عبدالوهاب سرتیر ! : محمد صدیق سمندر

دملي ولولوخاوند،هیوادپال اواولس پال شاعرښاغلی عبدالوهاب سرتیر:

د افغانستان په معاصره شاعرۍ کې زموږتکړه او خوږژبې شاعرښاغلی عبدالوهاب سرتیرهغه ملي،ټولنیزاوادبي سټه ده چې د ده د نوم سره زموږدادب اوفرهنګ مینه وال آشنا دي.ښاغلی عبدالوهاب سرتیرد حاجي صاحب عبدالغني زوی دی چې پر (۱۳۲۸) لمریزکال د ننګرهارولایت د سره رود په موسی زیو کلي کې زیږیدلی دی. ده خپلې زده کړې د سید جمال الدین د ښوونې او روځنې په موسسه کې سرته رسولې دي.تر ( ۱۳۵۸) لمریز کال پورې د حبیبیې او استقلال په لیسو کې د پښتو ژبې او ادبیاتو د ښوونکي دنده لرله، او وروسته یې په رادیوتلوږیزون کې پر کار پیل وکړ.

ده په رادیوتلویزون کې د شاعرۍ تر څنګ د خپل کار په موده کې په سلګونو لیکنې ، ګذارشونه، مرکې او دیالوګونه لیکلې دي.سرتیر صاحب همداسې یو شمیرښکلې او په زړه پورې رادیویي خپرونې هم جوړې کړې دي. دی په رادیو تلویزون کې د بلابیلو خپرونو لیکونکې، ویونکې، او چلوونکې و.

سرتیر خپل منځي جګړو له کبله د جرمني هیواد ته کډوال شو، او له (۱۹۹۳) زیږدیز کال راهیسې په جرمني کې د پردیسې ژوند تیروي.

له (۱۳۴۳) لمریز کال راهیسې د ده شعرونه د هیواد په مطبوعاتو کې خپره شوي او خپریږي او ده خپل قلم په دې لاره کې اوچت ساتلی دی.

سرتیر صیب لکه څنګه چې خپله په شخصي مراوداتو او راشه درشه کې تصنع او ټګي برګي نه پیژني او د ساده او رښتیني پښتون شخصیت ذهنونو ته تداعي کوي همداسې یې شعرونه هم له دومره صمیمیت نه ډک دي چې رسا پر زړونو اغیز کوي.

د ښاغلي سرتیر په شاعرۍ کې ملي ولولې اوجذبې، پاک او سپیڅلي وطني احساسات، بشر دوستي، د انسان او انسانیت سره، د پښتون او پښتنولي سره ژوره مینه او خواخوږي د شاعرانه ملي احساساتو په څپو کې له ورایه راڅرګندیږي، او همداسې د ده په شاعرۍ کې د انساني او اخلاقي موضوګانو نور اړخونه په ډیرو ښکلو انځورونو کې ترسترګو کیږي.

گران سرتیر او درنی کورنی ته ئی د روغ صحت اولا زیاتو بریاوو او هوسا ژوند په هیله .

امکان ثبت دیدگاه وجود ندارد.