سویډن کمېټه د تخار په یولسو ولسوالیو کې

ریپورت
زلمی آشنا د تخار ولایت خبریال

سویډن کمېټه د تخار په یولسو ولسوالیو کې ۲۱۰ کلیوالي ښونځي لري چې ‍په کې څه باندې ۶زره ماشومان زده کړه کوي. په تالقانو کې د دغې موسسې چارواکي وايي په دغو ښونځیو کې هغه ماشومان چې د لارې د لرې والي له کبله نشي کولای دولتي ښونځیو ته په وخت ورسیږي، د زده کړې چانس تر لاسه کوي. په تالقانو کې د سويډن کميټې د ښونې او روزنې مسوول سید مختار سادات وايي چې د دغه پروګرام له لارې هر کال د تخار څه باندې دوسوه زده کونکو ته په خپله سیمه کې د لومړني زده کړې لار اواريږي: « د کلیوالي ښونځیو د جوړیدو موخه د لرې پرتو سیمو ماشومانوته چې د دولتي ښونځیو د لرې والي له کبله له زده کړې پاتې کېږي، د زده کړې زمینه برابرول دي. وروسته له دې چې دغه زده کونکي څلورم ټولګي ته رسیږي، که دولتي ښونځی ورته نزدې وي دولتي ښونځي ته لېږل کېږي او که نه نو تر اتم ټولګي پورې په همدغه ښونځي کې زده کړې کوي. »


سید مختار سادات وايي چې دغه ښونځي د پوهنې ادارې په هغږي سره جوړ شوي چې له شپږو کلونو را پدیخوا د مرکزتالقانو په ګډون د تخار په رستاق، ینګي کلا، دشت کلا ، خواجه غار،  بهارک، بنګي، شکمش، کلفګان، فرخار او ورسج ولسواليو کې فعالیت کوي. هغه وايي چې د پوهنې په برخه کې د سويډن  کمېټې د فعالیت بل ډول د ښونکو وړتیا لوړول او هغوی ته د هر راز اسانتیاوو برابرول دي، چې په وینایې د دغې پروژې په لړ کې ښونکو ته د کمپیوټر، انګریزي ژبې، اداره او په نورو برخو کې لنډ مهاله مسلکي زده کړې او ورته د اداري چارو د سمون په موخه کمپیوټرونه هم  ورکول کېږي.
د ښاغلي سادات په وینا چې دغه موسسه په تخار کې پنځه نمونوي ښونځي هم لري چې دوه یې په رستاق، دوه په روسج او یو بل په تالقانو کې د سرایسنګ د نجونو لیسه ده: «سویډن کمېټه په تخار کې پنځه نمونوي ښونځي لري، چې موخه یې په دغه ولایت کې ښونځي د تخنکي وسایلو په سمبالښت سره چې په کې  کمپیوټر او لابراتوار هم شامل دي، د ښونيزه وړتیا له پلوه پرمختګ وکړي، څو نور ښونځي هم د غو ښونځیو څخه ګټه پورته کړي.»

‌‌‌‌د تخار د پوهنې ادارې ویاند محمد ابراهیم فیاض وايي چې دغه موسسه د تخار په یوشمېر ولسوالیو کې د کلیوالي ښونځیو په جوړولو سره زرګونه زده کونکو د زده کړې اسانتیاوې برابرې کړې دي. هغه وايي چې دغه موسسه په نورو برخو کې هم د پوهنې سره مرسندویه ده: «سویډند تخار د پوهنې ریاست سره مرستندویه موسسه ده، چې د پوهنې ریاست د کارکونکو او ښونکو د وړتیالوړولو په برخه کې ښه فعالیت کوي، مخکې کلونو کې یې هم ځینې ښونځي هم جوړ کړي او یو شمېر نمونوي ښونځي د هغوی له لوري تمویليږي، چې په رښتیا سره نمونوي دي.»دا هم د یادولوده چې سويډن کمېټه له ۲۷ کلونو را پدیخوا په تخار کې د معلولینو د بیارغونې او د ښونې او روزنې په برخو کې بنسټیز کارکوي، اوسمهال دغه موسسه د تخار زرګونه زده کونکو ماشومانوته د زده کړې اسانتیې برابرې کړې دي.

 

امکان ثبت دیدگاه وجود ندارد.