ساده پښتون یم زه خپل ګران افغانستان سره یم : سمیع الدین افغاني

نه کوم تنظیم نه کومې ډلې نه سازمان سره یم

ساده پښتون یم زه خپل ګران افغانستان سره یم

دلته تاجک اوزبیک ، ایماق که هزاره اوسیږي

زه د ترکمن ، نورستانی زه هر افغان سره یم

د بیلو لارو  نظریـــو له تـــربګنی خلاف یم

چې دملي کټو پاسبان وي هغه ځوان سره یم

تنها یو والی ، پیوستون دا فاصلې لنډوي

زه د هوښیاره با تدبیر، عاقل انسان سره

ملي احساس وطنپالـــنه د بـــري لاره ده

د ګران وطن د سوکالۍ د ارمغان سره یم

نن که اغیار د بل په لمسه کربلا جوړوي

زه په وطن باندی مین د لوړارمان سره یم

افغاني څو به دا ناخوالې وي ناتار دلته کې

د جنګ لمنې ټولوم ،سولې ،پیمان سره یم

————————————————

۱۱ – ۸ – ۲۰۲۰ – میلادی – کال