“څو چی پاتی یو افغان وی، تل به دا افغانستان وی” آیا میدانیداین آوای قلب هر افغان آزاده سرودهٔ کیست؟ : داکتر ناصر اوریا

ترانهٔ سرود ملی افغانستان در زمان جمهوریت شهید محمد داود خان را استاد عبدالرؤف بینوا سروده که کمپوز موزیک آن از استاد عبدالغفور برشنا است. استاد بینوا دانشمند، ژورنالیست، محقق، مؤرخ، دیپلمات، شاعر، ادیب و نویسنده ریالیست افغانستان به تاریخ اول سنبلهٔ ۱۲۹۲ (۲۳ اگست ۱۹۱۳ میلادی) در یک خانوادهٔ متدین و منور در شهر قندهار چشم به جهان گشود. پدرش مفتی عبدالله (مفتی عبده) و پدرکلانش عبدالحق آخندزاده از جمله علمای دانشمند و نیک نام عصر خود بودند.  بینوا قران کریم و فقه را نزد برادر دانشمندش عبدالکریم حقانی آموخت و سپس به تحصیل صرف، نحو، بدیع، بیان و ادبیات عربی پرداخت.

در جوانی به کابل آمد و به تعلیماتش ادامه داد و تحصیلات خصوصی اش را تحت نظر پدرش مفتی عبدالله و برادر ارشدش عبدالکریم حقانی به اتمام رسانید. بینوا در عنفوان جوانی به سرودن شعر آغاز کرد و اشعارش در نشریه “طلوع افغان” در قندهار به نشر می رسید. 

در سال ۱۳۲۶ هجری یک جنبش سیاسی با تمایلات ملی گرایی به نام “ویښ زلمیان”، عرض اندام کرد و یک سال بعد (۱۳۲۷) به حزب سیاسی مبدل گردید.

استاد بینوا از جمله بنیانگذاران “ویښ زلمیان” و اولین منشی این حزب بود و در جریدهٔ “انگار” مینوشت .

در واقع “ویښ زلمیان” یا “جوانان بیدار” اولین حزب سیاسی است که در سال ۱۳۲۷ هجری (۱۹۴۷ میلادی) با برگزاری کنگره و تدوین مرامنامه تأسیس شد. 

“ویښ زلمیان” منحیث یک هستهٔ تجمع برای تعدادی از روشنفکران افغان از هر قشر اجتماعی و تمایلات سیاسی بود که وجه مشترک همهٔ این روشنفکران را، ملی گرایی افغانی تشکیل می داد. 

ادمکو موسیل و یوویدگانکوفسکی می نویسند که در سال ۱۹۴۷ میلادی در افغانستان یک حزب سیاسی به نام “ویښ زلمیان” تشکیل شد.

میرغلام محمد غبار در جلد دوم “افغانستان در مسیر تاریخ” در بارۀ “حزب ویښ زلمیان” می نویسد:

چون تعداد زیاد اعضای “ویښ زلمیان” حیات دارند و عدۀ از آنها نویسندگان معاصر اند، یقین دارم که در بارۀ فعالیت های این حزب با تفصیل مرام و سیر تاریخی آن خواهند نوشت لهذا من در اینجا صرف بصورت عمومی تذکراتی میدهم.

در همین سال ۱۳۲۶ هجری شمسی (۱۹۴۷) یک حزب علنی بنام “ویښ زلمیان” بوجود آمد… (و لستی از نام موسسین  ورهبران عمدۀ حزب را در کابل، قندهار و ننگرهار بدست میدهد)…

منشی حزب در اوایل عبدالروف خان بینوا و در اواخر عبدالرزاق خان فراهی بود. مصارف حزبی از اعانۀ اعضای تکافو میشد. ارگان نشراتی حزب اول جریدۀ “انگار” با امتیاز فیض محمد خان انگار نشر میشد، (تأسیس مارچ ۱۹۵۱)

بعلاوه قبلاً در سال ۱۳۲۶ هجری (۱۹۴۷) عبدالروف خان بینوا کتابی بنام “ویښ زلمیان” مرکب از یک عده مقالات حزبی و غیر حزبی توسط ریاست پښتو ټولنه منتشر ساخته بود. درین کتاب هم روشنفکران ملی و هم نمایندگان دولت (مثلاً عبدالمجید خان زابلی وزیر اقتصاد دولت) نوشته هایی فرستاده بودند.

در سال ۱۳۴۵ عبدالرؤف بینوا به حزب “جمعیت دموکراتیک مترقی” مرحوم محمد هاشم میوند وال،‌ که اورگان نشراتی آن “مساوات” نام داشت، پیوست. بینوا در کابینه میوندوال سِمتِ وزیر اطلاعات و کلتور را احراز کرد.

بینوا در دوره ۱۳ شورای ملی به حیث نماینده منتخب مردم موسی قلعه ولایت هلمند به شورا ملی راه یافت.

عبدالرؤف بینوا در ادبیات و تاریخ زبان پښتو تحقیقات بیشتر دارد ولی کتب و آثار گرانبهای زیادی منجمله اشعار و سروده ها به زبان های دری، پښتو، عربی، و دیگر لسان ها از خود به یادگار مانده است. 

اولین مجموعهٔ شعری استاد بینوا به نام “د غنمو په وگی” در سال ۱۳۲۵ هجری طبع و نشر شد. 

تعدادی از اشعار بینوا به لسان های عربی، روسی و چکی نیز ترجمه و نشر گردیده است.

عبدالرؤف بینوا مدت ۳۶ سال در امور رسمی دولتی در پُست های مختلف خدمت نمود که عهده دار وظایف و مسئولیت های متعدد بود.

بینوا در مقامهای مدیریت، استاد پوهنتون، ریاست، دیپلمات، وزارت و نمایندگی شورای ملی ایفای وظیفه نمود و آخرین سمت وی سفیر افغانستان در کشور لیبیا بود.

مرحوم بینوا در پهلوی فعالیت های فرهنگی وظایف در پُست های مهم دولتی نیز ایفای وظیفه نموده، طوریکه خود می نویسد:

– عضو انجمن ادبی کابل –  ۱۳۱۸ ه ش – ۱۹۳۹ م

– معاون نشرات انجمن ادبی کابل – ۱۳۹۱ ه ش – ۱۹۴۰ م

– مدیر صحافت پښتو ټولنه – ۱۳۱۹ ه ش – ۱۹۴۰ م

– مدیر مجله کابل – ۱۳۲۰ ه ش – ۱۹۴۱ م

– معاون نشرات ریاست مطبوعات – ۱۳۲۰ ه ش – ۱۹۴۱ م

– معاون پښتو ټولنه – ۱۳۲۳ ه ش – ۱۹۴۴ م

– مدیر عمومی پښتو ټولنه – ۱۳۲۵ ه ش – ۱۹۴۶ م

– عضو انجمن تاریخ – ۱۳۳۰ ه ش – ۱۹۵۱ م

– مدیر عمومی نشرات داخلی ریاست مطبوعات – ۱۳۳۱ ه ش – ۱۹۵۲ م

– مستشار مطبوعاتی سفارت افغانستان در دهلی – ۱۳۳۱ ه ش – ۱۹۵۳ م

– رئیس کابل رادیو – ۱۳۳۵ ه ش – ۱۹۵۶ م

– عضو انجمن دوستی افغانستان و هند – ۱۳۳۶ ه ش – ۱۹۵۸ م 

– عضو انجمن دوستی افغانستان و شوروی – ۱۳۳۹ ه ش – ۱۹۶۰ م

– مستشار مطبوعاتی سفارت افغانستان در قاهره – ۱۳۴۲ ه ش – ۱۹۶۳ م

– رئیس رادیو افغانستان ۱۳۴۴ ه ش – ۱۹۶۵ م

– معاون ریاست مستقل قبایل ۱۳۴۵ ه ش – ۱۹۶۶م 

– وزیر اطلاعات و کلتور ۱۳۴۶ ه ش – ۱۹۶۷م

– وکیل ولسی جرگه ۱۳۴۸ ه ش – ۱۹۶۹ م

– عضو اجیر مرکز بین المللی تحقیقات پشتو – ۱۳۵۷ ه ش – ۱۹۷۸ م 

– عضو اجیر اکادمی افغانستان – ۱۳۵۷ ه ش – ۱۹۷۹ م 

– مشاور صدارت در بست فوق رتبه – ۱۳۵۸ ه ش – ۱۹۸۰ م

– سفیر افغانستان در لیبیا – ۱۳۵۸ ه ش – ۱۹۸۰ م

استاد بینوا دو بار ازدواج نموده بود که از ازدواج اول پسری و دختری داشت که در زمان حیات استاد بینوا وفات نموده بودند. ثمرهٔ ازدواج دوم ۴ دختر و ۳ پسر، که همهٔ آن ها در ایالات متحده امریکا بسر می برند.

یک دختر استاد بینوا با داکتر عبدالفتاح ایازی (پسر مرحوم داکتر محمد اعظم ایازی) و دختر دیگرش که با خلیل غبار فرزند مرحوم میر غلام محمد غبار ازدواج نموده بود فوت نموده است.

مرحوم عبدالرؤف بینوا به تاریخ ۱۱ جنوری ۱۹۸۵ در ایالت نیوجرسی امریکا چشم از جهان بست.

روح اش شاد، بهشت برین مکانش و یاد کارنامه هایش جاودان باد

ناصر اوریا * ۱۱ جنوری ۲۰۲۱ – تکزاس

 * د ارواښاد استاد عبدالرؤف بینوا دری او پښتو آثار:

۱. پښتو کيلي – چي د څلورم جلد لومړی ټوک ئې په ١٣٢٠ لمريز کال کي د پښتو ټولني له خوا ددرسي کتاب په ډول چاپ شو

۲. پردېس – د علامه اقبال د “مسافر ” نومي منظوم کتاب منظومه ژباړه ده چي د ١٣٢١ لمريز کال د انيس په ورځپاڼه کي خپره شوې ده

۳. پښتو د شاهانو په دربار کي. دا پښتو رساله ده چي د ١٣٢٢ لمريز کال په کابل کالنۍ کي خپره شوې ده

۴. باغونه – د ټاگور دنثري اشعارو د ټولگي ژباړه ده، چي په ١٩٤١ ع کال کي په طلوع افغان کي په پرله پسې ډول چاپ شوې ده

۵. د ميني مينه – د شعرونو ټولگه ده چي په ١٩٤١ ع کال کي چاپ شوې ده

۶. پښتنې مېرمني – دا کتاب د پښتني مېرمنو تذکره ده چي تر اسلام وړاندي او بيا تر اوسه پوري د پښتني مېرمنو يادونه او پېژنده پکښي راغلې ده، دا کتاب په ١٣٢٣ لمريز کال کي د مطبوعاتو د رياست له لوري چاپ شوی دی

۷. د هوتکو په دوره کي پښتو دا وړه رساله ده چي د هوتکو مشرانو او شاعرانو پښتو ته پاملرنه پکښي ستايل شوې ده، دار ساله د ١٣٢٤ لمريز کال دوري دمياشتي دکابل په مجله کي خپره شوې ده .

۸. طوق لعنت – يو تمثيلي ډرام دی چي په ١٣٢٤ لمريز کال کي ئې د مطبوعاتو جايزه وړې ده

۹. ميرويس نيکه ـ د ملي قايد ميرويس نيکه د ژوند حالات او د کارنامو يادونه ده چي په ١٣٢٥ لمريز کال کي دپښتو ټولني له لوري دکتاب په شکل چاپ شوی دی

۱۰. آريايي دری – پښتو مرثيې او ويرني – دا رساله د ١٣٢٥ – ١٣٢٦ لمريز کلونو په کابل کالنۍ کي خپره شوې ده

۱۱. د غنمو په وگی – يوه تاريخي منظومه رساله ده چي په ١٣٢٥ لمريز کال کي پښتو ټولني چاپ کړېده

۱۲. د پير محمد کاکړ دديوان، تدوين، تصحيح، او مقابله. دا کتاب په ١٣٢٥ لمريز کال کي دپښتو ټولني له خوا چاپ شوې دی او دوهم ځل په دانژدې وختونو کي دصحاف نشراتي موسسې له خوا په نوې بڼه چاپ شوی او حبيب الله رفيع يوه خونده وره سريزه پر کښلې ده

۱۳. چند آهنگ ملي – په دری ژبه دپښتو د څو موسيقي ږغونو او ملي سندرو شرح ده چي په ١٣٢٥ لمريز کال کي دکابل په کالنۍ کي او بيا د کابل راډيو له لوري په مستقل ډول چاپ سوی دی

۱۴. ادبي فنون – دا کتاب د هغو درسونو ټولگه ده چي استاد بینوا د ادبياتو دپوهنځی دپرانيستلو په لومړي کال د هغه پوهنځي د لومړي ټولگي ته ورښوولی وه، دا کتاب په ١٣٢٦ لمريز کال کي د پښتو ټولني له خوا چاپ شوی دی

۱۵. ويښ زلميان – دا د هيواد د ځينو ويښو زلميانو دمضامينو او شعرونو ټولگه ده چي داستاد بینوا په زيار او اهتمام په ١٣٢٦ لمريز کال کي دپښتو ټولني له لوري چاپ شوې ده

۱۶. د دار مستتر پښتو څېړني – دا کتاب فرانسوي مستشرق (جيمس دارمستتر) په فرانسوي ليکلی چي سيد قاسم خان ريښتيا په دری ژباړلی او علامه عبدالحي حبيبي او استاد بینوا په پښتو اړولی او په ١٣٢٦ لمريز کال کي کابل مطبعې چاپ کړی دی

۱۷. صداي وطني – تمثيلي ډرام دی چي په ١٣٢٦ لمريز کال کي د تاليف څلورمه جايزه وړې ده

۱۸. د رحمان بابا د دیوان تدوين، تصحيحیه (نوي ډول) تصحيح او مقابله د استاد بینوا، دا دیوان په ١٣٢٨ لمريز کال کي کابل مطبعې چاپ کړی دی

۱۹. خوشحال خان خټك څه وايي؟ – دا کتاب يو وار دهند په بمبيي کي غلام حسن خان ساپي په مرسته چاپ سوی و خو چي د پاکستان له لاري افغانستان ته راوړل کیدی نو پاکستان حکومت ضبط کړ، مگر په ١٣٢٩ لمريز کال کي د مطبوعاتو مستقل رياست بيرته چاپ کړ

۲۰. نظري به پښتونستان – په دری ژبه يوه رساله ده چي د ١٣٢٩ لمريز کال په کابل کالنۍ کي او بيا ځانته په مستقل ډول چاپ شوه

۲۱. پښتونستان – په ٤٨٠ مخونو کي دپښتونستان زاړه نومونه او … په مفصل ډول ليکل سوي دي چي په ١٣٣٠ لمريز کال کي د انيس په ورځپاڼه او بيا دمستقل کتاب په شکل د مطبوعاتو د مستقل رياست له خوا خپور شو

۲۲. ليډران امروزي پښتونستان – دا د پښتونستان د ځينو مشرانو او ليډرانو لنډه پېژندگلوي ده چي د ١٣٣١ لمريز کال په کابل کالنۍ کي او هم ځانته درسالې په ډول چاپ شوې ده

۲۳. د کاظم خان شيدا ديوان – تدوين، تصحيح، او مقابله چي په ١٣٣٣ لمريز کال کي د پښتو ټولني له خوا چاپ شوی دی

۲۴. هوتکي ها  -دهوتکو د دورې مفصل حالات او پېښي دي، دا کتاب په دری ژبه ليکل شوی دی او د افغانستان دتاريخ ټولني له لوري په ١٣٣٥ لمريز کال کي چاپ سوی دی

۲۵. پريشانه افکار – دا د استاد بینوا دبیلابیلو اشعارو يوه برخه ده چي د ټولگي په شکل په ١٣٣٥ لمريز کال کي پښتو ټولني چاپ کړې ده

۲۶. د گيتانجلې ژباړه – دا اثر د هند دنوميالي اديب او فيلسوف رابنډرانات ټاگور د گيتانجلي پښتو ژباړه ده چي هم انيس په ورځپاڼه کي پرله پسې خپره شوې او هم ځانته دمستقل اثر په ډول په ١٣٣٦ لمريز کال کي دکابل د نشراتي څانگي له خوا چاپ شوی ده، او دوهم ځل لپاره په ١٣٥٤ لمريز کال کي بيا چاپ شوی او فاضل استاد اکاډيميسن پوهاند رشاد صاحب په ١٠٣ مخونو کي يوه مغتنمه او علمي سريزه پر کښلې ده چي په لومړي ځل د استاد بینوا دپېژندگلوۍ په اړه علمي مالومات لري 

۲۷. برگ سبز – په دری ژبه يو طنزيه اثر دی چي په ١٣٣٦ لمريز کال کي ئې دتالف دوهمه درجه جايزه وړې ده

۲۸. لنډۍ يو شمير منتخبي لنډۍ له دری او انگريزي ژباړي سره يوځای په ١٣٣٧ لمريزکال کي د کابل راډيو له خوا په مصور ډول په ١٧٦ مخونو کي چاپ شوي دي او د انگريزي ژباړه ئې ښاغلي شريفي کړې ده

۲۹. خوشحال او پسرلی – په دې اثر کي د خوشحال خان پسرلني او رندانه شعرونه را غونډ سوي دي او په ١٣٣٧ لمريز کال کي د کابل راډيو د پښتون ږغ مجلې له خوا چاپ سوي دي

۳۰. پاچا خان – دا کتاب ښاغلي فارغ بخاري په اردو ژبه د عبدالغفار خان دفعاليتونو په باب ليکلی چي استاد بینوا له اردو څخه دری ته ژباړلئ دی او د ١٣٣٨ لمريز کال دانيس په ورځپاڼه کي پرله پسې خپور شوی دی

۳۱. د زړه خواله – دا کتاب د يو لړ ليکونو ټولگه ده چي په هنري ډول يې خپل خيالي ملگري ته ليکلې دي. دا کتاب د ١٣٣٨ لمريز کال د اصلاح په ورځپاڼه کي پرله پسې خپور سوی او په ١٣٤١ لمريز کال د مطبو عاتو مستقل رياست له خوا چاپ سوی دی

۳۲. پښتو قرائت – دپوهني دوزارت په غوښتنه د ښونځيو دلسم ټولگي لپاره ليکل سوی دی او په ١٣٣٩ لمريز کال کي چاپ سوی دی

۳۳. زوړ گنهگار – يوه پښتو ډرامه ده چي د کندهار په پوهنه ننداره کي تمثيل شوې او بيا کابل راډيو په پښتون ږغ مجله کي پرله پسې خپره شوې ده

۳۴. کار بر اصل – يوه ټولنيزه او تنقيدي ډرامه ده چي په دری ژبه ليکل شوې اود کابل په پوهنه ننداره کي تمثيل شوې ده

۳۵. اشتباه – دا هم يوه ټولنيزه ډرامه ده چي د کابل دجشن په صحنه کي تمثل سوې ده

۳۶. آشيانهٔ عقاب – يو تاريخي او حماسي ډرامه ده چي د کابل په پوهني ننداره کي تمثيل شوې ده

۳۷. زرنگ – په دری ژبه يو راډيويي ډرام دی چي په کابل راډيو کي تمثيل شوې دی

۳۸. حکومت بیدار است – دا هم يو دری ډرام دی چي په کابل راډيو کي تمثيل او پښتون ږغ مجله کي چاپ شوی دی

۳۹. د چين سفر نامه – دا کتاب فاضل استاد بینوا په ١٣٣٦ لمريز کال کي ليکلی دی چي د دووسوو مخونو په شاوخوا کي و او په دغه سفر کي شهيد محمد داود خان د وخت صدراعظم هم ورسره مل و نو ځکه ئې په ١٣٥٥ لمريز کال کي تر چاپ وړاندي هغه ته ورکړ تر څو د هغه تر نظر هم تير شي خو د هغه له شهادت سره دغه اثر هم د هغه په کور کي تريتم شو

۴۰. اوسني ليکوال – ددې اثر لومړی ټوک په ١٣٤١ لمريز کال کي په ٥٤٤ مخونو کي د مطبوعاتو د مستقل رياست د کورنيو خپرونو د لوي مديريت له خوا په دولتي مطبوعه کي چاپ شو

۴۱. اوسني ليکوال – دوهم ټوک، په ١٣٤١ لمريز کال کي د مطبوعاتو دمستقل رياست له خوا په ٤٢٤ مخونو کي خپور شوی دی

۴۲. افغانستان اليوم – ارواښاد استاد بېنوا په عربي ژبه ښه پوهيدی اوپه دغه ژبه ئې اثر کښلی اوچاپ کړی دی. افغانستان اليوم د بینواهغه اثر دی چي په ١٣٤٢ لمريز کال کي په قاهره کي چاپ شوی دی

۴۳. اربعين حقيقة عن افغانستان – دا اثر هم په عربي ژبه ليکل شوی دی او په ١٣٤٣ لمريز کال کي په قاهره کي چاپ شوی دی، استاد په دغه وخت کي په قاهره کي دافغاني سفارت مطبوعاتي مستشار وه

۴۴. آ ثار افغانستان – دا اثر هم په عربي ژبه د استاد بینوا په زيار په ١٣٤٣ لمريز کال کي په قاهره کي چاپ شوی دی او ټول کتاب ٩٦ مخونه لري

۴۵. المراة افغانية – دا اثر په عربي ژبه په ١٣٤٣ لمريز کال کي د استاد بینوا له خوا په قاهره کي چاپ شوی دی

۴۶. هديالعام جديد – دا يو تقويم دی چي په ١٣٤٥ لمريز کال کي د استاد بینوا له خوا په قاهره کي چاپ شوی دی

۴۷. اوسني ليکوال – دريم ټوك، دغه اثر په ٥٤١ مخونو کي د مطبوعاتو د مستقل رياست له خوا په ١٣٤٦ لمريز کال کي چاپ شوی دی

۴۸. د معمر القذافي د مشهور “شين کتاب” ژباړه په دريو ټوکونو کي ولسي واک، دخلکو ديموکراسي او ټولنيز اقتصادي سيسټم

۴۹. ښه شپه – د استاد بینوا يو وړ اثر دی چي د نيکمرغه خاندان ژوند پکښي تمثيل دی

۵۰. د افغانستان نوميالي – دا دفاضل استاد بینوا هغه اثر دئ چي تر اوسه ئې څلور ټوکه چاپ شوي دي او لومړی ټوک ئې په ١٣٥٣ لمريز کال کي، دوهم ټوک ئې په ١٣٥٣ لمريز کال کي، دريم ټوک ئې په ١٣٥٦ لمريز کال او څلورم ټوک ئې په ١٣٥٩ لمريز کال کي د اطلاعاتو او کلتور د وزارت له خوا چاپ شوی دی. دغه اثر تر څلورم ټوک پوري د (ج) تر توري پوري چاپ شوی دی، خو دا د (ي) تر رديف پوري په لس ټوکه کي کښل شوی دی او پاته ښپږ ټوکه ئې د فاضل استاد رشاد صاحب سره ناچاپ پراته دي

۵۱. نیټه ليک، ياداښتونه يا د افغانستان تاريخي پيښي – دا د استاد بینوا بل اثر دئ چي په دوه ټوکونو کي ئې ليکلی دی او د کابل پوهنتون له لوري خپور شوی دی. لومړی ټوک ئې په ١٣٥٤ لمريز کال او دوهم ټوک ئې په ١٣٥٨ لمريز کال کي خپور شوی دی

۵۲. خوشحال خان خټک از زبان خوشحال خان – دا دخوشحال خان خټک په اړه يوه تحليلي څېړنه ده چي استاد بینوا ليکلې او ١٣٥٦ ـ ١٣٥٧ کلونو کي په پلوشه مجله کي خپره شوې ده

۵۳. دهسک پېغله – دا د استاد بینوا د شعرونو دوهمه ټولگه ده چي د افضل ټکور له خوا د هيواد پنځوس کلنو خپرونو څخه را ټوله سوې او په ١٣٦٧ لمريز کال کي د افغانستان دليکوالو ټولني په ٧٥ مخونو کي خپره کړې ده

۵۴. د پښتو متلونو غوړچاڼ – دا اثر په ١٣٥٨ لمريز کال کي چاپ شوی دی

۵۵. خوږه ژبه – دا اثر (مصاحبۀ افغان کندهاري و کابلي) استاد بینوا په ١٣١٢ لمريز کال کي ليکلی دی چي خطي نسخه ئې وس هم د افغانستان د ملي ارشيف خطي نسخو په کتابتون کي خوندي ده. په دې اثر کي لنډي ادبي طرحي او شعري ټوتې راغلي دي

۵۶. عربي پښتو قاموس – په دې اثر کي د عربي ژبي ډير لغاتونه راټول شوي دي چي بيا په پښتو معنی ورته ليکل شوې ده خو له بده مرغه دا اثر تر اوسه نه دی چاپ شوئ

۵۷. پښتو قاموس – دا اثر استاد بینوا غالباً په ١٣١٧ ـ  ١٣١٨ لمريز کلونو کي کښلی چي چاپ شوی نه دی. په دې اثر کي د پښتو ديارلس زره لغاتونه راټول شوي دي

۵۸. کڅکول – دا اثر هم د استاد بینوا دبيلابېلو ليکونو او شعرو ټولگه ده چي دا هم غالباً په ١٣١٧ ـ  ١٣١٨ لمريز کلونو کي ليکل شوې خو چاپ شوې نه ده

۵۹. د افغانستان تاريخي ريښې – دا د ارواښاد استاد بینوا ورستئ اثر دی چي څو برخي ئې چاپ شوي دي ولي نور نو ژوند وفا ورسره ونکړه او دغه اثر نيمگړی پاته شو

استاد عبدالرؤف بینوا د مفتي عبدالله (مشهور په مفتي عبده) زوی، د ۱۲۳۲ کال د وږی د میاشتی په لومړی نیټه (۲۳ اگست ۱۹۱۳) دکندهار ښار کی، په یوه دینداره او منوره کورنی کی، نړی ته سترګی پرانسیتی.

لومړنی زده کړی یی د قرانکریم، عربی ادبیاتو؛‌ صرف، نحو، بدیع،‌بیان، فقی او نور علوم د پلار او مشر ورو څخه وکړی او وروسته کابل ته راغی او خپلو زده کړو ته یی دوام ورکړ.

لا نوې ځوان وه چی دری، عربي ، اردو، او انگريزي ژبي یی زده کړي وې او په هغو کي د پوره مطالعې، لیکنو او ژباړو څښتن وه. 

تنکی ځوان وه چی شعرونه د “طلوع قندهار” په نشریه کی چاپیدی.

او لومړنی شعری ټولگه یی په ۱۳۲۵ لمریز هجری کال کی چاپ شوه.

کله چی په ۱۳۲۶ لمریز کال کی د “ویښ زلمیانو” خوزښت او وروسته په ۱۳۲۷ لمریز کال (۱۹۴۷م) کی د ویښ زلمیانو د گوند بڼسټ کیښودل شو، یو له بڼسټ ایښودونکو یی او همدا راز لومړنی منشی یی استاد بینوا یی وه. د ویښ زلمیانو نشراتی ارگان “انگار” جریده نومیده چی د امتیاز خاوند یی فیض محمد انگار وه.

استاد بینوا په ۱۳۴۵ لمریز کال کی د مرحوم محمد هاشم میوندوال “مترقی دموکراتیک جمعیت” چی نشراتی اورگان یی “مساوات” جریده وه، یو ځای شو.

استاد بینوا د ارواښاد محمدهاشم میوندوال په کابینه کی د اطلاعاتو او کلتور وزیر دنده په غاړه درلوده.

استاد عبدالرؤف بینوا ۳۶ کاله په رسمی مختلفو پُستونو کی دندی تر سره کړی: مدیریت، د پوهنتون استاد، ریاست، دیپلمات، وزارت، د ملی شورا استازی او آخری دنده یی د افغانستان سفیر لیبیا کی وه.

استاد بینوا د ادبي هڅو تر څنگ په دولتي اورگانو کي هم مهمي رسمي دندي اجرا کړي دي، لکه چي استاد یی په خپل قلم داسي بيانوي:

– د کابل د ادبي انجمن غړی ١٣١٨ لمريز – ١٩٣٩ م

– د کابل د ادبي انجمن د نشراتو مرستيال ١٣٩١ لمريز -١٩٤٠ م

– د پښتو ټولني د صحافت مدير ١٣١٩ لمريز – ١٩٤٠ م

– د کابل مجلې مدير ١٣٢٠ لمريز – ١٩٤١ م

– د مطبوعاتو د رياست د نشراتو مرستيال ١٣٢٠ لمريز – ١٩٤١ م

– د پښتو ټولني مرستيال ١٣٢٣ لمريز – ١٩٤٤م

– د پښتو ټولني عمومي مدير ١٣٢٥ لمريز – ١٩٤٦ م

– د تاريخ د انجمن غړی ١٣٣٠ لمريز – ١٩٥١

– د مطبوعاتو د رياست د داخلي نشراتو عمومي مدير ١٣٣١ لمريز – ١٩٥٢ م

– په ډهلي کي د افغانستان د سفارت مطبوعاتي مستشار ١٣٣١ لمريز – ١٩٥٣ م

– د کابل راډيو رئیس ١٣٣٥ لمريز – ١٩٥٦ م

– د افغانستان او هند د دوستی دانجمن غړی ١٣٣٦ لمريز – ١٩٥٨ م

– د افغانستان او شوروي د دوستی د انجمن غړی ١٣٣٩ لمريز – ١٩٦٠ م

– په قاهره کي د افغانستان د سفارت مطبوعاتي مستشار ١٣٤٢ لمريز – ١٩٦٣ م

– د افغانستان راډيو رئيس ١٣٤٤ لمريز – ١٩٦٥ م

– د قبايلو د مستقل رياست مرستيال ١٣٤٥ لمريز – ١٩٦٦ م

– د اطلاعاتو او کلتور وزير ١٣٤٦ لمريز – ١٩٦٧ م

– د ولسي جرگې وکيل ١٣٤٨ لمريز – ١٩٦٩ م

– د پښتو د بين المللي تحقيقاتو د مرکز اجير غړی ١٣٧٥ لمريز – ١٩٧٨ م

– د افغانستان اکاډمۍ اجير غړی ١٣٥٧ لمريز – ١٩٧٩ م

– د صدارت مشاور د فوق رتبه په حیث ١٣٥٨ لمريز – ١٩٨٠م

– په ليبيا کي د افغانستان سفارت ١٣٥٨ لمريز – ١٩٨٠م 

ارواښاد استاد بینوا دوه ځله واده کړی وه چی له لومړی واده څخه یی یو زوی او یوه لور درلوده چی د استاد په ژوند کی وفات شوی وه. د دوهم واده څخه ۴ لوڼی او ۳ زامن لری چی ټول یی په امریکی کی میشت دی.

د استاد مشری لور د ډاکټر عبد د ارواښاد محمد اعظم ایازی زوی، او دوهمی لور یی چی له خلیل غبار د ارواښاد میر غلام محمد غبار له زوی سره واده کړی وه، هم وفات شوی ده.

د استاد بینوا د لیکنو او آثارو لست چی په دری، پښتو، عربی،‌ او نورو ژیو دی، په پورته لیکنه کښی کتلی شی.

ارواښاد استاد عبدالرؤف بینوا په ۱۳۶۲ (۱۹۸۴م) کال کي د امريکا متحده ايالاتو کي سياسي پناه واخيسته، او د ١٣٦٣ لمريز کال د جدي پر ٢١ مه نېټه (۱۱ جنوری ١٩٨٥ ميلادي) د جمعي په مبارکه ورځ د هغي ناروغي له امله چي ورپیښه شوی وه له دې فاني نړی څخه سترگی پټی کړی.

اروا دی ښاده، لوړ جنت دی ځای او یاد دی تلپاتی وی.

۱۱ جنوری ۲۰۲۱