په تخار ولایت ځايي چارواکي چې یو شمېر قاچاق وړونکي

قاچاق بران
زلمی-آشنا دتخار خبریال

په تخار ولایت ځايي چارواکي چې یو شمېر قاچاق وړونکي غواړي د دولت له مخالفانو سره د تخار ځينې سیمې ناامنې کړي، خو د تخار امنیې قومندان وايي چې د دولت د مخالفانو او د قاچاق وړونکو څخه د سیمې د پاکونو په موخه يې هڅې روانې کړې دي. هغه وايي چې د همدې هڅو په لړکې په روانه اونۍ څلور تنه قاچاق وړونکي چې د دولت له مخالفانو سره یې لاس درلود نیول نیولي دي. خیرمحمد تیمور وايي چې که څه هم پولیس پوره امکانات په لاس کې نه لري، خو بیاهم دوی کولی شي چې د مخالفان هر ډول کړنې شنډې کړي. نوموړی وايي چې قاچاق وړونکي غواړي د دولت د مخالفانو سره د تخار او تاجکستان په پوله پرتې ولسوالۍ نا امنې کړي څو له دې لارې خپل فعالیت ته دوام ورکړي: «د هیواد یو شمېر دښمنان له بېلابېلو برخو حمایه کېږي، دبېلګې په توګه قاچاق وړونکي، دلته یو شمېر بدکاره او جنایت کاره خلک دي چې د خلکو تر منځ هیڅ ځای نه لري، دوی وسلې لري، خلک زوروي، غلاکوي. یوه اونۍ مخکې موږ یو چاڼیز عملیات وکړ چې په پایله کې یې د مخالفانو څوتنه مشران ونیول شول.» په ورته وخت کې بیا د تخار یوشمېر او سیدونکي د کوکچې په پورې غاړه ولسواليو کې د مخالفانو او قاچاق وړونکو له شتون څخه د سیمې پاکولو په موخه پیل شوي عملیتات ګټور ګڼي او زیاتوي چې خلک باید له پولیسو سره د امنیت په برخه کې مرسته وکړي، څو په وینايې سیمه یې پرمختګ وکړي او د بیارغونې چارې ګړندۍ شي.«خلک په سیمه کې ژوند کوي، دوی کولای شي چې د ناامنیو او نورو ستونزو په هکله پولیسو ته خبر ورکړي چې په کومه سیمه کې مخالفان دي، څو له دې لارې له نا امنیو مخنیوی وشي. کله چې خلک له پولیسو سره  د امنیت په برخه کې مرسته وکړي، په هغه سیمه کې به نا امنۍ به نه وي، سړکونه ، کیکلنیکونه او ښونځي به جوړيږي او خلک به په همدې توګه په تدریج سره د یوه ښه ژوند په لور خپل ګامونه اوچت کړي.» د تخار امنیتي چارواکي وايي چې تخار له تاجکستان هیواد سره اوږده ګډه پوله لري چې زیات وخت د مخالفانو او په سیمه کې د قاچاق وړونکو له خوا د امنیت د خرابوالي هڅه کېږي، خو هغه زیاتوي چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې به سیمه د هغوی له شتون څخه پاکه شي او د خلکو اندېښنه به هم له منځه لاړه شي.

 

امکان ثبت دیدگاه وجود ندارد.