یو یاد یو ویاړ : محمد یوسف هیواددوست

ارواښاد جان محمد پلار په کندهار کې د پښتو تیاتر یو پیاوړی بنسټ ایښودونکی:

له نن څخه  څه نا څه پنځوس کاله مخکې کله چې زه راډیو افغانستان ته د کوچنیانو خپرونې لپاره ورتلم نو ، هلته مې د  تیاتر او ډرام په برخه کې له یو شمېر مخکښو او زیارکښو کارکونکو سره ولیدل چې ځینې له کندهار ، ځینې یې له هلمند ، ننګرهار ، وردګو،لغمان ، کابل او ډېرو نورو ولایاتو څخه دغې برخې کې په کار لګیا و .په دوي کې داسې یو څوک هم ما ولید چې له کندهار نه به کله کله د راډیو افغانستان د ډرام او داستان شعبې ته راته او له ارواښاد استاد فضلي سره به یې کتل .دغه قدرمن  فرهنګي شخصیت ارواښاد جان محمد خان و چې په کندهار کې یې د تیاتر او ډرام له موسسینو څخه ګڼلای شو .زما د کار تر پایه کله به چې سره مخامخ شو نو راته به یې ویل (( دا نور دې هېواددوست بولي ، خو زه دې خدای دوست بولم ، ځکه ته تل کار ته وخته راځې او ناوخته ځي او دې ته خدای دوستي وایي ….)). وروسته بیا کله چې په کندهار کې امنیت ویجاړ شو نو ډېر شمېر هنرمندان ، پوهان ، استادان  او له هغې ډلې  محترم استاد جان محمد  خان پلار هم کابل ته راوکوچېد او دلته له ۱۳۶۰ کلونو وروسته د افغانستان د راډیو تلویزیون د ډرام او داستان په اداره کې په کار وګمارل شو .جان محمد پلار ډرامه لیکونکی ، ممثل ، پرودیسر او د سینما پیاوړی لوبغاړی و .له هغه څخه یو شمېر ډرامې ـ فلمونه ـ تمثیلي ټوټې او ادبي ـ هنري لیکنې پاتې دي. اروا یې ښاده او یادونه یې تل .