کبرا حبيب مظهري، د ښځو د نهضت له مخکښانو څخه: سهیلا حسرت نظیمی

ډاکټره کبرا حبيب مظهري شاعره، ليکواله او کره کتونکې ده.
کبرا مظهري د مرحوم سید مظهرالحق حسیني لور ده د نسب سلسله یې سید علي ترمذي ته رسېږي چې د نوموتي افغان علمي شخصیت او سیاستوال سید جمال الدین افغان نسبي رشته هم له همدې کورنۍ پورې اړه لري.
د ډاکتر کبرا مظهري مور او پلار دواړه لوستي خلک وه له همدې امله نوموړې درس او تعلیم ته زیاته تشویق او وهڅول شوه
اغلې کبرا په ۱۳۵۰ کال د الائي له لېسې فارغه شوې او د دارالمعلمين له زده کړو وروسته يې لوړې زده کړې په هندوستان کې کړي دي.
لا اتلس کلنه نه وه چې د ننگرهار د خلکو د اعتماد وړ شوه او په ۱۳۴۴ زيږديز کال يې د دوی په غوښتنه ځان شورا ته کانديد کړ. خو د عمر د کموالي له امله، سره له دې چې د بري رايې يې ترلاسه کړې هم وې، شورا ته و نه منل شوه.


کبرا حبيب مظهری د افغانستان د علومو اکاډيمۍ غړې وه او په معارف کې يې هم کار کړی دی. دا د پښتو ادب ته د خدمت تر خوا په مطبوعاتو کې فعاله وه. د علومو په اکاډيمۍ کې د زيري د مجلې غړې او د پوهنې په وزارت کې د عرفان د مجلې مسؤله مديره وه.
ډاکټرې کبرا حبيب مظهري په ډهېلي کې د جامعيه مليه اسلاميه پوهنتون د ماسټرۍ (MA) زده کړو د پروگرام لپاره د بورډ يا د کانکور آزموينې وروسته همدې پوهنتون ته منل شوې او بيا په ۸ د مۍ، ۱۹۹۱ ز. کال کې يې له نوموړي پوهنتون نه د ماسټرۍ بريليک ترلاسه کړی. تر دې وروسته يې د مافوق ماسټرۍ (M.phil) زده کړې د جواهر لال نهرو پوهنتون کې بشپړې کړي او په ۱۹۹۲ ز. کال کې يې خپل بريليک اخيستی. تر هغه وروسته يې د دکتورا (ph.D) تکل وکړ او په ۱۹۹۷ ز. کال کې يې د همدې پوهنتون، د ادبياتو د پوهنځي نه د ادبي کره کتنې په برخه کې خپله دکتورا لاس ته راوړې.

په افغانستان کې د کبرا مظهري گڼ شمېر کتابونه چاپ شوي، چې نوملړ يې دا دی:
1.
برېښناد افغاني ټولنې په اړه د لنډو کيسو ټولگه
2.
سپوږمۍ (ناول) – يو افغانی ناول
3.
د زړه وينېشعري مجموعه
4.
لمبېشعري مجموعه
5.
توپاني څپېشعري مجموعه
6.
منزلونه او ټکرونهشعري مجموعه
7.
څو څېړنېد ليکوالې د بېلابېلو څېړنو ټولگه چې په ملي او نړېوالو سيمينارونو او کنفرانسونو کې وړاندې شوي
8.
پښتنې ليکوالې او شاعرانېپه دوه ټوکو کې خپره شوې د پښتني ښځينه شاعرانو او ليکوالانو تذکره
9.
په پښتني فرهنگ کې د ښځو د ژوند انعکاسيو څېړنيز اثر
10.
زنده گي و اشعار استاد خليليد دري ژبي شاعر خليل الله خليلي ژوندليک
11.
نقد اشعار خليليد دري ژبې شاعر خليل الله خليلي پر شعرونو کره کتنه
12.
شمع از تاريخ معاصر افغانستاند افغانستان په اړه تاريخي اثر
13.
آهپه دري ژبه د نثرونو مجموعه
14.
پښتو لنډۍپه انگرېزي ژبه د پښتو لنډيو په باب څېړنه
15.
ډولۍپه پښتو ژبه د لنډو کيسو ټولگه
16.
غوړگهپښتو ناول
17.
اندېښمنه ډالۍپه پښتو ژبه د نثرونو مجموعه
18.
اکو بکود ماشومانو لپاره د روزنيزو ادبياتو مجموعه

معلومات؛ د ويکيپيديا او زرلښت له انترنتي پاڼو او شخصي پېژندنې څخه