نن د غني اړوند ډېرې نورې ناويل شوې خبرې هم درته ليکم! : خوشال سادات لیکي

امريکا او برتانيه په ځينو افريقايي، ځينو عربي هېوادونو او حتا جاپان او جنوبي کوريا کې هم نظامي موجوديت لري. دوی هر ځای خپلې مشترکې ګټې پالي. دوی يو او بل ډېر ښه درک کوي او بهتره هماهنګي کوي. ځينې وخت په ځينو هېوادونو کې د يو او بل د ګټو لپاره قرباني هم ورکوي. خو په افغانستان کې د دواړو ګټې مشترکې وې/دي.

امريکا افغانستان ته راغله، دا چې ولې راغله؟ هيڅوک دقيق نه پوهېږي. خو امريکا په دې پوه شوه چې په افغانستان کې د نور پاته کېدو توانايي نه لري، په ډېره لوړه بيه ورته تمامېدله، خو د بهر کېدو په وخت کې يې د افغانستان د نظامي تجهيزاتو د لمينځه وړلو څرګند برېښي چې امريکا نه غواړي چې د افغانستان له جغرافيې روس او چين ګټه واخلي. امريکا غوښتل چې له وتلو وړاندې يې افغانستان کور په کور، بازار په بازار او ښار په ښار کنډواله شي. که چين يې د خپلو ګټو لپاره د بيا جوړېدو هڅه هم وکړي؛ نو بايد په ډېره لوړه بيه ورته تمام شي. بلخوا برتانيه د افغانستان سره تاريخي دښمني پالي. ما لېسه په سويډن کې ويلې.

د سويډن د لسم او يوولسم صنف د تاريخ د مضمون تمرکز مجموع په پنځه عنوانونو و. د الکزندر کبير امپراتوري، عربي طوفان، برتانيوي امپراتوري، لومړۍ نړيواله جګړه او دوهمه نړيواله جګړه. د ټولو د جګړو د پيل، د واک د پراخېدو او د ماتې اړوند په جزياتو بحث کيږي. د برتانيوي امپراتوري اړوند ليکي چې؛ برتانيې غالبآَ په اتيا سلنه افريقا، ځينې عربي هېوادونو او په هندوستان حکومت کاو، خو افغانستان ته په رسېدو د برتانيې امپراتوري پراخېدل د لومړي ځل لپاره د کلک مخنيوي سره مخ شوه، د برتانيې د امپراتوري لومړۍ ماتې او وروستۍ ماتې د افغانستان په جغرافيه کې را مينځ ته شوې. دا هم ليکي چې؛ برتانيه د خپل تاريخ د څو پېړيو په اوږدو کې داسې ماتې سره مخ شوې نه ده، لکه په افغانستان کې چې يې وليد. هدف دا دی؛ په افغانستان کې د برتانيې ماتې، د دوی لپاره د تاريخ هغه شرموونکې برخه ده، چې د انګرېزانو د نسلونو نسلونو به هم له ياده ونه وځي. که د برتانيې د تاريڅ څخه په افغانستان کې د هغوی د ماتې برخه منفي شي، ډېر مغروره تاريخ لري. دا شرم د تاريخ له پاڼو هغه وخت له مينځه تللی شي چې؛ د افغانستان په نامه جغرافيه په نړيواله نقشه کې له مينځه ولاړه شي. اوس په نړيواله نقشه کې د فلسطين په نامه جغرافيه د اسرائيل په نامه ليدل کېږي، برتانيه د افغانستان په هکله هم عينې آرمان لاره/لري چې، په نړيواله نقشه کې د افغانستان په نامه جغرافيه يوه برخه د تاجکستان، بله ازبکستان، يو څه ايران او تر نيم ډېر د پاکستان په نامه وليدل شي. 

د برتانيې او امريکا لوېدلی فکر په افغانستان کې د تېرو شلو کالونو د دوی موجوديت پورې محدود نه دی، دوی د تېرو څلوېښتو کالونو را پدېخوا د افغانستان په ورانولو کې مستقيم او غير مستقيم بوخت دي. خلقيان او پرچميان يې په مجاهدينو مات کړل، د مجاهدينو پر ضد يې د طالب ملاتړ وکړ، د طالب پر ضد يې د اقليتونو کلک ملاتړ وکړ، حتا د يوې ولسوالۍ خلک يې پر ټول افغانستان حاکم کړل. دوی پوهېدل چې افغانان په مستقيم جګړه کې ماتولی نه شي، د همدې لپاره يې تمرکز په دې وکړ چې افغانستان په اوږدمهاله ډول په داخلي جګړو کې بوخت وساتي. افغانان د سمت، قوم او ژبو په نامه سره بېل کړي. خپلمينځي جګړه دومره اوږده کړي چې د افغانانو کرکې د يو او بل پر وړاندې بيخي تر حد واوړي. له جګړو يې داسې ستړي کړي چې، د سولې د راتګ لپاره هرې بيې ته تيار وي، حتا که د افغانستان تجزيه هم وي. 

مونږ وليدل! دوی همداسې وکړل. د ولس تر مينځ خپلمينځي کرکه. د افغان په لاس د بل افغان وژنه؛ د سمت، قوم او ژبې په نامه. ډېر افغانان د افغانستان له جوړونې ناهيلي ول او راضي برېښېدل چې که د ورځنيو افغان وژنې پر ځای تجزيه شو، بهتره ده. د افغانانو تر مينځ د اېران پرستي، تاجکستان پرستي، پاکستان پرستي، ازبکستان پرستي او د تجزيې د غږونو سرود ورځ تر بلې په لوړېدو و. يوازې يوې بلې کوچنۍ قوي خپلمينځي جګړو ته اړتيا وه چې د افغانستان ښارونه، ابادۍ او برم وسېځي، بيا به په خپله افغانانو د کنډواله او نا سرلوړي افغانستان پر ځای دېته ترجيح ورکوله چې د تاجکستان، پاکستان، ازبکستان يا ايران يوه برخه واوسي. امريکا او برتانيې د دې حالت د را مينځ کولو لپاره ښه سرمايه ګذاري د افغانستان په حکومت ښکاره او په طالبانو په پټه کړې وه. دوی غوښتل چې ظاهرآَ له افغانستان بهر شي، بيا به د حکومت او طالبانو تر مينځ جګړه پېښه شي. مسووليت به يې هم د دوی په غاړه نه وي، دنياوالو ته به وايي چې زمونږ په موجوديت کې هر څه سم و. خو دروند غني د دوی په دې ټولو حراميتوبونو پوهېد. مخکې له دې چې بهرنيان ووځي؛ بغير له جګړې يې ټول افغانستان طالبانو ته تسليم کړ. غني افغانستان وژغوره، هم يې امريکا او متحدين نړۍ ته وشرمول. ځکه امريکا چې د چا د ختمولو لپاره راغلې وه، د دوی په موجوديت کې بيرته پر افغانستان حاکم شول.

د غني د جلا وطني له امله د افغان وژنې او افغانستان ورانونې تر څنګ د افغانستان تجزيې ته د لار هوارولو مخه هم ونيول شوه. تاسې د هلمند، کندهار، کندوز او پنجشېر جګړې وليدې، که خدای مه کړه غني مقاومت کړی وای او د ټول افغانستان ورته حالت شوی وای، اوس به د پاکستان، ايران او تاجکستان پر خوا د افغان مهاجرينو سېلابونه ور روان شوي وای. دا هغه څه و چې امريکا، برتانيې او زمونږ ګاونډيو يې هم ارمان لاره. که غني مقاومت کړی وای، ايا د افغانستان د جوړولو دا اوسنۍ کمې هيلې به هم موجود وای؟ نه، هيڅکله نه. اوس که يو ځل بيا امريکا، برتانيه او پنجاب د افغانستان د تجزيې پلان په لاره اچوي، بايد د طالبانو پر وړاندې د جګړې لپاره همدومره قوي قوه جوړه کړي، لکه د حکومت پر وړاندې چې طالبان و. د دې لپاره هغوی بيخي ډېرې سرمايه ګذاري او وخت ته اړتيا لري. که پخوا يې د افغانستان د تجزيې خوبونه په راتلونکو دوه، درې يا څلورو کالونو کې ليدل، اوس همغه ارمان ته د رسېدو خوب شل يا ديرش کالونو ته وغځېد. دا ټول مني چې پاکستان پر طالبانو نفوذ لري، خو په دې هيڅوک نه پوهېږي چې څومره نفوذ پرې لري؟ که په طالب مشرانو بيخي کاملآَ نفوذ هم ولري، خو دا بيا هم هيڅکله په ټولو طالبانو تحميل کولی نه شي چې افغانستان تجزيه کړي. په تېر حکومت امريکا هم بيخي ډېر نفوذ لاره، خو داسې مسايل چې د افغانستان د خاورې د پلورلو اړوند وي، امريکا په حکومت په زور منلی نه شو.

که بيخي يې لنډ ووايم، غني پوهېده چې جمهوريت د امريکا، برتانيې او پنجاب له امله دوام کولی نه شي او د افغانستان تجزيې او څو کاله نورې افغان وژنې ته يې لاره جوړه کړې، هغه ويل؛ چې زما په موجوديت کې د افغانستان د تجزيې او افغان وژنې ته لار برابريږي، ولې لږ له وخت وړاندې تېښته نه کوم، تر څو بشپړ جوړ نظام طالبانو ته وسپارم. که د طالبانو حکومت کمزوری هم وي؛ خو د افغانستان د تجزيې او اوږدمهاله افغان وژنې په پرتله بهتره دی. بابا په خپل پلان کې بريالی هم شو، همداسې يې وکړل. احسان به يې راتلونکي نسلونه هېر نه کړي. لکه نننی نسل چې  غازي امان اتل يادوي، همداسې به راتلونکي نسلونه غني هم اتل يادوي.

برگرفته شده از صفحه فیسبوک محترم : سید عبدالحمید سادات

Said Abdul Hamid Saadat