انسانان د خپل ژوندانه په اوږدو کې د څو څيزونو سره څنګ په څنګ شپې صبا کوی او د هغو نه يې شليدنه نه شته، غم، ښادي، خپګان، خوښي ، ناروغي او مړينه دا ټول د انسانانو سره کور په صحرا مل وي. خو دغو پيښو ته د انسانانو غبرګون د هغو د ټولنيز و موقعيتونو د ځرنګوالی سره ټراو لري، که مونږ کلې، بانډې او نورو وړوکو ټولنو ته پام واړوو، راته به جوته شي چې هلته د يو په غم کې تول غمجن دي او په خوښی کې يی ټول ځانونه خوښ وينی، د مړي ژړا په ټولو ده او د خوښيو په ښادی کې ټول ګډيږی، د روغ ، رنځور تپوس د خلکو دود او دستور دی، چی د دې ټولو په کړو څوک پر بل منت نه اچوی. په کړنه يی خپل دوديز فرض تر سره کوي او په نه رسيدو يی ټولنيز تړون له مخې ملامتيا ګټي.
خو کله چی ښارې ژوند ته مخه شي د انسانانو تر منځ د خواخوږی او يو بل ته په دوديز ډول رسيدل، غم او ښادی په شريکه پالل ، ددی ټولو اړيکو مزی سستيږی او کرار کرار يواځی د کورنيو او نژدی دوستانو تر منځ دغه پالنه النه تر سترګو کيدای شی. ټولنپوهان وايی: همدغه ښاری پيکه شوی وګړي کله چی د سياسي ، اقتصادي لاملونو له مخې د خپل هيواد نه کډه شی او په نورو هيوادو کې کډوال ژوند خپل کړې، که څه هم د بيلا بيلو سياسي فکري سليقو ، ژبني او قومي توپيرونو درلودنکې وی هلته بيا په طبعي ډول دوی سره خواږه کيږی ، دا ځکه چې په پردي هېواد کې دوی د پردي
فرهنګ، ژبی او قانون سره دپرديتوب ګډه ستونزه لري، دوی په خپل ورځني ژوند کې خامخا يوبل ته اړ وي نو ځکه خو غم او ښادي ، روغ او رنځور په خپلو کې تيڼګ پالی او په ستونزو کې يو بل ته اوږه ورکوي او د خپلو ګډو ټولنيزو ستونزو د ليری کولو په موخه اړوځی چې د خپل کډوال ژوندانه د سمون له پاره خپلی ټولنيزی او فرهنګی ټولنی جوړی کړی چې ددغو ټولنو له لاری د خپلو ستونزو د لېری کولو په څنګ کې خپل ژبني او فرهنګي ارزښتونو په ساتلو سره خپل ملی هويت او تاريخي وياړونه خپل راکډوال شوي نوی نسل ته ميراث کړي او صبا ورځې د بی هويتۍ له خطر څخه يی وژغوري.
دغه هیوادپاله موخه په طبعی ډول د ملتونو د فکری او فرهنګی کچې سره په تناسب کې ترسره کیږی، که مونږ په راکډوال شوی هیواد کې د نورو ملتونو کډوال شوی وګړو تولنیزې کړی تر نظر تیر کړو او هغوی د تولنیز او فرهنګی پر مختک پر بنست یو د بله سره پرتله کړو را ته به جوته شې چې د هغه ملت ټولنیزه کړی چې بډای فرهنګی بستر لری د غریب فرهنګی بستر لرونکی ملت ټولنیزی کړی په پرتله پخپلو کې د کډوال ژوندانه د چارور په سمبالښت کې لږی ستونزی لری ، دوی که څه هم بیلابیل سیاسي او فکري سلیقې لرې خو د خپلو صنفي ګټو د لاس ته راولو لپاره پرته د تاو تریخوالې، سره اوږه ورکوی او خپله ستونزه له مخې لرې باسې ، خو دویمه ډله چې د ټیتی ټولنیزې ودې او غریبې فرهنګي کچې درلودونکې ده، د بده مرغه د خپل ټولنیز او فرهنګي چارو د سمبالښت په لړ کې په خپلو کې سیاسي ترپګنی ، فکرې سلیقو بیل والی او ځانځانی په لومړی ګام کې مخې ته ږدی چې په دی توګه به ستونزه بله ستونزه ډیریږي او د دوې اصلې موخه چې خپل د کډوال ژوندانه د ستونزو لپاره د حل لارې چارې دې په ځای پاتې کیږي او په خپلو کې د بیلابیلو سیاسي، قومي ژبني او منطقوي توپیرونو پر بنست د مبارزې نوې ډګر پرانیزي او خوار کډوال هیوادوال یی په خپل کډوال ژوندانه کې د هغو حقوقو او امتیازاتو نه بی برخي پاتې کیږې کومې چې کوربه هیواد او ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې لخوا دوې ته په پام کې نیول شوې دي.
اوس نو دا پوښتنه راولاریږي چې څه باید وشي ؟
دې تپوس ته هم د بیلابیلو سلیقو خاوندان جلا جلا ځوابونه لري . خو هغه څه چې دوې یوې ګډې فکري پولې ته رابولې هغه د دوې ګډې ستونزی دې چې دوې دې ته اړ باسې چې یو بل ته غوږ شې او د لنډ مهال د پاره د خپلو ستونزو په اورولو کې سره مشورې ته کینې ، یو بل ته سره د ګډې ستونزې د لیری کولو لپاره خپل دپوهې امکانات شریک کړې او به پایله کې ټول د منلو ګډ تصمیم ته لاس بری ومومی.
ددی تجربو په بیابیا تکرار سره د متضادو فکري صلیقو خاوندانو تر منځ هغه کنګرونّه
( یخونه) ماتیږي چې د کلونو کلونو را په دې خوا د دوي تر منځ یی د یوی عادی ناستې ولاړ ې مخنوی کوه، په بله خوا کې ملی او دودیزو ښادیو او د مړی ژوندي په ګډه پالل هغه فکتورونه دي چې د پروني فکري صلیقو د تاو تریخوالې اور ته اوبه شیندې او په طبعي ډول ګنځې ټندي یو بل ته غوریږي او ددوی تر منځ د باور زړی لګیږي او د راتلونکې لپاره دوی کې د ټولنیزو او فرهنګي ګډو هڅو په څنګ کې د ګډ نوي سیاسي تفکر بنیادونه رامنځ ته کوي .
که د خپل د کډوال ژوندانه دغه څه باندې دوه لسیزو تاریخي لړۍ که په غور تر نظره تیره کړو وبګورو چې زمونږ د روښان اندو سیاسي کړیو په فکری صلیقو کې ډیر بدلون راغلی دې نور نو هغه پرونۍ دښمنۍ چې د بده مرغه مړی او ژوندی به یی سره نه کوه خپل ځای د دوستۍ، متقابل درنښت او لږ تر لږه باور ته خوشی کړی دې، د نیکه مرغه په هیواد کې د ننه او بهر د یوه ځایه او کله د بل ځایه اورو چې کډی ناستې د ګډ فکري تفاهم او ګډ سیاسي پلاتفورم لپاره جوریږی چې دا ټول د امیدونو زیری بللی شو .