دافغانستان د راډیو تلویزیون او افغانفلم د تیاتر او تمثیل ستوری ښاغلی عبدالله صمدي
: یوسف هیواددوست


 له نن څخه څه ناڅه څلوېښت کاله پخوا د راډیو افغانستان د پښتو تیاتر ، ډرام او داستان څانګې ته یو تنکي ځوان تشریف راوړ چې په هغه وخت کې لا دومره تمه ترې نه وه چې دومره ژر به ددغې برخې یو ښه او مستعد ممثل په توګه تبارز وکړي .هوکې! ګران همکار ، او د افغانستان د ملي راډیو تلویزیون د هماغه وخت تکړه ممثل جناب عبدالله صمدي یادوو چې نن د ګران افغانستان د سینما ځلانده ستوری دی.صمدي صیب په هغه وخت کې د لوی استاد ارواښاد ف.فضلي ، ارواښاد عبدالمنان ملګري او د شعبې د نورو مخښانو لکه ستوري جانې منګل ، ستاره جانې امیني ، ذلیخا جانې فخري ، داود مقصودي ، باري چټک ، ،رحیم سیلۍ ،

نامحق ځیرک، عنایت شفق ، صادق شاکر او یو شمېر نورو په ملګرتیا د تیاتر او تمثیل دغه برخه کې په خپل ګډون سره ، ګټوره ونډه واخیسته .دهغه وخت د جمعې د شپې راډیو ډرامونه او پرله پسې راډیویي داستانونه به د ښاغلي صمدي په ګډون او د لومړي رول په ښه اجرا سره لاپسې پیاوړي شول .صمدي صیب به د ستیژ پر سر او د ټلویزیوني تمثیلي پارچو او ښایسته فلمونو کې ډېره ښه ، پیاوړې او منلې برخه واخیسته .هغه په ډېرو سینمایي فلمونو کې د لومړي رول په موفقانه اجرا سره د ستوري لقب خپل کړ .زه ویاړم چې کلونه کلونه مو یوځای کار وکړ او کله کله به له راډیو تر پښتونستان واټ پورې په پلي تلو کې دومره خوندورې، غورې هم کولې چې تر ننه مې یادیږي .ګران صمدی صاحب ډېره موده د افغانستان د معارف وزارت په یو ښوونځي کې د ښوونکي او استاد په توګه د اغېزمن کار له لارې ډ هېواد د بچیانو په سالمه او علمي روزنه کې خورا اغېزمنه برخه واخیسته .الله دې ګران عبدالله صمدي صیب ته لاسرلوړي ، هوساینه او نیکمرغه ور په برخه کړي . (یوسف هېواد دوستله ډنمارک څخه د افغان غږ رادیو اداره )