بسم الله الرحمن الرحیم : دافغانستان لپاره دسولی اوآزادی کمسیون خبرتیــــــــــــــــا

په جرمنی کې دبین الافغاني کنفرانس ددایرېدوپه مناسبت
امریکاپه افغانستان کې دخپل پوځی شتون دټینګارترڅنګ د افغان ولس د ارادې خلاف خپلو پوځیانوته دقضايي مصؤنیت په ترلاسه کولوسره ، وروسته له ۲۰۱۳زکال څخه دجګړې دغځېدو زمینه برابروي.
داشغال په وړاندې دوسلوالومخالفینوجګړیزې سرسختي، په کلیو اوبانډو پراخ کنترول ، دوی د سولې دمذاکرو په یومهم اوانکارنه منوونکي قوت بدل کړي دي.
وسلوال مقاومت دتوکیو اوپاریس په کانفرانسونو کې د واقعبینی او داحساس وړانعطاف په ښودلواودعادلانه سولې له پروسې سره دیوځای کېدوله لارې دجګړې داوږدېدو رښتینې انګېزې په کوم ډول چې مهاجمینوتعریفولې له منځه وېوړې. 
اړینه ده چه د واقعبیني او د اصولو ولاړ دریز له مخې د جګړی د دوام انګیزی پدی نیت له منځه یوسو چه د ښکېلوخواوو د ګټو پام په کې ونیول شي.
د افغانستان د سولې اوآزادي کمیسیون د یو خپلواک اوغیر ګوندی  جوړښت  په توګه د اوو کلونو څخه را په دې خوا له ډېروهغو سیاسي او نیمه سیاسي جوړښتونو سره کوم چې ځانونه دهېواد په د ننه او بهرکې دسولې حامیان ګڼي خپله همغږي څرګند کړی تر څو چه د سولی  تیت او پرکوهڅو ته واحد استقامت ورپه برخه کړی .
دافغانستان دسولې اوآزادي کمیسیون چې د لمړي ځل لپاره یې یوه لویه افغاني او ناپییلی غونډه په جرمني کې « دافغانستان دبحران اوبن بست دحل لارې موندلو» ترسرلیک لاندې تنظیم کړې وه داځل په اوسنیو حساسو شېبو کې یو لوی افغاني کانفرانس « د افغانستان دبحران د حل په موخه د عملي طرحو توحید» ترسرلیک لاندې د جرمني په فرانکفورت ښارکې دروان زکال دمارچ په ۱۶مه او ۱۷ مه نېټه دایروي.
دهمدې لپاره له پوهانو او د کړکیچ  د سیاسي حل پلووحرکتونو څخه هیله کوو ترڅود خپلو عملي طرحو مسوده دایمل یا پستي پتې له لارې دافغانستان لپاره دسولې اوآزادي کمیسیون ته راولیږي.
کمیسیون دفتر ته ستاسو  رارسېدلې طرحې د یوې واحدې اوجامع طرحې دتنظیمولو پهموخه دکانفرانس د مباحثو په جریان کې ترارزونې لاندې نیول کیږی .
یادونه :
اجندا ، د موضوعاتوسرلیکونه، ویناوال او  د کانفرانس ترکیب وروسته اعلانیږي .
له درنوهېوادوالوڅخه د همکاري او فعالې برخې اخیستنې هیله کوو. والسلام
ډاکترعبداواحد احدزاده دافغانستان دسولې اوآزادي کمیسیون رئیس

امکان ثبت دیدگاه وجود ندارد.