د افغانستان د تیاتر او سینما ویاړ : م- یوسف هیواددوست

hewaddoost    جان محمد پلار چې اصلا د کندهار دی او همالته په کندهار کې يې چې لا تنکی ځوان و د ستیژ پر سر د ډرامونو او تمثیلي نندارو د مستعد هنرمند په توګه سر راپورته کړ . استاد جان محمد پلار د خپلو نورو رسمي دندو تر څنګ د پښتو تیاتر او تمثیل لومړی په لوی کندهار او بیا یې په کابل کې پیاوړی کړ .ارواښاد پلار صیب په دې لاره کې ډېر شاګردان وروزل چې له هغې ډلې ارواښاد استاد ف . فضلي ، ارواښاد عبد الرزاق پشتون صیب ،محترم احد ژوند ،محترم زلمی حسیني،لطیف جان بابی او نور یو شمېر ممثلین د هغوي د کارونو تر اغېزې لاندې ول .کله چې استاد پلار صیب کابل ته تشریف راوړ نو د راډیو تلویزیون د هنر او ادبیاتو د ادارې د ډرام او داستان د څانګې یو تر ټولو ګران او قدرمن مشر په شان وځلېد او دغه برخه یې له خپلو ډېرو لارښوونو او کارنامو برخمنه کړه .هغه په ډېرو تلویزیوني نندارو او هنري سینمایي فلمونو کې هم برخه واخیسته .زه شخصا ویاړ لرم چې له ارواښاد پلار صیب سره مې ډېر کلونه په یوې اداره کې کار وکړ .اروا یې ښاده او یادونه یې تلپاتې .( یوسف هیواددوست ـ له ډنمارک څخه د افغان غږ راډیویي مجله )