شاد روان صـایــمــه مــقــصــودی : لیکونکی داود مقصودی

صایمه  مقصودی

چی پیداشوی تا ژړل خلکو خندا کړه

هسی مړ شه چی ته خاندې خلک ژاړي

دا شعر دهغه قبر په شناختي لیکل شوی چی دنن نه ٣٥ کاله پخوا دمرنجان دشهیدانو په غون‌‌‌‌‌‌‌ډی کی دد هیواد وا او دهنر دمینه وال لخوا خاوروته سپارل شویده.  هو، صایمه مقصودي یادوم.                                                  صایمه مقصودي د١٣٢٩لمریز کال دکابل ولایت دچاردهی دواصل اباد په کلې کی دیوی متوسطې روحاني او روښنفکره کورنۍ کی دنیا ته راغله ددی دخاپوړو ځآی هماغه دواصل اباد کلی وو. خو کله جی لږه بوټکۍ شوه ددینی زده کړو تر څنګ دمحجوبه هیروي په لمړنۍ ښوونځي کې لوست پیل کړ چی بیا دهماغی لیسی ددولسم تولګي نه فارغه شوه.     په کال ١٣٤١ کی دکابل پوهنتون دادبیاتو په پوهنځي کی په لوړو زده کړو پیل وکړ خو ‌‌‌‌‌‌ډیر زر دځینو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو له کبله لوړې زده کړی ناتمامه پآتی شوې.

صایمه مقصودی دخپلو زده کړو په دوران کی دښونځی په ‌‌‌‌‌‌ډیرو سیمینارونو،ادبی او هنری پروګرامونو فعاله ون‌‌‌‌‌‌ډه اخیسته. نوموړی دخوږ ، رسا او فسیح غږ خاونده وه شعرونه به یی دکلیمه کول ادبی لیکنی به یی ‌‌‌‌‌‌ډیری ښکلی لوستلی او دستیج په ‌‌‌‌‌‌ډرامونو کی ‌‌‌‌‌‌ډیره ځلیدله.  او همدا علت وو چی دوخت درادیو د پرودیو سرانو او مسئولینو توجه یی ځانته راواړوله. او دښاغلی ننګ یوسفزی چی په هغه وخت کی د رادیو ددرامونو او تمثیلی خپرونو دایرکتر [ رژیسور ] وو. دزده کړو تر څنک په هنری کار پيل وکړ. نوموړی ‌‌‌‌‌‌ډیر ژر په درامونو او داستانونو کی پراخه بر خت واخیسته او همدا شان دوخت په ‌‌‌‌‌‌ډیرو خپرونو کی یی پراخه ون‌‌‌‌‌‌ډه اخیستله. او خصوصأدکورنی ژوند خپرونه چی یو وګړنیزه او روزنیزه نامتو خپرونه وه لاره پیدا کړه او دیر ژر دیوی ځلاندی ستوری په څير د تمثیلی هنر په اسمان کی وځلیدله.

نومړی همزمانه په تیاتر کی هم په پوره زړورتیا، او متانت برخه اخیسته او دهغه زمان کلتوری او ټولنېزو نا خوالو او نا برابریو سره یی دمبارزی میدان ته راووتله او دخرافاتو او ټولنیزو نا دودو سره په میړانه مبارزه پیل کړه.

صایمه مقصودي دهغو لمړنیو نجونو څخه وه چی دمطبوعاتو له لیاری ېی دهیواد دمظلومو. او نا چاره ښځو دمعصومیت اواز او چت کړ او دژوندانه دټولو ناخوالو سره دجنګ اعلان وکړ.

دنوموړی رسا غږ ، فصاحت او بلاغت. ددی سبب شو چی دنطاقانو اداری ته لاره پیدا کري دی به برسیره پر خبرونو ، تبصرو او نورو هنری ، ادبی ، سیاسی اوتفریحی خپرونو تر څنګ ‌‌‌‌‌‌ډیری نوری خپرونې هم لوستلی او په ‌‌‌‌‌‌ډیر جرأت او زړورتا سره یی خپل رسالت سرته رساوه.

صایمه مقصودي په کال١٣٤٧ دتاج محمد اکبر. ځوان سره چی هغه هم درادېو افغانستان نطاق وو واده وکړ. چی ددوی دژوند ثمره دوه زامن او یوه لورده.

صایمه مقصودي په کال ١٣٥٦ کله چی دسردار محمد داود دجمهوریت په وروستی کال کی دافغانستان تلویزیون فعاله او په نشراتو یی پیل وکړ دهغو لمړنیو ښځینه نطاقانو دجملی نه وه. چی په مستقیم ‌‌‌‌‌‌ډول د اتو بجو خبرونو برسیره سیاسی تبصری جدی اطلاعاتی مطالب او نوری خپرونی ېی لوستلی.

او بر سیره پردی. نوموړی اکثره هنری او مستندو فلمونو ترجمی او نریشنونه هم کول.

نوموړی په مستقیم ‌‌‌‌‌‌ډول په جشنونو، او خاصو نورو مناسبتونو او خپرونو له لاری خپل فسیح او. سا غږ خپلو وطنوالو او مینه والو ته رساوه.

دصایمه مقصودي دښکلی او رسا غږ څپی اوس هم دهیواد دخلکو او ولسونو په غوږونو کی انګازی کوي.

نوموړی د خپل کاري کلونو کی ‌‌‌‌‌‌ډیری تقدیر نامی، مدالونه ، جایزی او نور ویاړونه ترلاسه کړیوه.

او هغی به تل ویل چی زما دژوند ټولو خاطرونه. یوه راته ‌‌‌‌‌‌ډیره په زړه پ‌وری وه او هغه اعلیحضرت محمد ظاهر شاه دحکومت په زمانه کی دستیج دسر په [ قهرمانانو ] درام پای ته ورسید نو دوخت صدر اعظم محمد یوسف خان لخوا ددغه درام تول کرکترونه په شاندارو مراسمو وستایل شول او دا ویاړ زما په برخه هم شوه.

صایمه مقصودي. په نه ستړی کیدونکی توګه دخپل مسلک او هنر سره مینه درلوده او درادیو او تلویزیون یوه فعاله او مخکښه ښځه وه

دنوموړی دغږ سره به ‌‌‌‌‌‌ډير لږ وطنوال نا اشنا وي.

دنومړی دخوږ غږ ، فصاحت او بلاغت ددی سبب شو چی دهیواد دعلم او فرهنګ ددښمنانو توجه ور واوړی. او ددوی دسترګو خار شی……،،،…..

هماغه وو چی د١٣٦٠کال. په ژمي کی دهمدغو پلورل شوو او فر هنګ دښمنه عنا صرو لخوا په شهادت ورسیدهاو دوخت دسیاسی لوبو قرباني شوه.

انا لله وانا الیه راجعون.