د پښتو ژبې پیاوړی  لیکوال او ژورنالست محمد زرین انځور : محمد صدیق سمندر

   د پښتو ژبې یو له هغو فرهنګي خدمت ګارانو نه شمیرلی شو چې زیار  اولاسته راوړنې یې په پښتو ادب  په تیره د پښتو د لنډې کیسې په وده کې کې خپل ځانګړی ځای او ارزښت لري

محمد زرین انځور د ا لحاج عبداللطيف ګرديوال زوی دی، په ١٣٣٥ لمريز هجري کال  کې د ننګرهار ولايت د مومنددرې ولسوالۍ د ((ګردي غوث )) په کلي کې په يوه روښانه  کورنۍ کې زېږېدلی دی

زرين انځور خپلې لومړنۍ زده کړې د گردي غوث په لومړني ښوونځي کې تر سره کړې دي. منځنۍ  زده کړې يې په ۱۳۵۲ لمریز کال د ننگرهار ولايت د ايمل خان په لېسه کې پای ته رسولي ، بيا يې په ١٣٥٣ لمریزکال کې د کابل پوهنتون د ادبياتو او بشري علومو په پوهنځي کې زده کړې پيل کړي چې په ١٣٥٦ لمریزکال کې د ژورناليزم له څانگې خپل د ليسانس سند لاس ته راوړی. تر دې وروسته يې بيا په پېښور کې د کډوالۍ په کلونو کې د پېښور له پوهنتون نه د پښتو ژبې او ادبياتو په څانگه کې خپل د ماسټرۍ بري ليک ترلاسه کړی..

?نږدې لس کاله يې دافغانستان  په راډيو او تلويزيون کې د راډيو افغانستان د هنر او ادبياتو په اداره کې د ادبي خپرونو د پروډيوسر او بيا ليکوال په توګه کار کړی دی . په ١٣٦٦ کال کې د افغانستان د ليکوالو ټولنې د ادبي نقد او ادبي څېړنو د څانګې مشرشو او له هېواده تر وتلو پورې يې دغه دنده سنبال کړه .

په ١٣٦٨ لمريز کال کې پېښور ته مهاجر شو او د ازاد افغانستان دليکوالو ټولنې د خپرني ارګان ((خپلواکۍ )) مجله يې څلور کاله وچلوله . په پېښور کې يې د يو شمېر نورو افغان ليکوالو لکه : هر يو ښاغلي محمد صديق پسرلی، حبيب ا لله رفيع ، محمد اصف صميم او امان الله ساهو سره په ګډه (( د افغانستان کلتوري ټولنه )) جوړه کړه چې دغې ټولنې د (( سپېدې )) په نوم ادبي _ کلتوري مجله خپروله او دغه راز يې د افغانستان د مقاومت د ادبياتو د ودې او پياوړتيا لپاره غونډې او سيمينارونه جوړول ،کله چی دخپلی کورنی سره جرمنی ته ولاړ 

د جرمني د کولن په ښار کې اوسيده  هلته  يې له يو ګڼ شمير فرهنګيانو او فرهنګپالو سره په ګډه په جرمني کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه جوړه کړه چی په لسګونو مهم اثار په پښتو خپاره کړي او يو زيات شمېر ملي _ کلتوري غونډې او سيمينارونه يې جوړ کړي دي.

د زرين انځورپه گڼ شمېر ليکنې د افغانستان او د هغه هېواد نه د باندې په رسنيو کې خپرې شوې دي چې شمېر يې نه دی مالوم، خو د خپرو شويو کتابونو لړليک يې په لاندې ډول دی:

1. دا سرونه، دا رسمونهد لنډو کيسو لومړنۍ ټولگهچاپکال ١٣٦٣ ل، کابل

2. شاړې کوڅېد لنډو کيسو دويمه ټولگهچاپکال ١٣٦٧ ل، کابل

3. تروږمۍد لنډو کيسو درېيمه ټولگهچاپکال ١٣٦٩ ل، پېښور

4. زموږ د کلي پاڼېد لنډو کيسو څلورمه ټولگهچاپکال ١٣٧٢ ل، پېښور

5. دلته غرونه نه دي هسکد لنډو کيسو پنځمه ټولگهچاپکال ١٣٧٩ ل، پېښور

6. د غزل په اننگو کېد حمزه شينواري د غزلياتو څېړنه او غور چاڼچاپکال ١٣٦٤ ل، کابل

7. د شريف ديواند ننگرهار د ولسي شاعر د شعرونو جونگچاپکال ١٣٦٣ ل، کابل

8. هجري د زنځيرونو شاعرچاپکال ١٣٦٤ ل، کابل

9. اباسين کيسې کويد پښتونخوا د کيسه ليکنې غورچاڼ او څېړنهچاپکال ١٣٦٤ ل، کابل

10. شعرونه او نقدونهد معاصر پښتو شعر کره کتنهچاپکال ١٣٦٥ ل، کابل

11. د افغانستان د ژورناليزم مخکښانچاپکال ١٣٦٥ ل، کابل

12. د مهدي داستاني کليات (تدوين او سريزه) – چاپکال ١٣٦٧ ل، کابل

13. يوند حمزه شينواري د غزليزې ټولگې تدوين او سريزهچاپکال ١٣٦٦ ل، کابل

14. خپلواک غږونه (له ښاغلي زلمي هېوادمل سره په گډه) – انتخاب او سريزهچاپکال ١٣٦٨ ل، کابل

15. د پټې خزانې ميزان ريښتيا ميزان دی؟له محمد آصف صميم سره په گډهچاپکال ١٣٦٩ ل، پېښور

16. د ثور په تراژيدۍ کې فرهنگ، ادبيات او آزاديچاپکال ١٣٧٢ ل، پېښور

17. د صدر خوشال ژوند او اثارچاپکال ١٩٩٦ ز. پېښور

18. راروان دي تور بادونهد لنډو کيسو ټولگهچاپکال ۲۰۰۹ ز. پېښور

په وروستیو کلونو کی څه کم یوه لسیزه د افغانستان دملی رادیو تلویزیون ریاست په غاړه درلود چی د لته ئی دخپل  مدیریت په موده کی په اداری ، درادیو او تلویزیون د خپرونو او تخنیکی چارو کی ډیری لاس ته راورنی په مرکز او د هیواد په ولایتونوکی  در لودی .

محمد زرین انځور اوس  په فرهنګي چارو کي د جلالتماب جمهور رئیس سلاکارپه توگه دنده لری>

دده دروغتیا او نورو بر یالیتوبونو په هیله.

دیدن ترجمه

نوشته 

محمد صدیق  سمندر