طالبان له نړیوالو سره نږدې کیږي؟ : نور محمد غفوری

مطبوعات خبر ورکوي چې له طالبانو سره د ناروي د اوسلو په لیدنو کې اروپايي اتحادیې خپلې غوښتنې طالبانو ته واضح کړې او د افغانستان له پاره د اروپا ځانګړي استازي په نوي تعلیمی کال کې د نجونو او هلکانو له پاره د ښوونځيو خلاصول ضروري بللي.  برسیره پردې، اروپايي ټولنې له افغانستان سره د مرستو بیا پیلول په دغه هېواد کې بشري حقونو ته د درناوي سره تړلي دي. 

د زمانې (دی څایټ) خپرونه لیکي چې د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې له اسلامپالو طالبانو سره له درې ورځنيو خبرو وروسته، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسون په یوه ټوېټ کې ویلي: «ما په ټول هېواد کې د لومړنیو او منځني ښوونځیو پر اړتیا هم ټینګار کړی چې د هلکانو او نجونو دواړو پر مخ پرانیستل شي. کله چې ښوونیز کال په مارچ کې پیل شي.”

له هغه وخته چې د ۲۰۲۱م  کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې طالبانو حکومتی واک نیولې، د ناروي په بلنه په اوسلو کې د اروپايي حکومتونو او د طالبانو تر منځ د ۲۰۲۲م کال د جنوری د میاشتې د ۲۳-۲۵ نيټې مخامخ کتنې، لومړۍ او با ارزښته کتنې وې. په دې سفر کې د طالبانو له پنځلس کسیز هیئت سره تر هر چا د مخه د افغان مدني ټولنې د  استازو په نامه د ناروي لخوا رابلل شوو څو کسو افغانانو (ښځو او نارینه و) وکتل. خبرونه وایي چې ورپسې ورځو کې د فرانسې، بریتانیې او ناروې له دیپلوماتانو سره خبرې اترې وشوې، خو له امریکايي دیپلوماتانو سره د لیدنې خبره نه ده تایید شوې. په آخر کې د طالبانو پلاوی د سه شنبې په ماښام له وروستۍ اعلامیې او ګډې رسمي پریکړې پرته بیرته افغانستان ته ولاړ. 

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په پرونۍ (۲۶/۱/۲۰۲۲م) غونډه کې د ناروې لومړي وزیر جوناس ګهر سټور وویل چې خبرې “جدي” او “صادقانه” وې. هغه وویل، “موږ دا روښانه کړه چې موږ غواړو نجونې په مارچ کې ښوونځي ته ولاړې شي، په شمول د هغو چې له 12 کالو څخه پورته عمرونه لری.” لوېديځ هم غواړي چې په افغانستان کې اړمنو کسانو ته “بشري لاسرسى” وکړي. 

له دې څخه معلومیږي چې اروپا اتحادیې خپلې مرستې په افغانستان کې د بشري حقوقو له مراعاتولو سره تړلې دي. خو مخکې له دې چې د طالبانو پنځلس کسیز هیئت ناروې ته سفر وکړي، د طالبانو سرپرست حکومت اعلان وکړ چې څه موده وروسته به د هیواد پوهنتونونه د نرو او ښځو په مخ خلاص کړي او چې په نوي تعلیمی کال کې به نجونو او هلکانو ته د ښوونځیو د تلو شرایط جوړ او اجازه ورکړي. 

که د طالبانو د ویاند خبرې او د اروپايي اتحادیې غوښتنو ته نظر واچوو، ښکاري چې طالبانو لا تر مخه د اروپايی اتحادیې لخوا وړاندې شوي شرطونه پخپله مستقله اراده، د هیواد د داخلي اړتیاو له په نظر کې نیولو سره او د اروپايی ټولنې د رسمي فشار له واردولو تر مخه منلي او نور د نجونو په وړاندې د زده کړو، تحصیل او کار ممانعت نه کوي. طالبان وايي چې په تدریج به په ټولنه کې د ښځو او نارینه و د حقوقی برابرۍ له پاره شرایط برابر او عملي ګامونه واخلي، خو د هغو محدودیتونو له پاره به تبلیغ او توضیحي فعالیت ته دوام ورکوي چې قرآن او اسلام د ښځو له پاره په ټولنه کې وضع کړي دي.

Nach Gesprächen in Oslo hat die EU Forderungen an die Taliban gestellt. Der Sondergesandte nannte die Öffnung von Schulen für Jungen und Mädchen eine Notwendigkeit.

26. Januar 2022, 8:06 UhrQuelle: ZEIT ONLINE, AFP, AP, khe225 Kommentare 

 Artikel hören