په داسې حال کې،چې په دې وروستيو کې د طالب استازو او امریکا خبرې تر پخوا تودې شوې دي او له افغانستانه د امريکايې ځواکونو د وتلو په اړه په کور د ننه او امریکا کې ضد او نقيض څرګندونې کیږي؛ نو د پوخ عمر هر افغان ذهن ته له افغانستان څخه د سرو لښکرو د وتلو سناریو ور په یادوي.
د پخواني شوروي اتحاد لښکرو څلور لیسزې وړاندې د ځمکې او هوا له لارې پر افغانستان يرغل وکړ او ببرک کارمل يې قدرت ته ورساوه.
شورويانو په افغانستان کې نهه کاله تېر کړل او د وخت مجاهدينو يې د امريکا په مالي او تسلیحاتي ملاتړ چې د پاکستان له لارې ورته برابرېدل؛ پر ضد وجنګېدل. بالاخره د ۱۹۸۸ زېږدیز کال د اپریل میاشتې په ۱۴مه نېټې د جينوا پرېکړې له مخې روسانو ته له افغانستانه د وتلو لار برابره شوه.
له افغانستانه د روسانو وتلو سره خلکو داسې فکر کاوه، چې ګواګې سوله به راشي، امنیت په ټینګ شي او حق به حقدار ته وسپارل شي،خو هر څه برعکس شول او د سولې پر ځای جګړو او ورانکاریو د افغانستان بڼه بدله کړه. که څه هم هغه مهال د ډاکټر نجيب الله حکومت خپلو وسله والو مخالفانو ته د سولې وړانديز وکړ، خو مجاهدينو ورسره موافقه ونه کړه او جګړې لا هم زور واخيست.
دا، چې ولې د روسانو له وتلو وروسته هم سوله رانغله او جګړو زور واخيست؛ په اړه يې بېلابېل نظرونه شتون لري. جهادي څېرې وايې د جينوا په تړون کې د افغانستان د سولې او نظام په اړه روښانه تګلاره موجوده نه وه، ځکه افغانستان د داسې قوي نظام څښتن نه شو، چې هم په کور دننه پرې ټولې ښکېلې غاړې يوه خوله وای او هم د نړيوالو هيوادونو له ملاتړه برخمن وای؛ خو عام خلک او يو شمېر کارپوهان بیا په دې باور دي، چې ګواکې د شورويانو له وتلو وروسته د واک پر سر د مجاهدينو جنجالونو، د روسانو او ډاکټر نجيب د حکومت د اړيکو سوړوالی او د جينوا په تړون کې په افغانستان کې د ښه نظام رامنځته کولو په اړه د نړيوالو بې توجهي او پلان نه لرل؛ د دې لامل شول، چې افغانستان د جګړو په ډګر بدل شي، له بل پلوه کله، چې داکټر نجیب الله له افغانستانه د روسانو د وتلو ورځ د ژغورنې ملي ورځې په نوم یاده کړه، نو دغه چاره سبب شوه چې د کابل او مسکو اړيکې سړې او د پاکستان له ملاتړه د برخمنو مجاهدينو پر مټ د ډاکټر نجيب الله حکومت ړنګېدو ته زمینه برابره شي.
آیا نن او پرون حالات يو شان دي؟
په داسې حال کې چې اوسمهال د طالبانو او امریکايانو تر منځ د سولې په خبرو کې له افغانستانه د امريکايي سرتېرو د وتلو خبره ډېره مطرح کيږي او وسله وال طالبان یې د وتلو خبر ته څڼې غورځوي او ورسره له افغان حکومت سره له خبرو انکار کوي؛ دې چارې د عامو خلکو سره دا اندېښنه پيدا کړې چې ښايي يو ځل بيا د مجاهدينو د وخت تجربه تکرار شي، ځکه هغه مهال هم مجاهدينو د ډاکټر نجيب الله له حکومت سره له خبرو انکار کاوه،خو له روسانو یې غوښتي و،چې حکومت دوی ته وروسپاري او اوس د طالبانو وسله واله ډله هم د افغانستان له حکومت سره د سولې له خبرو انکار کوي،خو له امریکا سره خبرې دوستانه او اغېزمنې بولي؛ هغه مهال هم روسان له افغانستانه ووتل او افغان حکومت د پاکستان له ملاتړه برخمنو مجاهدینو ته پاتې شو او اوس هم که امریکايان وځي نو وسله وال طالبان، چې د پاکستان، ايران او روسيې له ملاتړه برخمن دي؛ د افغانستان په سياست کې راګډېدونکي ښکاري.
اوسني او پخواني حالات په يو تفاوت سره نور بيخي ورته دي؛ او تفاوت دا دی، چې هغه مهال ولس د پاکستان په مکاره توب دومره پوه نه و او داکټر نجيب الله ورسره د مقاومت لپاره ځان ته و، خو اوس دا هیله شته،چې ولس مو د پخوا په پرتله د پاکستان په نيت ښه پوه او اشرف غني هم د ولس او نړيوالو له ملاتړه برخمن دی.
خو یوه اندېښنه لا پر ځای ده،چې که طالبان د نړیوالو د ګټو د خوندیتابه تضمین ورکړي ممکن افغانستان یو ځل بیا ځانته پرېښودل شي.
او دا هم د یادونې وړ ده،چې که طالبان د مجاهدينو له تيرو سهوو عبرت نه اخلي او خپلې سرزورۍ ته دوام ورکوي او له حکومت سره خبرو ته نه حاضريږي نو ډېر ژر به د وسله والو طالبانو مشران هم له خپل اوسني دريځه پښیمانه او ولس ته بې ځوابه پاتې وي.
لیکنه: خوشحال آصفي
په داسې حال کې،چې په دې وروستيو کې د طالب استازو او امریکا خبرې تر حاضر پښیمانه او ولس ته بې ځوابه پاتې وي.
لیکنه: خوشحال آصفي