د سولې او آزادي د کمسیون اعلامیه لند مهال حکومت د جولای لسم ۲۰۱۳ م کال

د افغانستان د سولې او آزادي کمسیون د هغه خبرو اترو  په اړه  چه د امریکا او وسله وال مقاوت تر منځ د پیلیدو په درشل کی د ستونزو سره مخ شول خپل ژور خپګان څرګندوي او د سره پیلیدو یی هیله لري .
موږ د جګړې د اصلي اړخونو تر منځ خبرې اترې د امریکا د سیاست د واقعبیني  بیلګه او د مقاومت د بری اوسیاسی بصیرت نښه بولو .
د سولې او آزادي د کمسیون خوشاله دي چه په وروستيو وختونو کې  هغه هلې ځلې چه څوکاله مخکې د جګړې د ختمیدو په مقصد  د یو لند مهال حکومت د جوړیدو د لارې  پیل کړې  وو د افغانستان په قضیه باندې  د ذیدخلو اړخونو د پام وړ ګرځیدلې دي . لند مهال حکومت باید د وسله والو مخالفینو او د سیاسي کړیو  د بشپړ توافق  په بنست باندې  جوړ شي . لند مهال حکومت چه د کابل د واکمني د استعفآ نه وروسته جوړیږي ، د جنګي دلو تپلو د اغیز نه لرې کولي شي ، د مذاکراتو  پاتې پروبلمونو د حل په موخه د وسله وال مقاومت سره په مشوره د سولې په فضآ کې د افغانستان دسیاسي ودې استقامت وتاکي .
د سولې او آزادي د کمسیون په  اند د  دوحه د مذاکراتو د ځندیدو پړه  لاندې اړخونه ته اړول کیږي :
ــ کابل حکومت چه د خپلې بقآ د پاره په جګړه باندې  پانګه اچولې  ده ( بیلګه یی د ملي امنیت د شورآ  د غړی وروستيو  د شرارت نه دکې څرګندونه ده ) .
ــ امریکا چه د  نا امني د زمینې د  برابرولو په دوام ، د نظامي هدې د امتیاز د ترلاسه کولو په لته کې ده .
ــ  دمحترموطالبان تحریک چه د واقعیتونو نه لرې یواځی  د اسلامی امارت تر بیرغ لاندې معرکې ته ورننوت .
د سولې او آزادي د کمسیون پدې باور دي چه د کابل حکومت سره د مقاومت  خبري ، نوموړې ته  مشروعیت ور په برخه کوي . ورپسې د جنګي دلو تپلو تر منځ د حکومت د چوکیو ویش د خبرو د اجندا په سر کې راځي  او په پاي کې  افغانستان د جنګي جنایت کارانو او ملي خاینینو په منګلو کې  تر ابده ایسار پاتې  کیږي .
معذالک ! د سولې او آزادي د کمسیون  لند مهال حکومت جوړول  د سولې یوازني الترنتیف ګني .
د افغانستان د سولې او آزادي کمسیون رئیس
داکتر عبدالواحد احدزاده
10.07.2013

 

امکان ثبت دیدگاه وجود ندارد.