
زموږ د ګران وطن پر خاوره یو ځل بیا د پاکستان لخوا بېرحمانه هوايي بریدونه وشول. د کابل او پکتیکا پر بېګناه خلکو دا بمبارۍ نه یوازې د افغانستان پر حاکمیت ښکاره تیری دی، بلکې د سیمې د سولې او ثبات په وړاندې څرګند سپکاوی او بېپروايي ده.
بریدونه بېقیده او بې له کومه شرطه د نړیوالو قوانینو او بشري اصولو خلاف دي او موږ یې په کلکو ټکو غندو او غواړو چې پاکستان سمدستي د افغانستان د هوايي فضا بشپړ درناوی وکړي او له هر ډول پوځي تیري لاس واخلي.
ادامه خواندن زموږ په ګران هیواد د پاکستان هوايي تیری د غندلو وړ دی! :نور محمد غفوری












