ما له پروین فیض زاده سره لا هغه وخت چې کابل پوهنتون کې محصلین و ،پېژندل .زما دغه ګرانه خورکۍ چې
وروسته بیا په راډیو تلویزیون کې زموږ همکاره شوه لا په پوهنتون کې د ادبي او ژورنالستیک کرکټر خاونده وه .ښه شعر به یې وایه او له راډیو افغانستان سره یې قلمي همکاري درلوده .ما څو ځلې ورته وویل چې راډیو ته ورشي ، خو یو وخت د هماغه دور د اطلاعاتو او کلتور وزیر ښاغلي مجید سربلند ته چا د پروین جانې تعریفونه کړي ول نو ځکه خو پروین جانې ته یې ویلي و چې موږ په راډیو تلویزیون کې تاسو ته اړتیا لرو او فکر کوم د ۱۳۵۸ کال ورستي وختونه ول او که د ۱۳۵۹ کال پیل چې آغلې پروین جانه راډیو ته راغله او د راډیو د روزنې په اداره کې یې کار پیل کړ .د ادارې مدیر نومیالی ژورنالیست او نطاق ښاغلی رشاد بهیر و .پروین فیض زاده لا کله چې کندهار کې وه د ( طلوع افغان ) له ورځپاڼې سره یې همکاري درلوده .کله چې راډیو ته راغله نو چا ګمان نه کاوه چې هغه دې په کار کې ډېره ښه وي ، نو بهیر صیب ورته د ( ترانه ها و سخن ها ) پروګرام امتحاني ورکړ چې له شکریه جانې عمر سره یې یوځای دا خپرونه جوړوله .ما ( یوسف هیواددوست ) خپله د دغې خپرونې متنونه هم کله کله لیکل او ډېر ځله یې نطاق
هم وم ، خپرونه به مستقیمه په ژوندۍ بڼه خپرېده ، په خدای باور وکړئ چې د پروین جانې او شکریه جانې په پرودیسرئ دغې خپرونې ډېر محبوبیت ترلاسه کړی و.له هغې وروسته د ادارې مشر رشاد صیب او نور چارواکي په دې پوه شول چې خدای ښه او با استعداده ژورنالیسته په لاس ورکړې او زما ښه په یاد دي چې څه موده وروسته بهیر صیب ورته اظافه کاري هم ومنله چې دهغې د ډېر کار له امله د سیاسي او اجتماعي خپرونو اداره لا هم غوره شي.څه موده وروسته د راډیو د هنر اوادبیاتو د ادارې یو شمېر پروګرام جوړونکو لکه ارواښاد نصرالله حافظ ، مصطفی هاشمي ، زرین انځور ( هغه وخت زرین ګردیوال ) او د دې ادارې مشرانو ورته وړاندیز وکړ چې نوموړې ادارې ته راشي ، هلته چې ورغله سره له دې چې د ( شومه دم انګازې ) د خپرونې له لارې د هغې د شعرونو د نشر له امله ټولو همکارانو ښه پېژندله ، خو کله چې یې کار راپیل کړ ډېر ژر ټولو ورته شاباسئ وایه .،لس کاله یې په راډیو تلویزیون کې کار وکړ او په دغه موده کې یې د ( ترانه ها و سخن ها )، ( جمعه او زموږ ډالۍ ) ،( از هر چمن سمنې ) ، ( د ژوند لاره ) ، (راډیویي مجله ) ، ( د بوډۍ تال ) ، او یو شمېر نورې خپرونې په پوره بریالیتوب سره جوړولې .د ۱۳۶۲ز کال د لیندۍ پر ۱۸ نېټه یې د هیواد له غوره ژورنالیست او د هغه وخت د راډیو افغانستان د هنر او ادبیاتو د ادارې له عمومي مدیر ارواښاد سیدجان ملال سره واده وکړ چې له بده مرغه دغه ګران فرهنګي شخصیت ( ملال صیب ) د ۱۳۶۸ ز کال د لیندۍ پر ۲۶ نېټه په مهاجرت کې وفات شو . ( انا الله و اناالیه راجعون ).محترمه خور پروین ملال د افغان غږ له راډیویي مجلې سره په مرکه کې موږ ته داسې زیاته کړه : (( ما دهغه وخت د را ډیو تلویز یون د ماحول نه ډيره زده کړه کړی. ځکه چې هغه وخت را دیو تلویزیون کې د ادب او هنر لویو، لویو څهرو کار کاوه. زه ډیری ښي خاطری لرم د رادیو تلویزیون د هغه وخت د فنی او مسلکی کارکونکو نه.په رښتینی ډول چې ډیر صمیمی او پاک ماحول یی وو.په پاکستان کې د مهاجرت او څه وخت تیریدو وروسته په ۲۰۰۵ کال کې په کرا چې کي د افغانستان د اسلامی جمهوریت په جنرال قونسلګری د تجارتی آتشی د غړی او بیا په ۲۰۰۷ کال کې په همدغه قونسلګری کې د فرهنګی آتشی او د ۲۰۱۰ کال د د ۲۰۱۴ کال تر اوایلو پوری په پیښور کې د افغانستان د اسلا می جمهوریت د فرهنګی اتشی په حیث رسمی دنده مخ ته وړی…)) .آغلې پروین ملال اوس په انګلستان کې اوسي او تل مدام په فرهنګي ویاړلو چارو لګیا ده .موږ د پخواني راډیو تلویزیون ټول همکاران تر اوسه هغې ته ستر درناوی لرو .الله دې روغ صورت او نیکمرغه ژوند ور په برخه کړي . ( یوسف هیواددوست ـ له ډنمارک څخه د افغان غږ راډیو )