اکاډمیسین محمد صدیق روهې په ۱۳۱۳لمریز کال کی د خوست مرکز د حیدرخیلو د سموات په کلی کی زیږدلی دی او لا ماشوم ؤ چی د ورور او خویندو سره یوځای د مور او پلا ر دمینی څخه بی برخی شول .
ښاغلي روهي لومړنۍ زده کړي دخوست داسماعیل خیلو په ښوونځي ،منځنۍ زده کړي ئې دکابل په دارالمعلمین کي او په ۱۳۳۷کال دکابل پوهنتون د ادبیاتو له پوهنځي فارغ او په پښتو ټولنه کي دڅېړونکي په حیث مقرر شو .
په ۱۳۴۷ کال دلوړو زده کړو لپاره دبیروت امریکايي پوهنتون ته تلل او هلته ئې دښووني او روزني په فلسفه کي ماسټري اخستې ده
استاد د خپل علمی او فرهنګی او ادبی ژوند په خورا لنډه موده کی د دارالمعلمین او پوهنتون استاد دبیلا بیلو مجلو د مسؤل چلوونکی دافغانستان د علومو اکاډمی مرستیال او رئیس د وخت دپښتو ټولنی مرستیال او دخوشحال فرهنګی ټولنی مشر په توګه هیوادوالو ته ډیر خدمتونه کړی دی .
استاد دتداوۍ لپاره المان ته ولاړ او هلته د۱۳۷۵لمریز کال دثور په ۲۷ددالمان په مونشن کلا دباخ کي وفات او دثور په ۳۱ هلته المان کي په امانت ډول خاورو ته وسپارل سو بلاخره لس کاله وروسته (۱۳۸۵)ئې داستادجسد هیواد ته راوړ او په خوست کي يې دخپل کلي په هدیره کي ښخ کړ .
روح ئې ښاد او ګور يې روښانه
د قدرمن استاد چاپ شوی اثار :
استاد رهی د علمی ،فرهنګی او ادبی شخصیت په توګه په ډیرو ژبو پوهیده او په دوو رسمی ژبو (پښټو آودری )
یی ډیر علمی او ادبی میتودیکی مقالی او اثار لیکلی دی چه ځینی یی په لاندی ډول دی .
۱ – دڅیړنی لارښود ، پښتو ټولنه ،۱۳۵۴ کال
۲- پښتو په بیلګه کی ، پښتو ټولنه ۱۳۵۷ کال
۳- ادبی څیړنی ، پښتو ټولنه ۱۳۶۰کال چاپ
۴- دژبی ښودنی مسآلی د افغانستان دعلومو اکاډمی
۱۳۶۱ کال کی چاپ شوی دی
۵- دادب او فولکلورپه باره کی د چاپ او خپرونی دولتی کمیټه ۱۳۶۱ کال
۶-فلکلور پیژندنه دافغانستان دعلومو اکاډمی ۱۳۶۵کال چاپ
۷-پښتو معاصر ادبیات ، دماستری دوری دپاره کابل پوهنتون ۱۳۶۷کال چاپ
۸- د روښانی غورځنګ ماهیت ناچاپ
۹– د ادبیاتو تاریخ د دولسم ټولګی لپاره ناچاپ
۱۰- شعر پیژندنه ، د ناهید کتاب خپرونی موسسه ۱۳۷۵ چاپ لاهور چاپ
۱۱- جنګ داخلی افغانستان چګونه پایا خواهد یافت ؟
د آزاد افغانستان د لیکوالو ټولنه ۱۳۷۵ کال پيښور
۱۲ رنګین تعبیر ، د دانش کتاب خپرولو موسسه ۱۳۷۷ کال پيښور