منان ملګری د افغانستان د تیاتر، سینما، ډرام او تمثیل غوره استاد : م- یوسف هیواددوست

   منان ملگری ) بې له شک ټول هنرمندان او هنرپوهان په دې خبره کې سره متفق دي چې ارواښاد منان ملګری د افغانستان د تیاتر ،سینما ، ډرام او تمثیل غوره او بې جوړې لوبغاړی او منلی استاد و . استاد منان ملګري لا هغه وخت چې د لغمان په هنرپروره ولایت کې اوسېده او د تنکي ځلمیتوب بې غمه وختونه یې تېرول ، له تمثیل او تیاتر سره مینه درلوده ، او همدغې مینې د هغه پښه د وخت راډیو افغانستان ته راکش کړه .زه ( هیواددوست )هغه وخت نوی د کوچنیانو له پروګرام څخه د راډیو یو شمېر نورو خپرونو ته ورمعرفی شوی وم چې د وظیفوي ارتباط له کبله د پښتو ډرام او داستان په شعبه کې ورسره آشنا شوم .خبرې یې تل په موسکا او ورین تندي کولې .په لاره به ورو ورو روان و خو کتل به یې تل شا او خوا ته ، یوه ږمنز او خوش بویه عطر به تل ورسره ول ، اکثرا به یې ملي جامي په تن وي خو کله به چې په دریشي کې راغی نو ارواښاد استاد فضلي به ورته ویل ( ملګری صیب ! بیا دې ځان ښایسته کړی ، خیریت خو به وي …) .

د استاد فضلي او استاد ملګري یوه ځانګړې دوستي وه ، له راډیو د باندې به یې هم سره کتل.یوه ورځ مې ورته وویل (( ملګری صیب ! تا پرون کیسه وکړه چې کوم باغ کې مو پاچا ظاهر خان ناڅاپي ولید ، ولې موږ له ځان سره نه بیایئ ؟ ) هغه راته وویل (( وخت یې راځي چې ته هم زموږ ډله کې شامل شي …)) او رښتیا کله چې زما قرارداد په رسمي توګه وشو ، او په عمر هم لږ برابر شو نو بیا به ټول په ګډه مېلو او نندارو ته تلو .تل لکه یو مشر پر خپلو همکارانو مهربانه و .خدای تعالی ورته یو ځانګړی استعداد ورکړی و ، د اړتیا په وخت کې به یې په لږ وخت کې د راډیو لپاره یو پرله پسې داستان ولیکه ، او یا به یې په یو ساعت کې د راډیو د جمعې د شپې ډرام ولیکه .په ډایرکټ ، رژې ، او پرودیوس کې غوره او چټک و . د ستیژ پر سر پر خپل رول او ټول ستیژ حاکم و .کله خو به داسې شو چې له خلکو ډک تالار کې به یې د ستیژ پر سر پرته سکریټ او لیکنې سم دلاسه یوه تمثیلي پارچه او یا ډیالوکونه جوړ کړل .د راډیو د ژوندیو پروګرامونو ( تمثیلي ) په وړاندې کولو کې هم همدغه راز بریالی و . د تمثیلي پارچو ښه لیکوال و .له دې برسېره غوره لنډې کیسې او خواږه شعرونه به یې ویل . انقلابي جذبات یې درلودل ، په شعرونو او داستانونو کې یې قهرمانان دهېواد بې وزلي خلک ول.ژبه یې مخامخ ، تنده خو دوستانه وه .انتقادي اړخ یې پیاوړی و .چاپلوس نه و ، او نه د کوم مقام او چوکۍ علاقمند .

ملګری صیب د ځینو ټلویزیوني فلمونو او سریالونو سناریو هم لیکلې چې په دې ډله کې د ( کونډې ځوی ) د سریال په لیکلو کې له څو تنو نورو لیکوالو سره ګډ کار وکړ .هغه د ملت د بیدارۍ لپاره د سر په بیه کار وکړ خو له بده مرغه چې دولتونو او حاکمانو هغسې چې لازمه وه د هغه ژوند و نه ژغوره او په پای کې له دې فاني نړۍ څخه یې د تل لپاره سترګې پټې کړې . الله دې ښه جنتونه ورکړي .

هیله ده د افغانستان د راډیو ټلویزیون او افغانفلم عمومي ریاست د یو تمثیلي کورس تاپیا وکړي چې د ارواښاد استاد منان ملګري په نوم وي او هر کال به شامل خدمت ممثلینو ته اظافه مسلکي زده کړه ورکوي . ( یوسف هیواددوست ـ له ډنمارک څخه د افغان غږ راډیو یې مجله )

امکان ثبت دیدگاه وجود ندارد.