د غوره فرهنګي شخصیت انجینر صیب مسعود سره مصا حبی په لړ کې څر ګنده کړې .: عــمــر ننگیار

   عمر ننگیار. ګرانو دوستانو! د طنز او طنز لیکلو په اړه زما پوهاوی چې د غوره فرهنګي شخصیت انجینر صیب مسعود سره مې څه موده وړاندې د یوی مصا حبی په لړ کې څر ګنده کړې وه ،چې دا دې دویمه برخه يي تاسې ته وړاندی کوم .

پوښتنه : ستاسې په اند کوم طنز د فورم، شکل، محتوا او موضوع له پلوه ښه هنري طنز کیدای شي؟

ځواب :

زما په اند که چیرې په یو طنز کې هغه فکتو رونه چې د طنز پیژندونکو دنظر په یوالي سره منل

شوی دی لکه نیوکه . ما لگینه خندا . مبا لیغه او فا نتا زی شتو ن ولري د ظرافت او نیوکی تر منځ یې

انډ ول په پام کې نیول شوی وي هغه ښه طنز بللی شو .

پوښتنه : تاسې د طنزونو ډولونه د موضوع او منځپانګې له مخې څنګه څیړئ؟

ځواب :

په لنډ ه تو ګه ویلی شم چې طنز په بیلا بیلو ادبي . ژور نا لیستیک او هنري قا لیبونو کې خپله

موخه تر سره کوي چې دا قا لیبونه په لاندی ډول ښودلی شو :

– ـ ادبي طنز : په دې ډول طنز کې ستو نزی ؛ کمبودی او نیمګړتیا وی دډ یرو ظریفو نیوکو په

مټ د ادبي تصنیفا تو لکه رمز؛ کنا یې او اسطو رو څخه په گټه اخیستلو سره لیکل کیږي.

په ادبي طنز کې ډ یر ځلی د اثر په ژور والی او منځ پانگی تاکید کیږي نیوکه یې ژوره او دخندا

او ظرافت عنصر یې دموضو ع په ژور تیا کې نغښتې وي .

– ـ ژورنا لیستک طنز : په ژور نالیستیک طنز کې دادبي طنز په خلاف دنیو کی وړ پدیده یا ځیز

په بر بنډ ه تو ګه داسې بیا نیږي چې په هغه وخاندو او یایې د خندا وړ وګرځو.

چې په دې بر خه کې ( رپلیکا ر ) په نامه ژانر د ژورنالیستک طنز یو ه ښه بیلګه ده .

ـ انځوریز طنزو نه : څرنګه چې دنامه نه یې جوتیږي چې طنزي موخه یې په ننداریزی بڼی

دخلکو دپوهاوی او هغو کې د منفی پدیدو په وړ اندی دغبر ګون داحساس را پارول دي

چې مونږیې په کارتون سینیما تیاتر او نورو انځو ریزو هنرونو کې لیدلی شو .

پوښتنه : ژبني او انځوریز طنزونه د شکل او فورم له پلوه څه ډول ارزوئ؟

ځواب :

طنز په بیلا بیلو ادبي، هنري قالیبونو کې د اصلاح یا سمون مو خه په مخ کې لري څرنګه

چې د مخه مو وویل ژبني طنزونه دنثر او نظم په قالبو نو کې وړاندی کیږي او انځوریز طنزونه دکارتون . سینما او تیا تري نندارو کې لیدونکو ته وړاند ی کیږي چې هره یوه بیلګه یې دټولنی

دوګړو دپوهاوی دکچې په انډول اغیزه شیندي . په لنډه تو ګه ویلی شم چې ژبني طنزونه دټولنی

لوستی برخی ته او انځوریز طنزونه بیا دټولنی په نا لوستو وگړو اغیزه شیندي.

پوښتنه : هره لیکنه ځانته خپله ژبه لري . د بیلګې په توګه د علمي لیکنو ژبه، د تاریخي لیکنو ژبه، د مقالو ژبه، همدارنګه طنز هم ځانته ځانګړې خپله ژبه او سبک لري . تاسې په دې تړاو څه نظر لرئ؟

ځواب :

وایي طنز په خو ږو کې دترخو تیرول دي . دا په دې معني چې د طنز ژبه خوږه ده چې په ډیر

ظرافت دنیوکی تر یخوالی په خو ږو رمزونو او کنا یو کې مخا طب ته دمنلو وړ ګرځوي او

دسمون اراده په کې راټو کوي . طنز په هر فورم کې چې وي باید پا که او سو چه ژبه ولري تر

څو د ( ایرونی) یا رټنی پیټی په خپلو اوږو بریالی موخی ته ورسوي .

نور بیا