د افغاني فرهنګیانو په ژوندون ستاینه او یادونه
قدرمن فرهنګي شخصیت ښاغلی عمر ننګیار .
د ګران او منلي فرهنګي او ټولنیز شخصیت ښاغلي عمر ننګیار له نوم سره افغاني فرهنګي ټولنې بشپړه پېژندګلوي لري چې څه نا څه نیمه پېړۍ یې د هنر او ادبیات له لارې د یو غوره طنز لیکوونکي، ژباړن ،ممثل،فلم جوړونکي او د ښه قلم خاوند په توګه د قدر وړ خدمتونه کړي او ښایي له همدې امله به و چې په روسیه کې د افغانانو د ملي-فرهنګي پیوستون ټولنې د فعالینو په نوښت د افغانستان د دغه پېژندل شوی طنز لیکوال محمد عمر ننګيار د نيمې پېړۍ فرهنګي خدمتونو قدر او ستاینه تېره يکشنبه د سپټمبر میاشتې پر ۱۵ نېټه په مسکو کې د يوې پرتمینې غونډې په ترڅ کې تر سره شوه.
په غونډه کې افغان او روسي فرهنګيانو ، فرهنګپالو او د ښاغلي ننګیار د هنر او شخصیت ګڼ شمیر مینه والو برخه درلوده.
ويناوالو په خپل نوبت د ښاغلي ننګیار د فرهنګي خدمتونو پر اړخونو خبرې وکړې. ښاغلو شکرالله رحماني، ډاکتر شېرحسن حسن، ډاکتر شاه محمد ګویا، رحمت الله روند ، اغلې آسماء توریالۍ، ډاکتر شاه سلطان عاکفي او سیف الله لاروي له ښاغلي ننګیار سره د مشترکو فرهنګي کارونو او د مسکو مېشتو افغانانو د فرهنګي پیوستون لپاره یې د هغه د هڅو خاطرې يادې کړې. د روسيې وتلي شاعر ښاغلي خاندیکوف ښاغلی ننګیار د داسې يو نږدې او مینه ناک دوست په توګه ياد کړ او وویې ویل چې دده سره د دوستۍ او ملګرتوب له برکته یې له افغاني فرهنګ سره د پېژندنې لاره وموندله.
غونډې ته له بهر څخه یو شمېر فرهنګی شخصیتونو او د ښاغلي ننګیار فرهنګي ملګرو او همکارانو هر یو ښاغلي لطیف ناظمي، آغلې زرغونه عطا ژواک ، ښاغلي يوسف هیواد دوست،آغلې ماریا دارو ،ښاغلي اسماعیل فروغي ، ښاغلي سرګې انتیپوف، ښاغلي ولادیمیر سیلکین او آغلې خورشیده همراقولوا پیغامونه او ستاینلیکونه هم واورول شول.
د روسې د دنباس د سیمې وتلې سندرغاړې لاریسې سوپرفین ، او افغان هنرمندانو نسیم سحر، شکرالله رحماني او سفر صدیق ښکلې او په زړه پورې سندې اجرا کړې .
په پای کې ښاغلی ننګیار له ټولو دوستانو مننه وکړه او خوښي یې وښوده چې زموږ هيوادوالو په ژوند د خپلو فرهنګيانو د قدردانۍ نوښت پیدا کړی دی.
له ډنمارک څخه د افغان غږ راډیو تلویزیون اداره ګران فرهنګي دوست او ورور ننګیار صاحب ته د پاک الله له دربار څخه د بشپړې روغتیا او لا بريو هیله کوي .
ننګیار صاحب عمر دې ډېر شه
(یوسف هېواددوست- افغان غږ راډیو تلویزیون-ډنمارک )