پښتو په اوسني ادبي نړۍ كښې پنځه ادبي ستوري (خادم، الفت، حبيبى، رښتين، بينوا) دي چې ډېر شهرت لري او د استاذۍ درجې ته رسيدلي دي. دوي نه يوازې ادبي، تاريخي، اجتماعي، اقتصادي، ژبني، فولكلوري او نور علمي مسايل څيړلي، ليكلي او چاپ كړي دي بلكې بيخي ډير پښتانه ځوانان يې په دې لار كښې هڅولي او روزلي دي. د دغو پخو استاذانو څخه يو هم استاذ (خادم) د پښتو ژبې ريښتينى خدمتګار، يو پوخ ليكوال ښه شاعر، نوميالى اديب او د فلسفي افكارو خاوند دى
خادم په (1325هـ، ق) كال د ننګرهار په شاعرانه ولايت كې د (كامې) په ولسوالۍ كښې په يوې عالمې كورنۍ كښې زيږيدلى دى.
د خادم پلار ملا حسام الدين او نيكه يې ملا علي ګل هم د خپل وخت ديني عالمان وو. خادم په خټه زاخيل مومند دى مولوي خادم خپلې لومړنۍ زده كړې په ننګرهار، پيښور او هند كښې سر ته رسولي دي او د منطق، صرف، نحوه، تفسير، حديث او نورو مروجه علومو د لوستلو څخه وروسته په جلال اّباد كښې د لومړني ښوونځي د ښوونكي په توګه په رسمي كارو بار لاس پورې كړى دى.
څه موده يې په (لواړګي) كښې د پښتنو زامنو ته ليك او لوست ورښودلى دى
په (1311ش) كال د كندهار په پښتو انجمن كښې شامل شو او له دغه وخته يې د ليكوالۍ اساسي دوره شروع شوه.
خادم د افغانستان په داسې دوترونو كښې كار كړى چې هلته به د علمي مسايلو څيړل وو. په تېره بيا د پښتو او پښتونوالي د پراختيا سره د ده خاصه مينه وه
خادم په پښتو ټولنه كښې د تاليف او ترجمې، د زيري د جريدې او دايره المعارف د ترجمې مديريتونه او د پښتو ټولنې علمي مرستيالي وظيفې په ښه شان چلگولي دي.
څو كاله د (مشرقي اتحاد) مدير وْ. همدارنګه په دې مينځ كښې يې د تعاوني ډيپو د پلټنې په څانګه كښې هم څه موده د مدير په توګه كار كړى دى. بيا د كندهار د طلوع افغان، كابل مجله او (اصلاح) ورځپاڼې د چلونې واګې هم ورسپارل شوي دي
خادم دوه درې كاله د پښتو كورسونو لوى مدير وْ. تر دې وروسته په پښتو ټولنه كښې د يو پياوړي عالم په توګه كار كاوه. دوه درې كاله د هيواد د ورځپاڼې امر او مسئول مدير و او بيا د مشرانو د جرګې ټاكل شوى غړى وْ. خادم په ځانګړي توګه د (اولس) علمي جريده خپروله
استاد خادم په عربي، اردو، پاړسي ژبو ښه پوهيده او په مورنۍ ژبه (پښتو) د ډېرو اثارو خاوند دى .
د ده اثار خواره واره او هم په جلا ډول سره د هيواد په مطبوعاتو كښې چاپ شوي دي.
خادم د خپلې ليكوالۍ او شاعرۍ په (50) كالو كښې ډير ادبي او علمي خدمتونه كړي دي او دغه لار يى د يو مسلك په توګه د ژوندانه تر پايه پورې ټينګه كړې وه
مولانا خادم د دوشنبې په شپه د سنبلې په پنځمه نېټه په (1358) كال په كابل كښې د تل له پاره سترګې پټې كړي او د خپلوانو له خوا په ننګرهار كښې پخپلې پلارنۍ هديره كښې خاورته ته وسپارل شوو روخ دې جنتونه دی په نصیب شی
Samsoor Momand
امکان ثبت دیدگاه وجود ندارد.