: په تخارکې ۳۷ نجونې د انګریزي او کمپيوټر له زده کړو برخمنې شوې

شاگردان یکی از لیسه های تالقان

خبریال:   زلمی اشنا.

نېټه    :   یکشنببې، د ۲۰۱۱ کال د جولای ۳مه.

په تخار ولايت کې يو شمېر بېوزلو نجونو ته چې په بازار کې د زده کړې توان نه لري د کمپيوټر او انګریزي  ژبې زده کړې ورکول کېږي. دغه زده کړې د تالقانو ښار اړوند د بي بي حوا، بي بي مریم، نمبراول او د بي بي حاجرې د لېسې  نجونو ته د افغانستان وړتیا لوړول او پراختیا یا (سي، بي، دي، یو) موسسې له لوري برابرې شوې دي. د نمبراول د لېسې يوې  زده کوونکې نرګس د شمال بیان راډیو ته وويل، چې په دغه ولايت کې اوس هم د پخوانيو دودونو له امله نجونې نه شي کولاى عصري زده کړې وکړي او په دفترونو کې دندې ترسره کړي. نو له همدغه امله دغه کورس د دوى لپاره ډېر مهم دی: «د لته د کامپیوټر د زده کولو لپاره راغلې یم. هربرخې کې د کامپیوټرزده کړه مهمه ده، زموږ لپاره چې  له ښونځي څخه فارغیږو ډېرمهم دي. مخکې مو ستونزې زیاتې وې، اقتصادي ستونزې، او کورنۍ هم اجازه نه راکوله چې په بازار کې زده کړې وکړم، او س چې د ښځو چارو ریاست کې دغه زده کړې پیل شوي موړ کولی شو چې په استانۍ سره زده کړې وکړو.»


نوموړې وايي، چې په دغه ولايت کې لوستو ښځينه وو ته زياته اړتيا ده، څو له دې لارې نجونې هم وکولاى شي د هلکانو ترڅنګ لوړې زده کړې ترلاسه کړي. په تالقانوکې د (سي، بي، دي، یو) موسسې سیمه ییز دفتر مشر سیاوش فرهت وايي چې په دغه کورس کې به له د دولسم ټولګي څخه خلاص شوي۶۰ کسه نجونې شاملې شي؛ خو هغه وايي چې تراوسه یې د زده کونکو شمېر ۳۷کسانو ته رسیدلي. سیاوش فرهت وايي  دوی هڅه کوي چې بیوزلو نجونو ته په دغه کورس کې د زده کړې چانس ورکړي او د زده کړې په پای کې ورته د کار روزګار زمینه هم برابره کړي: «د دې زده په پای کې موږ دوی ته د (سي،وي) یا ژوندلیکونو جوړولو، د غوښتنلیکونو جوړولو او په انیرنېټ کې د کارموندولو د لارو چارو، په هکله دوی ته پوره مالومات ورکوو. سربېره پردې موږ دوی ځینو موسسو او انجوګانو ته ور پېژنو چې د کمپیوټر په برخو کې دندې تر لاسه کړي.»
نوموړی وايي دغه زده کړې به شپږ میاشتې دوام وکړي چې په دې موده کې زده کونکي د کمپیوټر او انکریزي ژبې په برخوکې پوره مسلکي وړتیاوې تر لاسه کړي. د دغې موسسې د ارزونو له مخې د تخار په ولسوالیو کې د ښونې او روزنې ستونزې د مرکز په پرتله څو برابره زیاتې دي، له دې کلبه دوی هڅه کوي چې په نزدې راتلونکي کې د دغه ډول زده کړو لړۍ لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته هم و غزوي؛ څو کلیوالي نجونې هم د کمپیوټر او انګریزې ژبې له زده کړې برخمنې شي.