د١٩٦٧ كال دفبروري په ٢٣ نيټه مشهور امريكايي فيلسوف ژبپو ه اودنظرياتو څښتن نوام چامسكي يوه اوږده مقاله په ” New York Review of Books “ خپره كړه . ددې مقالي ارزښت په دې كې دې چې تر ننه پوري دروښانفكر دمسوليت په باب اړينو مسايلو ته اشارې لري . په ١٩٦٧ كال كې د ويتنام جنگ په زور كې وو ، اودا مقاله ددغه ناوړه جگړې په وړاندې يو جدي غبرگون و . داسې جگړه لكه دنورو جگړو په څير دامريكا پر ټنډه دشرم اوبې ننگۍ يوه ټاپه وه . دغه جگړه كې چى له دوه مليونو زيات كسان په كې ووژل شول .مليونونه خلك په كې ټپيان اومعيوب شول اويو كوچني او بيوزلي هيواد لكه ويتنام يې له خاورو سره خاورې كړ . د دې مقالي له خپريدو څخه چې نږدې نيمه پيړۍ تيريږي په ٢٠١٧ كال كې دلومړي ځل له پاره همدا مقاله په يوه كوچنۍ كتابچه كې دچامسكي له يوې سرېزې سره خپره شوه .
چامسكي خپله مقاله ديو مشهور ليكوال اودهغه ديو دوست دوايت مكدونالد په يو نقل قول پيلوي .دوايت مكدونالد شل كاله دمخه په يولړ مقالو كې دخلكو دنده په ځانگړې توگه دروښانفكرانو دندې په باب ليكل كړي و. چامسكي چې كله دليسانس د دورې محصل و دا مقالي يې لوستې وي اوپه ژوره توگه د هغه داستدلال او نظرياتو تر اغيز لاندې و. د دوېمې نړيوالي جگړې نه وروسته په لومړيوكلونو كې يې د ”وجدان عذاب “ او د ”گناه احساس “ په باب دهغه كورنۍ جگړې ستونزې د زيات شمير ځوانانو په اوږو بار وې .
مكدونالد په يادو مقالو كې مهمي پوښتنې وړاندې كوي : دبيلگې په توگه د دغه ويجاړوونكي جنگ په پيل كيدوكې دالمان اوجاپان دعادي وگړو ونډه څه وه ؟ تر كومه حده يې مسوليت درلود يا يې نه درلود ؟ دهغه مهمې پوښتنې او ان داشارې گوته يې خپل ځانته نيوله : په جگړه كې زموږ دهيوادونو گډون يا دامريكااو بريتانيا دخلكو ونډه اود لويديځي دموكراسيو ونډه په هغه ټولو بمباريو كې وحشت او له ټولو ډېر تريخ او له ټولو زيات هغه اتمي بمبارد چې په هيروشيما اوناكازاكي ناورين و چې يو ډير ستره غميزه اوډارونكي بشري فاجعه وه . دهغې په وړاندې تر كومه موږ مسوليت درلود او يا مو نه درلود ؟
نوآم چامسکی دروښانفكرانو دمسوليت په برخه كې يو روڼ او روښانه استدلال درلود .ويل يي :”روښانفكر وجيبه لري چې له موقعيت نه را پيدا كيدونى امتياز او سوغات څخه ،خپلو اطلاعاتو ته لاسرسي پيدا كړي او له هغو گټه واخلي . له عمومي افكارو سره مرسته وكړي چې حقيقت له دروغو جلا اووپيژنې“ نو اصلا روښانفكر چاته ويلي شو او په كوم يا چا دروښانفكر اطلاق كولي شو ؟
دكتابچې سريزه يې پنځوس كاله وروسته په همدې پوښتنو پيل كړي وه . هغه كتابچه چې عنوان يې ” دروښانفكر مسوليت دادى چې واقعيت ووايي اودروغ افشا كړي . “خپره شوه .
درو ښانفكر دنده داده چې له هر ډول امتيازاتو او هغه بخششونو څخه چې دپوهي او اطلاعاتو ته دلاسرسي وس وركوي ،گټه واخلي او له عمومي افكارو سره مرسته وكړي چې حقيقت له دروغو تشخيص اوجلا كړي .
چامسكي اوس هم دروښانفكر په باب خپل تعريف پر ځاې بولي .:”روښانفكر دا موقعيت او امتيا زلري چې د دولت دروغ افشا كړي .دعمل په وړاندې غبرگون او دپردې شاته پيښو اوانگيزو څيړنه او شننه وكړي . لږتر لږه په لويديځ كې په هغه هيوادونو كې چې داسې سياسي ازادي وي او د اطلاعاتو او دبيان ازادي د دې امكان برابروي چې يوه ډله خلك دا قدرت ولري . غربي دموكراسي يو لږه كې ډلي ته چې دامتيازاتو څخه برخمن وي ،داسې زده كړه او امكان وركوي چې دپيښو شاته ايديو لوژي گانو ،طبقاتي علايقو حقيقت سرچپه وښايي .. يعني هغه څه چې سبب كيږي د واقعيت اوتاريخ نه اوسني برداشت ولرو . په پايله كې همدا د رو ښانفكرانو دنده ده چې روښانه كړي ، په پايله كې دعادي خلكو څخه ددوى دامتياز ژور دليل همدا دى . له بده مرغه كله چې تاريخ لولو زياتره دا كسان دقدرت دسيستم ساتنه او له هغه ملاتړ كوي . له خپلې پوهې اوامتياز څخه د جنايت اوقهرو غضب د توجيه له پاره كار اخلي .“
چامسكي په هغه اصلي ليكنه كې چې په ١٩٦٧ كي خپره شوې چې نن همداسې ده .هغه دمتخصص اوكار پوه په نامه مشكوك اوبدبين دى اوټينگار كوي چې دهغه هدف له روښانفكر نه په هيڅ ډول هغه كسان نه دي چې دمتخصص اوكار پوه په نامه نن پيژندل كيږي . هغه”كار پوهان “ چې نن د بوروكراتانو له پاره داستعمار په خدمت كې دي او دخلكو په ځپلو كې مرسته كوي . له هغه وروسته چامسكي يه څو مركو كې وويل دخپلې مقالي دليكلو انگيزه داسې څرگنده كړه چې يو دليل چې دا مشهوره مقاله يې وكښله دا وو ، چې په دې باور نقد وكړي چې دا يوه اشتباه ده چې يو شمير وتلي اوځلانده ايليت كسان په هر ډول ډير ښه تشخيصوي اودهيواد گټې او دهيواد چارې دعامو خلكو نه په ښه توگه پپيژني . هغه باور چې چامسكي دعوه كوي د ”غربي ليبرالانو “ ته گرانه ده . په همدې اساس يې څو وارې فاجعه را منځ ته كړ ې ده . هغه دپياوړو اومشهورو كار پوهانو له لويې ډلي چې دجان اف كنيدي اوجانسون په كابينو كې وو، هم يادونه كوي . چې په وياړ سره هنري كيسينجر چې هغه مهال دهاروارد دپوهنتون استاد و، دبهرنيو چارو وزير شو . او ټولو وليدل چې د دغه پياوړې كارپوه دوزارت پايله څه وه ؟ او په ويتنام كې دامريكا دجنگ ماشين يې څرنگه پر مخ په حركت راووست چې ان كمبوديا ته ورسيد ؟
چامسكي په عراق باندې دامريكا اودهغې د متحدينو له يرغل نه چې په ٢٠٠٣ كې يې ترسره كړ پرده پورته كوي . وروسته يې په همدې مشهوره مقاله باندې يوه بشپړونه وكښله . بيا يې دهمدغه چارپوهانو په سيلاب چې په رسنيو كې قطار شوي و د خپلې ”ژوري پوهي او ژور درك “ له مخې غږ وكړ ، چې خپل استدلال ووايي او توجيه كړي چې ولي بايد په عراق يرغل وكړي ، او ولې دې دروغو ته ډيره زياته لمن وهي . ”چې دعراق خلك په ډېر شوق سره دامريكا دپوځ ورتللو ته منتظر دي چې ازادې تر لاسه كړي . !“
چامسكي دامريكا په اصطلاح د دي محبوبو ليبرالو ”چار پوهانو! “ چې ”بنسټيز محور “توصيفوي او له لسيزو را په دي خوا متحده ايالاتو سره مرسته كوي او دغه ځواك ته داشغال گرۍ لاره هواره وي چې ياد ،هيواد يعني امريكا خپل ”قدرت او لاسبرې له پاره له هرې پولي اوسرحد څخه تېر او تر كومه ځايه چې يې وس وي پر مخ ولاړ شي .“ چامسكي نه خو دجنوب شرقي اسيا ”كار پوه “ دې اونه دمنځني ختيځ متخصص . خو په دغه دوه جغرافيايي سيمو باندې يې دامريكا په سياست اولاس وهنو يو لړ ډير روښانه او تلپاتي نقدونه ليكلي دي .
هغه دكتابچې په سريزه كې وايي چې د ”ايليت يا وتلو شخصيتونو مسوليت دادى چى واقعيت ووايي اودروغ افشا كړي .“ چامسكي ليكي د دولتونو اوحاكمو نظامونو ځيني منتقدانو دا ښه فرصتونه درلودل چې د هغو ”منتقدينو “ هويت په رسميت وپيژندل شي . هغه دواسلاو هاول ،شيرين عبادي ، او اى وي د ناراضيانو بيلگې چې ښه نومونه لري ،هم يادونه كوي .
خو د دوې په څنگ كې داسې نور ډير منتقدان هم شته ،چې دلومړۍ ډلې بر عكس په هغه هيوادونو كې ژوند كوي چې د ”امركا دوستان “ بلل كيږي . دغربي هيوادونو درسنيو او سياست مدارانو دانتقاد اوحملي لاندې نه دي راغلي . ځيني منتقدان لكه كاتوليك كشيش د ”يسوعي ټولني غړي “ چې په السالوادور كې په وحشيانه ډول چې كيداى شي دالسالوادور دپوځيانو له خوا ووژل شو . هماغه پوځيان چې تازه دامريكا دپوځيانو له خوا روزل شوي و . ډير لږ شمير كسانو اصلا ددى نورو منتقدانو نومونه اوريد لي دي . دا ځكه چې په امريكا كې رسمي اوغالب روايت چې كه د دولت له خوا وي اوكه د رسنيو له خوا اصلي جريان وي –په بشپره توگه څنډې ته كيږي . دچامسكي په وينا دا ډير ه ډاروونكي ده چې دناراضي اومنتقد نومونه د امريكا ”دوښمنو هيوادونو“ اوسيدونكو اواتباعو ته كارول كيږي .