دارواښـاد امـیـن افــغــانـپــور یــادونــه : لیـکونـکی: ن.س. محجوب

amin-afghapoor دلته دارواښاد امین افغانپور یادونه کوو، هغه څوک چی قلم یی دژوند تر وروستیو شیبو له کاره ونه لوید او کیسی یی لیکلی. هغه کیسه لیکونکی و، دپښتو ژبی کیسه لیکونکی.ماکسیم ګورکی عقیده درلوده چی یو لیکوال ته ښایی چی دمینی او صمیمیت، جسارت او دژوند درک څښتن وی. همدارنګه رومن رولان شرافتمند انسان دخلقت ډیره ښکلی پدیده ګڼله. دهمدغو خبرو پربنا کولی شو ووایو چی افغانپور له خپلو خلکوسره مینه درلوده او دیو سالم درک لرونکی انسان په توګه یی خپله همدغه ناپایه مینه دخپل قلم له لاری دکیسو او افسانو په خوندوری دنیاګۍ کی خپلو خلکو ته په اخلاص او مینه ډالی کړه.

افغانپور دهغو ګوتی په شمار پښتو کیسه لیکونکو په کتار کی راځی چی د شلمی پیړی د وروستیودریو لسیزو په اوږدوکی یی په خورا مینه او تنده په دی ډګر کی قلم چلیده او آثار یی ایجا دول. هغه لکه هماغسی چی یو ښه کیسه لیکونکی و ،همدارنګه یو تکړه او مجرب صحافی هم و. په حقیقت کی افغانپور دکیسه لیکنی ادبی کار تقریبا په مطبوعا تو کی له بوختیدو سره جوخت پیل کړ او په همدغو دواړو ډګرونو کی د نوم او اعتبارخاوند شو.

افغانپور څوک و؟

ارواښاد امین الله افغانپور په ۱۳۲۶لمریز کال کی دکابل ښار په شش درک کی په یوی متوسط الحاله روڼ اندی کورنی کی زیږیدلی و. پلار یی مرحوم غلام قادر مسکین چی یو روحانی عالم و ، پخپله هم ادبی پوهه درلوده، سربیره پردی چی د کورنیواو بهرنیو معاصرو او کلاسیکو لیکوالو او شاعرانو آثار یی لوستل، شاعرهم و، چی اشعار یی دهیواد په مطبوعاتو کی چاپیدل، په تیره د “کابل”په نامه ادبی خپرونه کی چی د هغه وخت دادبی انجمن خپرونکی ارګان و، په منظم ډول خپریدل. کولی شو ووایو چی افغانپور ته دهغه ادبی استعداد له پلاره په میراث پاتی شوی و.

افغانپور خپل ماشومتوب او دځوانۍ لومړنی کلونه دشش درک په سیمه کی دخبلی کورنۍ په غیږه کی تیرکړل او په همدغه چاپیریال کی چی شاوخوایی یادزیارایستونکو کورنی لکه خټګر، پښ او ترکاڼ ژوندکاوه اویاهم ددولت خوار اوعادی کارمندان میشت و، لوی شو او ددغوخواریکښو کورنیو ژوند او دهغوی دژوند ناخوالی یی له نژدی لیدلی. نو طبیعی وه چی لکه دبل هر حساس او ددرک خاوند ځوان په څیریی پرافغانپور هم اغیزه کوله او له همدی امله و چی ده ته دمطالعی ضرورت پیداشو او په ډیره تلوسه یی دهغوکتابونو په لوستلو پیل وکړ چی کیدی شو ده ته دټولنی دناخوالو او دزیارکښو دستونزو اوکړاوونو علتونه روښانه کړی او دده سرپی خلاص کړی. ددی ترڅنګه یی دهماغه میراثی استعداد له برکته لیکلو ته مخه کړه او چی څنګه یی قلم وخوځاوه نو دهماغو خواریکښوکوڅه والو دردونه اورنځونه یی دکاغذ پرمخ وکښل او په حقیقت کی دخپلو خلکوددردونو او کړاوونو ترجمانی یی په ذمه واخسته چی بیا تر پایه له همدی لاری وانه اوښت او هغی ته یی ادامه ورکړه چی دده ادبی آثار ددی خبری ډیر ښه ثبوت کیدی شی.

افغانپور د استقلال په لیسه کی زده کړه وکړه او تر ۱۳۴۹کال پوری یی خپلو زده کړو ته دوام ورکړ. په همدغوکلونو کی چی په هیواد کی شرایط دسیاسی فعالیتونولپاره یوڅه مساعد شوی و او د محصلانواوزده کوونکو دبرحقواعتراضونو یوپراخ غورځنګ په خوځیدوکی و، افغانپور هم دخپل ښوونځی داعتراضونوبیرغ دلومړی ځل لپاره پورته کړاو دخپل ښوونځی دځوانانوغږیی دهیواد دسلهاووزرو نوروځوانانوله غږسره غبرګ کړ. دغه غږ که څه هم ډیر ژر دمحافظه کارومقاماتوله لوری دښوونځی نه دافغانپور په ایستلوسره غلی کړی شو خو دمبارزی او مقابلی هغه بیرغ چی ده پورته کړی و، پرځمکه ونه لوید. تردی وخته پوری افغانپور په لسهاو نور داسی ځوانان چمتو کړی و چی دده خاموشه کړی شوی غږیی بیا له سره پورته کړاو

هغی لاری ته یی دوام ورکړچی ده پکی ګام اوچت کړی و.

له دغی پیښی وروسته افغانپور په مطبوعاتی کارونو بوخت شو او درادیو افغانستان په بیلابیلو برخوکی یی په کارپیل وکړ. دده مطبوعاتی او ژورنالیستکی فعالیتونه بیا دده دمرګ تر وخته دوام وکړ چی د خپلو ادبی فعالیتونو تر څنګ یی تر سره کول. په ۱۳۵۰کال یی واده وکړچی ددغه واده ثمره دری بچیان و: یو زوی او دوه لوڼی.

سیاسی او ادبی فعالیتونه:

که دپښتو ادب دانکشاف او غوړیدنی بهیر له تاریخی پلوه په نظر کی ونیول شی، نو زموږ پام هغه ویش ته ورګرځی چی مرحوم صدیق روهی کړی دی. یعنی ددوی دتحلیل له مخی معاصر پښتو ادب په تاریخی لحاظ دری دوری پیژنی چی هغه دروښانتیا، ویښتیا او اوښتون دوری نومولی دی. دغه دوری په مجموعی ډول له مشروطه غوښتونکی غورځنګه پیلیږی او ددموکراسی له لومړنی تجربی تیریږی او بیا ددوهمی دموکراسی چی ددموکراسی په لسیزی هم شهرت لری ترپایه او دهغه نه راوروسته کلونه هم احتواکوی.

ددغه ویش له مخی دویښتیا دوره چی ددموکراسی له لومړنی تجربی سره سمون لری د ویښ ځلمیانو، ندای خلق او وطن دغورځنګ په راټوکیدوسره پیژندله کیږی. په دی دوره کی دنویو سیاسی او ټولنیزو فعالیتونوپه څنګ کی ادبیات په عمومی توګه او دپښتوادب په ځانګړی ډول له ټاکلی پرمختګ او غوړیدنی نه برخمن کیږی، او دا ځکه چی دویښوځلمیانو په کتارونو کی داسی نومیالو ځای درلود چی ټولنی اوخلکوته دخپلو مرامونو دورپیژندلو او دټولنیزو موجوده واقعیتونو دبربڼډولو لپاره یی دقلم له لاری هلی ځلی کولی او د شعر، داستان، کیسو،ډرامو او ادبی نقدونو په ژبو یی خلکوته خپل پیغامونه رسول او دټولنیزو ناخوالوپه بربڼډولو یی خلکوته دخوځیدلو او داعتراض د پورته کولوبلنی ورکولی.

په حقیقت کی دغه غورځنګ د “غلی شانته انقلاب ” زوروری انګازی خوری کړی چی بیاهغه دهیوادد “سرمستو ځلمو “غوږونه وتخنوی او دا احساس پکی راوپاروی چی د “رنګارنګو بدلونونو” لپاره ګامونه اوچت کړی او دخپل اولس د”غیرت چغی” په پورته کولو سره یی د پیړیو له خوبه راپاڅوی تر څو دارواښاداجمل خټک په وینا نور د” رومان ددنیا په رنګینو دوکه نشی ” بلکی “سره لمبه شی” او د “نوی ګل دخسمانی دپاره” هغه “زوړ خوړلی ګلستان وسیزی”.

“نسیم ووی دګل غوږ کی، بدل شو دیارانی رنګ غلی شانته انقلاب دی،بدلوی دزمانی رنګ

ورسره نوی رنګونه

رنګارنګ تحولونه

کړی سمسور به راغ راغونه

نوی ساز نوی آواز دی، هم شونوی دنغمی رنګ غلی شانته انقلاب دی، بدلوی دزمانی رنګ

نوی دام نوی صیاد دی

نوی چل نوی بیداد دی

نوی آه نوی فریاددی

هوښیاری صید لره بویه، بدل شوی د دانی رنګ غلی شانته انقلاب دی،بدلوی دزمانی رنګ”

اویا:

“داسړه سړه فضادی په نغمولمبه لمبه کړه

دا اوده اوده دنیادی په دی بین نغمه نغمه کړه

په دی بین(*) دی ګوتی کیده دغه غرونه په ګډاکړه

راشه پورته یوه ټپه کړه له دی سوی سوی غره

ای بین ماره دخیبره! ای شپونکیه دتورغره “

(*) بین دتولی په شان دساز یوه آله ده چی په هندوستان کی رواج لری.

که څه هم ددغه غورځنګ عمر لنډ و اومستبدو واکمنانو هغه په بیلابیلو پلمووځپه خو اغیزی یی په قوت سره خلکو او راتلونکی نسل ته د لاری دمشال په توګه پاتی شوی چی دهغی په رڼا کی دڅلویښتمی لسیزی دکلونو زورور غورځنګ راوټوکید چی دغه غورځنګ بیا دهیواد دزرګونو ځوانانو د هلوځلو په نتیجه کی دیو پیاوړی اووښتونکی بهیر په توګه د ټولنی او هیواد په برخلیک کی خپل ټاکونکی رول ولوباوه. په دی ډول ددغو ټولنیزو مبارزاتو توپانی څپی ددی سبب شوی چی لکه دبل هر وطنپال ځوان په څیر افغانپور هم خپل لوری ته جلب کړی او له مضمونه ډکو ټولنیزواو طبقاتی هیجان پاروونکو مبارزاتوډګر ته یی وروکاږی ، د هدفمندو انسانانو په توګه د متحول ژوند په لور ګامونه اوچت کړی او دظلم، اختناق، تیری او استبداد په وړاندی مبارزی ته                                                                           

مخه کړی او لکه په زرګونو نورو ځوانانود خپل کړیدلی ولس دژغورلو لوی رسالت ته ځان چمتوکړی. په دغه لسیزه کی هم چی دپورتنی ویش په اساس داوښتون دپړاوپه نامه یادشوی دپښتو ادب لکه د دری ژبی یوه نوی څیره او نوی روح پیداکړ. په دی دوره کی دبیلابیلو سیاسی سازمانونو ترڅنګ ډیری شخصی خپرونی هم دهیواد دمطبوعاتو په ډګر کی رامینځ ته شوی چی دقلم خاوندانو به پکی خپل آثار خپرول. په ډاډ سره ویلی شوچی په دغو کلونوکی دهیواد په معاصره ادبی حوزه کی په دری او پښتو ژبه داسی لیکوال ډګر ته راووتل چی نه یواځی ددغی دوری پیل کوونکی وو،بلکی همدغو کسانو په خپلو آثارو دغه دوره بډایه اوشتمنه کړه. امین افغانپورددغی دوری له دری ژبو لیکوالو لکه ډاکتراکرم عثمان، رهنورد زریاب، داوودفارانی، لطیف ناظمی، ببرک ارغند او داسی نورو نومیالوسره جوخت ددغی دوری د مخکښانو په شمیرکی راځی. تقریبا ټولودغو لیکوالوپه خپلو آثاروکی د ټولنیزریالیزم پیروی کوله، ددوی آثارپه دغو کلونو کی دټولنیزو ناخوالو، ظلم او استبداد دبربڼډولو اغیزمنه او روښانه هینداره وه چی دافغانی ټولنی دترخو حقایقو بربنډ تصویرونه یی په ګوته کول. کولی شو ووایو چی افغانپوردهمدی دوری د لومړنیو لنډوکیسه لیکونکو په سر کتار کی ځای درلود او دپښتو کیسه لیکنی ته یی نوی سا او نوی مضمون وروباخښه.

په دی توګه افغانپور دهیواد دنوی مترقی او بدلون غوښتونکی غورځنګ په پراخیدونکی بهیرورګډ شو او له داسی روښانفکره او دنویو اندیښنو لرونکو شخصیتونو سره یی اړیکی پیداشوی چی په ټولنیزو مبارزاتو کی دده لارښود او په ادبی غورزو پرزو کی یی تشویقونکی او هڅوونکی شول. او دا پخپله افغانپور ته ددی ډاډ ورکاوه چی خپل ادبی استعداد دخلکو په خدمت کی پریږدی او د خلکو دپیړیو کړاوونو، رنځونو او بدبختیو ترجمان شی او هغه ظلمونه، تیری او استبداد چی خلک یی له ژونده بیزاره کړی و په خپلو آثارو کی رسوا او بربنډ کړی. بی ځایه به نه وی چی ووایم دافغانپورد ټولنیزو مبارزاتو څرګند انعکاس ډیر ژر دده په کیسو کی ولیدل شواو دده دکیسو مضمون یی بډای کړ.

لکه چی پورته هم وویلی شو افغانپور دکیسه لیکنی کار په څلویښتمو کلونو کی تقریبا د خپلو ټولنیزو او سیاسی فعالیتونو سره جوخت پیل کړ.دغه کلونه دافغانپور لپاره د تجربی او مطالعی کلونه و، په همدی کلونو کی دی د نړی له سترو لیکوالولکه تورګنیف،تولستوی، بالزاک، ویکتورهوګو، چخوف،ماکسیم ګورکی او داسی نورو آثارو په څنګ کی دکوزی پښتونخوا له داستانی اوادبی تخلیقاتوسره هم آشنا شو او په ډیره تنده یی دغه آثار لوستل. که څه هم ده دکیسو لیکل لا ډیر کلونه پخوا پیل کړی و خولایی دخپلو کیسو لپاره سم استقامت نه و ټاکلی. دده لمړنی داستانی اثر د “مطرود” په نامه چی په دری ژبه یی لیکلی و، په ۱۳۴۲ کال کی دبدخشان په ورځپاڼه کی خپور شو.

افغانپور یو متعهد لیکوال و، ده ته دخلکو پرګنو ژوند، دهغوی کړه وړه، دود دستور، مینه او دوستی، کرکه اودښمنی، دظالمانو ظلم اوتیری، له دولتی زړی بیوروکراسی نه دپرګنو شکایت اوهغوی سره دځواکمنو او استثمارګرواستبدادی او ظالمانه چلند، هغه مفاهیم وو چی زموږدټولنی هر حساس روح یی ځانته متوجه کاوه نو افغانپور هم لکه دبل هر واقع بین او متعهد لیکوال په توګه دخلکو دغو رنځونو او ناخوالو ته، دهغوی مینی او دوستی ته، دهغوی خوښیو او غمونو ته دداستان ژبه ورکړه او دغه ترخه او خواږه حقایق یی دکیسوپه خوندوره ژبه خپلو لوستونکوته وړاندی کول.

دافغانپور دکیسو ژبه ډیره ساده او بی تکلفه ژبه ده، هغه په خپلو کیسو کی دخلکو په ژبه خبری کوی، او په هماغه ساده ژبه دوی ته خپله کیسه وایی.ځکه یی کیسو دخلکو په زړونو کی ځای پیداکړی. دده لنډی کیسی دڅلویښتمو او پنځوسمو لسیزو په کلونو کی دژوندون او پښتون ږغ په مجلو کی خپریدل او یا هم دراډیو افغانستان د بیلابیلو خپرونو له لاری خپریدل. دده د څو لنډو کیسو له مخی ټلویزیونی فلمونه هم جوړشوی چی په هماغه کلونو کی د ټلویزیون له لاری خپاره شوی هم دی.

دافغانپورد لنډوکیسولومړنی مجموعه د”موسکا” په نامه په کال۱۳۶۲کی دافغانستان دلیکوالو داتحادیی له خوا خپره شوه. ددغی مجموعی کیسی دهماغو کیسو له ډلی خوښی شوی دی چی لیکوال هغه په څلویښتمواو پنځوسموکلونو کی لیکلی و. “موسکا” دهمدغی مجموعی دکیسو نه هغه یوه کیسه ده چی په حقیقت کی یی افغانپورته دپښتوکیسه لیکونکی په توګه شهرت وګاټه . ددغی مجموعی په مقدمه کی چی دهیواد وتلی منتقد ښاغلی زرین انځورپه قلم کښل شوی، په دی باب داسی لولو: “که افغانپور هیڅ بله کومه کیسه هم نه وای لیکلی،نو یواځی همدا د “موسکا” په نامه دده لنډه کیسه بس وه چی دی دیوه پیاوړی اوتکړه کیسه لیکونکی په توګه وپیژندل شی.” همدارنگه دهیواد پیاوړی لیکوال غوث خیبری دلیکوال ددغی مجموعی په باب دخپل نظر دلیکلو په ترڅ کی داسی لیکلی و:” امین افغانپور دهیواد په لیکوالانو کی یوه پیژندل شوی څیره ده. که څه هم دادب په هره برخه کی ډیری لیکنی کوی،خو په کیسه لیکنو کی زیات شهرت لری او زیات خلک یی دیو ښه کیسه لیکونکی په توګه پیژنی. ترکومه ځایه چی ما په موسکا کی ولوستل نو ددی کیسو کرکټرونه چی دکیسو دشخصیتونو په نوم یادیږی، دظلم او ناروا په ضد رسا آوازونه باسی مبارزه کوی او بریالیتوب ته رسی”. یعنی دا چی افغانپور دهری پیښی په تمثیل کی خپل ټولنیز رسالت چی دیو هدفمند لیکوال سپیڅلی دنده ده له نظره نه غورزوی او پرځان لازمه بولی چی دټولنی پیښی دخپل رسالت په رڼاکی خپل اولس او ټولنی ته

                                    

وړاندی کړی. دلیکوال دغه احساس اودکیسو دلیکلو دغه شیوه دده دادبی کار په اوږدوکی له ورایه ښکاری. دلیکوال دکیسو

دوهمه مجموعه د “د څپوپروزرونو باندی” ترنامه بیاهم دلیکوالو داتحادیی له خوا خپره شوه.

افغانپور دلڼډو کیسو د لیکلو تر څنګ، د رمان په لیکلو هم لاس پوری کړ او په دی ډګرکی یی هم په صلاحیت سره ګامونه اوچت کړل. دده لومړنی داستانی اثر یارمان” په وزرونو سوی پتنګان “نومیږی چی دپنځوسمی لسیزی په لومړنیو کلونو کی یی لیکلی واو دهغه وخت دژوندون په مجله کی په پرله پسی ډول خپورشوی دی. په دغه اثر کی افغانپور دهغو ځوانانو دمبارزو او هلوځلو تصویر کښلی دی چی دظلم اواستبداد له جغ نه د زیارکښو پرګنودخلاصون په لاره کی یی ترسره کول، او د “خلکو دارمانونو سپیلنی” دافغانپور دویم رمان دی چی د کتاب په بڼه په ۱۳۶۴کال کی خًپور شو. دده زیاتی کیسی دراډیو افغانستان له څپو او یا دهیواد دمجلواو ورځپاڼو له لاری خپری شوی چی شمیر یی څه دپاسه دوه سوو ته رسی.

که دافغانپور دادبی فغالیتونو په نورو اړخونوهم نظر واچول شی نو دنړی دسترو او نامتو لیکوالو دآثارو ژباړی په باب هم باید څوکرښی ولیکلی شی. “…او په سپیدوکی دلته جوپتیاده” دهغه داستانی اثر نوم دی چی افغانپور په پنځوسموکلونو کی په پښتو ژباړلی و چی دغه اثر هم دژوندون په مجله کی په پرله پسی توګه خپورشوی دی. دده یوه بله ژباړه هم د”تږی مساپر” په نامه په ۱۳۷۰ کال کی په کابل کی چاپ او خپور شوی دی.

همدارنګه دداکترنجیب الله دواکمنۍ په کلونو کی دآلملن هیواد دګویته انستیتوت په نوښت څو پرله پسی ادبی غونډی جوړی شوی ، چی دهغو په ترڅ کی به داکرم عثمان په شمول افغانی کیسه لیکونکو خپلی تازه کیسی اوریدونکوته لوستلی. په دغو غونډوکی افغانپورهم خپلی څو کیسی ولوستی. دغه کیسی بیا دګویته انستیتوت له خوا دکتاب په بڼه خپورشو.

لکه چی پورته هم ولیکل شول افغانپور د ټولنیز ریالیزم د سبک پیروی کوله او په همدی اساس دده کیسی د ټولنی موجودو وافعیتونو انعکاس ګڼلی شو. دده دکیسو چاپیریال زموږ دهیواد کلی او ښارونه دی او موضوعګانی یی هم دظالم او مظلوم تر مینځ مقابله ښیی چی دکیسو دکرکټرونو پخپله ژبه بیانیږی. دده دلیکنو ژبه خوږه روانه او دادب له معیارونو سره برابره ده.

لڼډه دا چی افغانپور دڅلویښتموکلونوپه لومړیوکی هم دسیاسی فعالیتونو ډګرته ورودانګل، چی پیل یی له ښوونځی نه شوی و. دی دسیاسی فعالیتونوپه ټول بهیر کی دمبارزی په هماغومنل شویو اصولوولاړپاتی شو او په کومی ځانګړی ډلی اوکړی کی شامل نه شواو دجګړی په ټول دوران کی یی هم تل دسولی او دسوله ییزو هلوځلو ستاینه کوله او دروغی جوړی دسیاست په اډاڼه کی چی کوم سوله ییز بهیر روان شوی و، دهغه کلک ملاتړاو ددی بهیر دبری هیله مندو. په دغوکلونوکی دده لیکنی ددی خبری شاهدی ورکوی.

ژورنالیستیکی فعالیتونه:

لکه چی پورته هم ورته اشاره وشوه،افغانپور خپل مطبوعاتی فعالیتونه دراډیو افغانستان دروزنی په اداره کی په کارکولو سره پیل کړ. هغه په لو مړیو کلونو کی یعنی دڅلویښتمی لسیزی په کلونو کی دراډیو بیلابیلو پروګرامونو ته مطالب لیکل او یا هم پخپله ده دخینو پروګرامونو دجوړولو مسولیت په غاړه درلود. دی دکورنی ژوند د پروګرام بنسټ ایښودونکی و چی هره ورځ سهاروختی دراډیوله څپو خپریده او خورازیات مینه وال یی درلودل. سره له دی چی ددغه پروګرام متنونه یی لیکل نو دخپرونی مسوولیت یی هم ورپه غاړه و.

دهمدغو مسولیتونو په څنګ کی یی دهیواد په ورځپاڼو او مجلو کی لیکنی خپریدلی او له دغو رسنیو سره یی منظمه قلمی همکاری درلوده. دمطبوعاتی کارونو سره دهغه مینه دومره زیاته وه چی دداوود خان د جمهوریت له رامینځته کیدو لږه موده مخکی یی دیوی ادبی مجلی د خپرولودامتیاز دلاس ته راوړلو هلی ځلی پیل کړی. په دغه کار کی دهیواد دټکړه لیکوال اوادیب داکټر اکرم عثمان مرسته اوهمکاری ورسره وه. په نظر کی وه چی دغه مجله د ” آواز ” په نامه خپره شی. خو مخکی له دی چی خپره شی دشاهی نظام په نسکوریدوسره ددغی مجلی دخپریدوکارهم ترسره نه شو. د۵۷کال له پاڅون وروسته بیا دغی مجلی په همدی نامه د پښتون ږغ د مجلی ځای ونیو چی درادیوافغانستان اوافغانفلم دخپروونکی ارګان په نامه یی خپرونی کولی.

داوښتون وروسته افغانپور د رادیوافغانستان اوتلویزیون دبهرنیو اړیکو دلوی مدیر په توګه وټاکل شواو لڼډه موده پس یی بیا داطلاعاتواوکلتوروزارت دکلتوری معین په توګه کارته دوام ورکړ.

له کومه ځایه چی ده له ژورنالیستی کارونوسره زیاته مینه درلوده نو بیا دهیواد دورځپاڼی رییس وټاکل شو. چی ډیرکلونه یی دغه    

ورځپاڼه په صلاحیت سره وچلوله، ورپسی بیا راډیوافغانستان ته لاړاو درادیوټلویزیون دمفسرینواداری درییس په توګه په کاربوخت شو. له هغه ځایه بیا دپیام ورځپاڼی دمرستیال په دندی وګمارل شو او په دی ورځپاڼه کی له څو کلونو کاروروسته یوځل بیا دهیواد دورځپاڼی رییس وټاکل شو چی بیاد جهادیانو ترواکمن کیدو پوری په دی دنده کی پاتی شو. دمجاهدینو په وخت کی دکاره لری شو خو څه موده وروسته بیا وروبلل شو او دیو مقام وړاندیز ورته وشو خو ده ونه مانه او په خپلو لیکنو یی اکتفاوکړه او په کورکی پاته شو. دتنظیمی ګډوډیو او خپل منځی جګړو په کلونوکی که څه هم دژوند لپاره شرایط ډیر خراب شول او له همدی امله ډیر خلک له هیواده مهاجرشول خو افغانپورله هیواده بهر نه شو او خپلو لیکنوته یی دوام ورکړاوقلم یی له ځانه لری نه کړ. په همدغو کلونوکی یی د یورومان په لیکلو پیل کړی و چی له بده مرغه دهغه لیکل نیمګړی پاتی شو، ځکه ده ته سخته ناروغی ورپیښه شوه چی نوریی دلیکلو مجال پیدانشوکړی.

امین افغانپور لکه هماغسی چی یو ښه لیکوال او تکړه صحافی و نو په هماغه انداره دیو نرم او عالی کرکټر اود انسانی ښو خصلتونو لرونکی انسان هم و. هغه له خپلو خلکو او هیواد سره ډیره مینه درلوده چی دغه حقیقت دده په ټولو لیکنو او آثارو کی له ورایه ترسترګو کیږی. هغه نرم خوی درلود او له دوستانو او هیوادوالو سره یی په مینه چلند کاوه، ددوستانو په جلبولو او دمینه والو په موندلو کی یی لوی لاس درلود . له ده سره مجلس ډیر خوندور و. په خبروکی یی هرومرو ټوکی اوټکالی هم وی او دایی دهماغه کرکټر یوپه زړه پوری اړخ و چی دهر چابه خوښیده او دده مینه وال یی زیاتول. له همدی امله یی زیات دوستان درلودل او له هغو سره به یی مدام ناسته ولاړه کوله.

ساده اوبی تکلفه ژوندیی درلود او ترپایه پوری یی همدغه شیوه پری نښوده.هرچا چی له ده سره ناسته ولاړه کړی او دده هراړخیز شخصیت یی پیژندلی پیداکړی نو بیا یی ده ته اخلاص او ارادت پیداشوی . نوځکه یی بیشمیره ملکری اودوستان درلودل چی تراوسه پوری یی له خپلو خاطروسره یادوی او دهغه یاد ته درناوی څرګندوی.

ماډیری هڅی وکړی چی دده له ملګرو اودوستانو سره په زیاته شمیره کی اړیکی ونیسم او له هغوی نه هیله وکړم چی دده په اړه دځینو خاطرواو یادونو څوکرښی ولیکی چی دلته یی لوستونکوته وړاندی کړم، خو له ټولو سره دتماس امکان راته میسر نه شو، نو دیو څوتنو ملګرو او دوستانو ځنی خاطری چی دوی کښلی وی زماپه واک کی یی راکړی چی دلته یی رانقلوم:

محترم اسمعیل محشور دهیواد دترقی غوښتونکی وطنپال غورځنګ یو سابقه لرونکی سیاسی کارکن او تکړه ژورنالیست دارواښادافغانپورپه باب خپله خاطره اودهغه یاد داسی انځوروی:

“هره ورځ په زرګونه وګړی مری او په زرګونه نور زیږی. ددغو تلونکو اوراتلونکو په مینځ کی یوڅوتنه کیدی شی دخپلو انسانی کړو وړو له امله خپل یاد اونوم تلپاتی کړی. امین افغانپور دهمدی شمیری په ډله کی راتلی شی.

له افغانپورسره لومړی ځل د۱۳۴۵کال چی دعقرب د دریمی ورځی د پیښی تلین نمانځل کیده، یعنی ۴۷کاله پخوامخامخ شوم .په دغه ورځ له یوپراخ لاریون وروسته دمیوند څلی ته څیرمه چی کومه غونډه جوړه شوی وه، ما په هغی غونډه کی دوینالپاره دخپل وار رسیدوته انتظارایسته چی یوځوان رانژدی شو او په ډیر ادب او په مهذب انداز یی یوکاغذ په لاس کی راکړ او ویی ویل که دی خوښه شوه نودغه شعر دی هم په ویناکی ځای کړه. په کاغذ کی دغه بیت زماترسترګوشو:

ملګروای خورو وروملګرو، ویریږم چی ناښادبه شۍ دزمانی دتوپانو مخی ته که سره یو نشۍ، نوبربادبه شۍ

دغه شعر مانه یواځی په هغی غونډه کی بیایبا ولوست،بلکی په راتلونکودغسی غونډوکی زمادوینا یوه برخه ګرځیدلی وه. خوماته مهمه خبره په هغه وخت کی داوه چی هغه ځوان چی دغه شعریی ماته راکړی و، وپیژنم چی څوک و. ډیره موده تیره شوه او مابیاهغه ونه لید. ښایسته ډیره موده وروسته ماته دنده وسپارله شوه چی داستقلال دلیسی له ګوندی فعالینوسره اړیکی ونیسم او

دهغوی فعالیتونه تنظیم کړم، نو له دی سره دهغی لیسی دځوانانودنومونو یو فهرست هم راکړشو. کله چی بیا ما په فهرست کی

شاملوځوانانو سره ولیدل نو هغه ځوان می هم پکی ولید چی هغه ورځ یی ماته هغه شعرراسپارلی و او ایله پوه شوم چی دهغه نوم امین افغانپوردی.

دڅلویښتموکلونولسیزه دځوانانو دتودوغورزوپرزو، دحیرانوونکو پیښولرونکولسیزه، دغورځنګونو او پاڅونونودغوړیدنی لسیزه وه. ددغوغورځنګونواساسی بنیادونه په پوهنتون ، ښونځیو اوپارلمان کی و، هرڅومره چی دغه غورځنګونه پراخیدل، محافظه کارانوهم دهغی په وړاندی عکس العمل ښوده. افغانپور هم ددغه غورځنګ په لومړیوپوړیو کی دهماغومحافظه کارانو دقهراوغوسی قربانی شواو په ښوونځی کی له زده کړی بی برخی کړی شو. (ددی پیښی او له هغه وروسته چی کوم فعالیتونه افغانپور ترسره کړی، ددی لیکنی په پورتنی برخه کی راغلی چی دلته یی له تکراره ډډه کوم-لیکوال)

زه اوافغانپورپه ډیروبرخوکی دیوفکرخاوندان و، موږاکثره لیده کاته درلودل او خبری به موکولی. هغه ډیرآرام،صمیمی اومهربانه کرکټردرلود. لږغږیده،خوډیرښه غږیده. داهغه وخت و چی نور دی دپښتوژبی په یو پیاوړی کیسه لیکونکی بدل شوی و.

دافغانپوردشخصیت بله ځانګړتیا ساده خوله استغناډک ژوندو. هغه خپل شخصی کورنه درلود او ډیرکلونه په کرایی کورونو کی اوسیده. کله چی ما په پغمان کی دولتی دنده درلوده نودی به زمالیدوته هلته راته. رمااستوګنه په دولتی کورکی وه، نو یوه ورځ می ده ته وړاندیز وکړچی څومیاشتی دی دغلته له ماسره استوګن شی، نو هم به په آرامه کی دلیکنی کار پرمخ بیایی اوهم به دکورله کرایی خلاص وی . ددی خبری په اوریدو یی په کلکه راته وویل چی داکار نه کوم خوکه بیا دی داخبره تکرارکړه نوربه دی لیدوته هم رانشم.

کله چی جهادیانو دولتی واک ترلاسه کړ، ټولو ته ژوند سخت شو اوډیر خلک دهیواد پریښودوته اړایستل شول. خوافغانپورله ځایه ونه خوځید. هغه دننه په هیوادکی هغه کړاو پرځان ومانه او له هیواده مهاجرنشو. ماپه ډیره خواشینی دده دمړینی خبر په مهاجرت کی ترلاسه کړاو له اوښکوتویولواوآسویلیو له ایستلوپرته می نورڅه په توان کی نه وچی خپل دغه عزیزاوملګری ته یی ډالۍ کړم. روح دی ښاداویاد دی یی تل تازه اوسی.”