شاد روان عبـدالـمنـان ملـگری !.. : مـحـمـد صـدیـق سمنـدر

 عبدالمنان ملگری د مرحوم مولوي نياز محمد زوی ، پر ۱۳۱۹ ل ل کال د لغمان ولايت د علي خېلو په کلي کې زېږېدلی دی. د مرحوم مولوي نياز محمد روحاني شهرت د لغمان په کليو بانډو کې خپور دی او اوس هم د ده زيارت د (ملا فقير) په نامه شهرت لري او د عليشنگ د سړک سر ته د یوې سپېرې غونډۍ په لمن کې دی. عبدالمنان ملگری لا د دوه نیمو کالو ماشوم وو چې پلار يې په حق ورسېد ، يو عبدالمنان او نورې اووه خويندې یې ، چې ټول اته ماشومان کېدل ، یوې بوډۍ مور ته ورپاتې شول.

زده کړې

عبدالمنان د لغمان په لېسه کې تر نهم ټولگي پوري زده کړې وکړې او د خپل پلار له شاگرد مولوي عبدالله څخه یې د فقې ، احادیثو او د نظم کتابونه هم ولوستل.

دندې

عبدالمنان ملگری چې کله د لومړي ځل لپاره کابل ته راغی نو پر ۱۳۳۷ کال د پښتو ټولنې په ریاست کې د یوه لیکونکي په توگه ومنل شو. په دې ریاست کې يې د کابل مجلې تصحیح هم پرغاړه واخیسته او نژدې شپږ اووه کاله یې په دې ریاست کې کار وکړ، خو د ځینو رسمي کړ کېچونو لامله دی مستعفی وگڼل شو. که څه هم د ده مزاج په وړ کتوب کې شاعر وو ، خو کله چې دی په پښتو ټولنه کې لیکونکی شو ، نو یې دلته پر ليک او کتاب سربېره خپلو شعرونو ته هم نوی رنگ ورکړ او په کابل مجله کې به یې خپرول. خو هغه د چا خبره چې (تیږه دیتیم له سره نه چپېږي) دلته تر استعفا لاندې راغی او کار یې له لاسه واخیستل شو، خو ده بیا هم حوصله له لاسه ورنه کړه او دې کړاوونو ته موسکی وو. د ده لویه خبره دا ده چې «زه له راحت نه په تکلیف کې خوشحاله یم ځکه راحت سړی عیاشوي او په تکلیف کې انسان پخېږي». نوموړی پر ۱۳۴۴ ل ل کال د کابل پوهنتون د درسي موادو په مدیریت کې ټایپسټ و، خو هلته هم ځینې خنډونه ورته راپیدا شول او دی اړوت چې دلته هم خپله دنده پرېږدي. عبدالمنان ملگری د پوهنې نندارې د پښتو تیاتر یو په زړه پوري ایکټور هم وو ، چې په ( ساده دل) ډرام کې اتل وو. د ملگري ليکنې ، شعرونه، داستانونه ، ډرامې د پلازمېنې کابل په ورځپاڼو او راډیو افغانستان کې خپاره شوي دي . اړينه ده وویل شي چې عبدالمنان ملگري د تياتر او تمثيل د هنر په برخه کې ، په تېره بیا کومېډي رولونه په ډېر برياليتوب سره لوبول . په اټکلي توگه ويلای شو چې ده د درې سوه په شاو خوا کې راډيو ډرامونه او له شپږو نه زیاتو تياتري نمايشنامو کې رولونه لوبولی دي . له عبدالمنان ملگري څخه همدا راز د سلو په شاوخوا کې لنډې او اوږدې راډیويي کيسې او یو شمېر شعورنه هم پاتې دي . ملگری پر ۱۳۷۱ لمريز کال پېښور ته کډوال او پردېس شو او هلته يې د بي بي سي راډيو د نوي کور نوي ژوند د ډرامې په پروگرام کې په کار پيل وکړ او ددغه پروگرام نږدې ټولې ډرامې ده ليکلې او يا خو د ده تر نظر لاندې ليکل شوې دي . اړينه ده وویل شي چې عبدالمنان ملگري د کونډې زوی په نامه نامتو پښتو فېلم کې بريالی رول لوبولی دی .

چاپ شوي آثار

شمع (د طنزونو ټولگه) .

شریک بالاپوش (د طنزونو ټولگه)

ناچاپه آثار

په وروستی ځل می یښور کی دبی بی سی ددفترپه انګړ کی ور سره ولیدل او داسی خدای پامانی می ور سره وکړه چی بیا به سره ونه وینو او همداسی شوه .

عبدالمنان ملگری د ۱۳۷۸ لېږديز لمريز کال د چنگاښ پر لومړۍ نېټه د جون میاشتې له ۲۲ نېټې سره سمون خوري) د ځيگر د سرطان ناروغۍ لامله د ۵۹ کلو په عمر په پېښور کې وفات شو . د عبدالمنان ملگري جنازه يوه ورځ وروسته په لغمان کې خاورو ته وسپارل شوه .انالله وانا الیه راجعون