داسي اټکل کېږي چي میرویس خان په ١٠٨٤ هجري قمري – ١٦٧٣ – م کي زېږېدلی دی.
پلار يې ښالم خان نوميده چي د هوتکو د قوم یو منلی مشر و . مور يې نازو انا د سلطان ملخي د غرځو (غلجو) د خپلواک مشر لور وه. هغې په يښتونولي د خپل زوی پالنه او روزنه کړې وه او تل به يې په اوداسه شیدې ورکولې .
کله چي میرویس نیکه پیدا کیده، نو نازو انا خوب ولید : بېټ نیکه ورته راغی او ورته ويې ویل زما لورې ! دا زوی ښه وروزه، کله چي دا لوی شي ستر کارونه به وکړي او حج ته به لار شي.
زما لورې ! دده په روزنه کې غفلت ونکړي ، دده له نسله به نیک شاهان پیدا شي چي دین به روښانه کړي ، دده په پالنه کي زیار وباسه او پاملرنه کوه، دده په اوږو د لویو کارونو انجام پروت دی.
میرویس خان په زلمیتوب کي د وخت زیاتره مروجه علوم لوستي و ، پښتو، فارسي او عربي ژبي يې د ادبیاتو په درجه زده وي . له زده کړو وروسته په سوداګري بوخت شو له خراسانه به يې مالونه هندوستان او له هغه ځایه به يې هیواد ته راوړل، ګټه به يې هم کوله او د نورو خلکو د حاله به هم خبرېدا .
میرویس نیکه ځواني ته له رسيدو وروسته د جعفر خان سدوزي ( کامران خان سدوزي) لور خانزادۍ ځان ته وغوښته او واده يې وکړ.
کله چي صفوي شاه حسین په ١١٠٦ هه ق – ١٦٩٤ ز
کال په ایران کي پاچا شو، نو ګورګین ګرجی او د ګرجستان اوسیدونکی يې په داسي حال کې چي نوي مسلمان شوی وو ، کندهار ته د خپل حکومت د استازي په توګه راولېږه. ګورګین ډېر ظالم او بې رحمه انسان وو، پر افغانانو يې ظلمونه پیل کړل. څوک نه وو چي ددې بې ګناه خلکو ناره واوري. د خلکو غږ تر هیڅ ځایه نه رسیده او ډېر افغاني مشران د ګوګین لخوا ووژل شولی. د خلکو د امید سترګي یوازي او یوازي میرویس خان ته چي د هوتکو مشر و ، وې همغه وو چي د هغه څخه يې غوښتنه وکړه.
میرویس خان هم د خلکو او هیواد خدمت تر هر څه ښه وباله، سوداګري يې پرېښوده او د هيواد خدمت يې ملا وتړله. لومړی يې د خلکو تر منځ ملي یووالی مینځ ته راووست او بیا يې ګورګین ته ځان نژدې کړ، خو ګوګین په ده بې اعتباره شو، دی يې په ١٧٠٧ ز کال اصفهان ته ولېږا او شاه حسین ته يی په پټه احوال ورکړ تر څو يې هلته نظر بند کړي . شاه حسین صفوي میرویس خان هلته نظر بند کړ، خو میرویس نیکه په خپل خدای ورکړي استعداد، د اصفهان په دربار کې نفوذ وکړ، د میرویس خان پوهي او قوي منطق نه یوازي ډېر ژر دی بنده خلاص کړ، بلکي په ډېر درناوي يې حج ته د تلو اجازه هم ورکړه. تر حج وروسته بېرته د اصفهان دربار ته راغی او د هغه ځایه يې ګورګین ته د مسوره ورکوونکي او کلانتر په توګه د مقررۍ رسمي فرمان واخیست او کندهار ته راغی. ګورګین په دې کار وارخطا شو او د میرویس خان څخه يې وغوښتل چي خپله لور د ګورکین زوی ته په نکاح کړي.
میرویس خان دا خبره د قوم مشرانو ته وړاندي کړه مشرانو پرېکړه وکړه چي یو له بله ښځه به د میرویس خان د لور په نامه ورکړي ، میرویس خان دا مشوره ومنله خو خبره دې ته ونه رسیده ځیني مورخین واپې چې دا کار وشو .
د ولسي پاڅون لپاره يې یوه جرګه جوړه کړه او پرېکړه يې وکړه چي لومړی دي د بلوڅو ، ترینو او کاکړو خانان دې ته وهڅول شي، چي صفوي حکومت ته د مالیې ورکولو څخه ډډه وکړي ، هغوي همداسي وکړل.
ګورکین خپل شپږزره ٦٠٠٠ کسیز لښکر ژوب او بلوچستان ته ولېږه، پخپله هم ورپسې رهي شو او د میرویس خان څخه يې هم وغوښتل چي هلته ورشي. میرویس خان هم د اوو زرو ٧٠٠٠ پښتنو عسکرو سره هلته ځان ور ورساوه. د شپې يې پر ګورګین حمله وکړه، هغه او د هغه ټول کنډک يې له منځه یووړ. پخپله يې د ګوګین کالي واغوستل او د هغه د هغه د وژل شو پوځیانو کالي يي په خپلو پوځیانو واغوستل.
د کندار ښار ساتونکو چي کله خپل عسکر په راتلو ولېدل، د کندهار ښار دروازې يې ورته خلاصي کړې، میرویس خان په کندهار ښار ننوت او د ایراني پوځ په وژلو يي لاس پوري کړ ، ښار يې ونیو او ملي حرګه يي راوبلله ، ملي جرګې دی په ١١١٩ هه ق (١٧٠٩ ز) کې د پاچا په توګه وټاکه.
محمد نسیم مصدق