قدر منو دوستانو! هیله ده د طـنـز او طـنـز لیکنې په اړونــد تـیـرې درې برخــې مــو پــه غــور تر نــظر تــیــرې کــړې وي : عـــمـــر نــنــگــیــار

  کتاب  کمیک عمر ننگیار قد ر منو دوستانو! هیله ده د طنز او طنز لیکنې په اړوند تیرې درې برخې مو په غور تر نظر تیرې کړې وي ، دا دې څلورمه او ورستیٔ برخه یی تاسې ته وړاندې کوم هیله ده د دې برخې مینه وال د یو ادبي چانړیز بحث په ترڅ کې پورتنیٔ خبری و شاربي . په تیره د طنز او طنزپیژندنې اکاډمیکو دوستانوڅخه هیله مند یم چې د ځپلو بدایو پوهاوي په مټ دا نیمګړې بحث بډاې کړي .

پوښتنه : د پښتو طنز لپاره هم په نثر او هم په نظم کې د معاصرې دورې دوهمه نیمایي ښه د غوړیدو دوره وه، ډیرو لیکوالو او شاعرانو په بره او کوزه پښتونخوا کې په ځانګړي توګه د نثر په چوکاټ کې طنزیه آثار تخلیق کړل . ستاسې په اندپه معاصره دوره کې کومو لیکوالواو شاعرانو خپل شعرونه په طنز وپسولل . مهرباني وکړئ د هغوی د شعرونو بیلګې راته په ګوته کړئ؟

ځواب :

د پښتو په ادبي بهیرکې طنز یو ځوان ادبي هنري ژانر دی چې زمونږ په هیواد کې یې نژدی شپږ

لسیزی او په کوز ه پو ښتونخوا کې یې عمر څه اوږد بر یښي . د (۱۳۴۰) لمریز کلونو راپدی خوا

زمونږ وطنپال لیکوال او شا عران لکه خدای بخښلی ګل پاچا الفت دیو وتلي لیکو ال او شاعر په توگه

پیژنم په پنځوسمو کلونو کې خدای بخښلی عبدالمننا ن ملګری . ښا غلی میرعلي و طن دوست .

عزتمند دوست ښاغلی کا تب پا څون چې په نظم او نثر کې یې ښا یسته طنزي لیکنی مو نږ لوستی دي

په شپیتمو کلو نو کې دطنز لیکنی فر هنگ ښه وغزیده ډیر شمیر لیکوالو په دې برخه کې ځان راو پیژند

لکه : میر زا علم حمیدي . دا کتر واحد نظري . ښاغلی محمود نظري . پوهنمل طلا حبیب زی او ما هم

په همدغو کلو نو کې څه ماتی ګوډی دطنز د سر لیک لاندی لیکلی دي . پا تی دې نوي ښایي په پورتنیو کلونو کې به نورو ښاغلو لیکوالو هم طنزي لیکنی کړ ی وي که ما یې لیکنی نه وي لوستی بخښنه

غواړم .

پوښتنه : په یو شمیر ادبي ژانرونو کې په ځانګړي توګه په لنډوکیسو، ناولو، ډرامو او تمثیلي پارچو کې د خوند او رنګ پیدا کولو لپاره په پراخه پیمانه له طنز څخه کار اخیستل کیږي. تاسې دا کار څه ډول څیړئ؟

ځواب :

دطنز ګو ډګری خو همدا ده کله چې په هر هنري ادبي اثر کې چې لیکو ال او هنرمند غو ښتی

وي چې خپله موخه دطنز په ژبه تر سره کړي هغه اغیز مند کیږي . په زړونو کیښني ؛ ماغزه روښانه

کوي او مطلب لوستونکو ته دمنلو و ړ ګرځوي نو ځکه خو ډیر ځلی د لنډو کیسو ؛ نا ولونو ؛ ډرامو

او تمثیلي پارچو لیکوال په خپلو هستونکو کې طنزي تو منو څخه ګټه پورته کوي.

پوښتنه : ستاسې په یوه طنز کې چې د (ځه چې ځو) په نامه یادیږي او په مسکو کې مو لیکلې دی، د افغانانو دردونه، ستونزې، ناخوالې په کې انعکاس موندلای دی. د دغه طنز د لیکلو انګیزه او لامل څه و؟

ځواب :

زما په اند شاعر ؛ لیکو ال او هنر مند دا چې د ظریفو ا حسا سا تو او عواطفو خاوند دی دخپلې

ټولنی دردونه ؛ ستو نزی او نا خوالی دنورو وګړو په پرتله ژور او روښانه ویني او تری اغیز مند

کیږي او بیا په شعر ؛داستان ؛ انځور یځو هنرونو کې ؛ د تیا تر په نندارو کې هر یو یې په خپل اړونو

او تک لورو پخلی کوي او ټولنی ته یی وړاندی کوي ؛ ځما دغه طنز ته ورته لیکنی هم دلته په روسیه کې زمونږ د ګډوال ژوندانه یوه ریښتنې هنري بیان دی چې ما غو ښتی دي دلته زمو نږ دوطنوالو

ستونزی د طنز په ژبه انځور کړ م .

پوښتنه : همداسې ستاسې په یوه بل طنز کې چې د (دا سړی په څه دی) په نوم یادیږي . انورشاه د یو کلیوال ساده سړي خو د لوړو زده کړو خاوند په توګه د خپل طنز د قهرمان په توګه انځور کړې دی .دی د مترقي او علمي اثارو په لوستلو دې نتیجې ته رسیږي چې په خپل هیواد کې خپلو خلکو ته خدمت وکړي، خو کله چې دی مقام او دولتي قدرت ته رسیږي ټولې خپلې موخې او هیلې هیروي . ستاسې په اند په داسې حالاتو کې کوم فاکتورونه دی دې ته اړ باسي چې په ناوړه توګه د قدرت نه استفاده وکړي؟

ځواب :

( په ده څه شوی دي ؟ ) په نامه طنز کی هغه بدله څیره چې د لوید یز د فرهنګ د یرغل ښکا ر

شویدی او اوس یې کړه وړه چاپیر یال دکوره نیولی تر کار ځایه ټو ل هک پک کړي ان تر دې جې

کورنیی ګومان کوي چې چا پری کوډی کړی دي .( دی خو داسی نه وو ‌‌‌!) ‌ هو دا ګوډی هماغه د پردي فر هنگ دود او دستور په جامه کې نا موزونه راوتل دي چې ټولنه یې د سالم عنصر په تو گه

نه مني او پر ی ملنډ ی وهي ؛ دا څیرې زمونږ په ټولنه کې لږی نه دي .

پوښتنه : په هیواد کې د ننه او بهر په رایو او تلویزون کې یو شمیر طنزي برنامې خپریږي، تاسې په دې اړه څه نظر لرئ؟ او د رادیو او تلویزون د یوپخواني او آزمویلي غړي په توګه کومې لارښونې او سپارښتونه لرئ؟

ځواب :

هو ؛ په هیواد کې د ننه او بهر تلویزوني خپرونو کې خند ني او تفریحي خپرونې دخلکو دورځنی

ستړ یاوو د دمه کولو په غرض خپریږي ؛ هلته ډ یر ځلی دهنرمند موخه د خلکو خندول دي

او کله هم دخندا سره ډیر لږ سکنډ ل هم ملګری وي چې دطنز پولی ته رانژدی کیږي ؛ بله دا چې دغه

ټوکی او مسخری په لویدیزی ټو لنی کې دخپل ولس د اروح پوهنی او فرهنگي ارزښتونو سره په

انډ ولتیا خپریږ ي ؛ خو دبده مرغه زمو ږ په ځوانو تلو یزوني خپرونو کې دا اصل د نه پا م کې نیول

د ابتذ ال پولی ته رسیږي او دهجو او هزل د بازار متاع ګرځي ؛ په داسې حال کې چې طنز یو

ظریف هنر دی چې دبې خوندو ټوکو او سپکو فکاهیو څخه پا ک او منزه دی ؛ د طنز خندا سړی

خند وی او بیا یی نا خوالو ته سترګی پرانیسی او فکر کولو ته یی ا ړ باسی . هیله ده چی زمونږ ه

تلویزوني انتقا دي خپرونی په ښه هنري انداز یا دی شوی ط

نزی تومنی ولري

پوښتنه : زموږ په هیواد کې طنزي آثار د خپلو ځانګړو مزایاوو او په خلکو یې د اغیز زیاتې کچې په درلودلو سره بیا هم په پښتو ادب کې څنګه چې لازمه ده خپل ځای نه دی موندلای . ستاسې په اند د دې لامل دک و دلیل څه دی؟ تاسې د یو ښه طنز لیکونکي په توګه په دې اړه څه لارښونې لرئ؟

ځواب :

طنز او طنزي لیکنی د خپلو تعریفا تو په پام کې نیولو سره زمونږ په هیواد کې خو لا پریږده په

سیمه کې ډیر اوږد عمر نه لري ؛ په تیره بیا د پښتو په ادبي بهیر کې خو ډیر ځوان دی ؛ هلته کو زه

پښتو نخوا کې یې ځینی سړیکی یې تر ستر ګو شوی دي خو هغسې چې نننی تعریفا ت او قاعدی

یې غواړی چندانی ور سره سمون نه لري .دا چې ولې طنز دپشتو په ادب کې ځای نه دی موندلی ؛ زما

په اند طنز هغسې چی ښایي ټولنی ته تر اوسه نه دی ور پیژ ند ل شوی ؛ دلیکوالو په اتحا دیو او

نورو ادبي کړیو په فعا لیتونو کې څرنګه چې شعر ؛ لنډه کیسه ؛ او نورو بر خو لوستو او اور یدو

غونډی او بنډارونه جوړیږی او په رسنو کې خپریږی طنز ورنه بې برخی دی ؛ هیله ده چې

دننه په هیواد کې او بهر دې نیمگړتیا ته ادبي اوهنري کړی سترګی پر انیسي .

پوښتنه : تاسې ديو طنز لیکونکي په توګه زموږ د هیواد اوسنی سياسي، تاريخي اوکړکيچن حالات څنګه څيړئ، اوزموږ لیکوالو او طنز لیکونو ته چې د هیواد هر پدیده یوه سوژه ده څه وړانديزونه لرئ؟

ځواب :

دهیواد روان کړکیچنی جاری لویه غمیزه ده چې د ګا ونډ یو او لیرو پرتو هیوادو د سیا ستو نو په تقابل

کې د خپل ستراتیژ یک موقعیت په درلودلو سره زمونږ په هیواد او خلکو تپل شوی دی او دا دی هر ه

ورځ تری قر با نی اخلي . دهیواد هر وطنپا ل بچی ته ښایي چې په هر شان چې کولای شي د دغی

ناوړین د ماهیت څر نګوالی اوکورني او باندني لوبغا ړي خلکو ته ور وپیژني ؛ لیکوال ؛ شاعر ؛

انځور ګر ؛ طنز لیکونکی او سنیما ګر او نو ر د پورتنی موخی له پاره ډیری سوژی موند لی شي

چې په خپل ادبي او هنري وړتیا یې وروزي او دخلکو زړونو ته یی ورسوي .

پوښتنه : ستاسې پيغام د يو ليکوال په توګه دلر او بر پښتونخوا او په بهر کې ځوانو ليکوالو ، شاعرانو او طنز لیکونکو ته څه دی؟

ځواب :

زه دځوانو لیکوالو څخه چې په هیواد کې میشت دي او که جلا وطنه دي غواړم تر لیکلو د مخه

لوستلو ته لیوال شي ؛ په لوستلو پوهه بډایه کیږي او کله چې یې د پوهی په گاڼی ځان سینګار کړ بیا

یې د قلم څخه مرغلری څا څي ؛ لوستل پای نه لري. زما په اند ډیر لوستل لږ لیکل به ښه وي .

پای