هغه ته يې پيغام اورولو · دسولي او ترحم پيغام . دانسانيت اوورورۍ پيغام اودپښتنوالې پيغام

خدمتگار صيب الله دې وبخښه

. ته بختور يي . ته د افغانستان وياړ يې . په راتلونکو نسلونو سره به يوځاى ژوندى او ياد اوسي .

م .کرگر