د وطن په محبت باندې قـسم خـورم: گل پاچا الفت

د وطن په محبت باندې قسم خورم
چې د ځان له غمه زيات د وطن غم خورم

د وطن د شرف سپر يم نه وېرېږم
که د تورو ګوزارونه دم په دم خورم

دا خوږې غوړې ګولۍ دې وي د نورو
د وطن دفاع کې زه ګولۍ د بم خورم

کفن نه غواړم، د ژوند جامو کې درومم
د جنت باغ کې مېوې رقم رقم خورم

يم پرهېز د بې ننګۍ له خوراکونو
په غيرت ګټلی شی به ولې کم خورم

د وطن د اعتلا تږی يم ځکه
لکه ګل هره شپه څاڅکی د شبنم خورم

زه هغه يم چې تل ننګ په وطن خورمه
هغه نه يم چې رشوت سود او سلم خورم

چې په سر مې د وطن خدمت منلی
څه پروا ده که خپل سر لکه قلم خورم