کله چې د شین اسمان لمن د تورو وریځوتر یرغل لاندې راغله د لمرد ژوند بخښونکو وړانگود خپریدو هیلې خاورې شوې ، د رڼا اوښیرازیٔ پلویانو ته نورپه هغه د ویرې اوننګونو چاپیریال کې د ژوندانه دوام ناشونی شو ، دیریٔ هیواد وال د ځان اوکورنیٔ د ژوندي پاتې کیدوپه موخه د هیواد نه وتو ته اړایستل شول چې ډیر شمیریې د فدراتیفی روسې په لور رامات شول . دلته په فدراتیفې روسیې کې هم چې سیاسي بدلونونه رامنځ ته شوې وودولت د دې جوګه نه ووچې د لویدیځو هیوادو په څیر زمونږ د راکډه شوو هیوادولود کډ وال ژوندانه پیټې په اوږه واخلي یا لږ تر لږه د مرستې غیږه ورته پرانیسی . دلته د ژوند دبقا او د اولاد د روزلو ژمنتیاوو افغان کډوال یوې نوې ازموینی سره مخامخ کړ، دی چې داکتر، افسر، انجینر، لیکوال، ژورنالیست او۰۰۰۰
وو او په دې ملک کې چې د ژبي او فرهنګ سره یې پردی وو سره له دې هم ټولنې په غیږ کې ونیو او د ژوند کولو لارې چارې یې وروښودې ، ماشوم یې ښونځی ته لاړ او ده ته یې د راکړې ورکړې په بازار کې د سوداګریٔ چارې ورزده کړې او د یو وړوکی سوداګرپه څیره کې د ژوند د بقا او سمون ډګر ته ووت او په بریالي توګه یې د ژوند د سمبالښت چارې پر مخ بیولې . خو د بشرپیژندنې د پوهي له مخې په کډوال ژوندانه کې کډوال د کوربه هیواد د فرهنګ سره چې دې ورسره پردې دې مخامخ کیږي، هغه کډوال چې د خپل فرهنګي او ټولنیزو ارزښتونو د سا تلو او ودی وړتیا نه لري هلته ویلې کیږي ، چې دا په کډ وال ژوندانه کې لویه غمیزه ده ،نو ځکه خو د ۱۹۹۴ ـ ۱۹۹۵ کلونو کې د یادې غمیزې له ویرې دلته د فدراتیفې روسیې په پلازمینې مسکو ښار کې کډ والو افغانانو سره دا فکر پیدا شو چې د خپل منل شووفرهنګي اوټولنیزو ارزښتونود ساتنې او سمبالښت له پاره مرستندویه ټولنه جوړه کړي . کله چې کډ والو افغانانو د مسکود ښار د لویو او وړو بازارونو نه د سیواستوپل هوتل په ودانیو کي سوداګریزکار په موخه راټول شول لومړنی سوداګریز مرکزیې جوړکړاو په لومړی ګام کې یې د مړې ژوندی او نورو وړو ستونزو ته رسیدل خپل د کار سر لیک وتاکه ، خو څرنګه چې غوښتنې او ستونزې ډیرې وې او د هیواد د هغه وخت سیاسی اتموسفیرباد دی خواته هم را الوتې وو او مونږ کډوال افغانا ن یې هم تر اغیزې لاندې راغلې وو ، هغه د ګد وال ژوندانه څه نا څه نژدې چاپیریال مو د بیلا بیلو نوو سیاسي سلیقوښکار شو او هغه لومړنیٔ نیم بنده تجارتي مرکز مو رنګ بدلو او سیاسی کیده . په همدغه وخت کې یو شمیر روڼ اندو چې د سیواستوپل په تجارتي چاپیر یال کې په کار بوخت وواو د سیاسی ، تولیزواو فرهنګي کړیو ملا تړیې دځانه سره درلود د یو پراخ تولنیز مرکز چې د هیواد د ټولو ورونو ملیتونوڅیره په کې ولیدل شي په دموکراتیکو اصولو د جوړیدو تکل وکړ ، د تاکنو کمیسون جوړ شو د دغه ټولنیزاو سودا ګریز مرکز مشری ته نوماندانو خپل نومونه ټاکنیز کمیسون ته وروپیژندل چې وروسته بیا د جنرال غلام محمد جلال په ګډون پنځه کسه نوماندان د ټاکنو غونډی ته حاضر شول چي د پټو او نیغو اوټونو په اچولو سره جنرال غلام محمد جلال د نورو نوماندانو په پرتله په ډیرو رایو د مرکز دمشر په توکه و ټاکل شو . چې دا په ګډ وال ژوندانه کې د افغانانو د دموکراتیکو ټاکنو یوه ښه تجروبه وه . وروسته بیا مرستیا لان او مرکزی شورا غړي هم وټاکل شول او په لومړي ځل دافغانانو د ټاکل شوي ریس غلام محمد جلال تر مشریٔ لاندې پراخ کاري پلاتفورم جوړ شو او کار په اقصادی، ټولنیز ، حقوقي او فرهنګي برخو وویشل شو اوچار غاړو یې «مسولینو یې» په کار پیل وکړ.
غواړم د دغې اوږدې مودې په لړکې د هرې برخې د اهمو کارونو نه د سارې به توګه نوم واخلم .
اقصادي یا تجارتی برخی کې :
———————————-
مرکز خپل مخی ته د کار د قانوني کولو موخه ایښې وه ، د مالیې دورکولو د سیستم رواجول، د کاسی « هغه ماشین چې ورځنی خرڅلاوپه کې وهل کیږي چې بیا له هغې مخی محاسب د مالی اندازه جوته وي» د اپرات په هټیو کې رواجول ، د مالونو صحي سرتفیکات د جوړیدوهڅونه، او د کرایو دنیغې ورکړې په ځای د بانګ له لاری د کرایو ورکړې سیستم ته د سودا ګرو هیواد والو هڅونه.
ټولنیزه برخه کې:
———————-
په کډوال ژوندانه کې د ټولنیزو ټولنو یوه دنده دا ده چې د خپلو هیوادولو د غم ښادیٔ ، مړي ژوندي ،د هیواد ولو تر منځ د ناستې ولاړې،لاس نیوی ، روغ او رنځورپالنې د دود ساتنه اوپالنه وکړې، د هیواد والو تر منځ دهمغږیٔ او دوستیٔ مزی ټینګې کړی . د نیکه مرغه د افغانانو کاری مرکز د خپلو هیواد والو په مرسته په دي برخه کې خپلې ژمنې تر وسی وسی تر سره کړی دي . په روغتونونو کې یې د خپلو رنځورو هیواد والو پوښتنه کړې ده او اړو رنځورانو ته یې مرستې رسولی دي بی وزلو مادی مرستو ته اړو هیواد والو ته یې مرستی کړې دي ، په هیواد کې دننه د طبعی پیښوزیان رسیدونکو ته او د جګړو له امله بی ځا یه شوو کدوالو ته یې مرستې راتولې کړی او لیږلی دي . د افغانانو کاري مرکز په دې وروستیوکې د ټولو ټولنیزو ، سیاسي او فرهنګي ټولنو سره د همغږیٔ او ګډ کار غږ پورته کړې چې تر اوسه يې څو بریالیٔ غونډې ترسره شوې دي د ښو پایلو په هیله یې یو .
فرهنګې برخه کې :
—————————–
په کډوال ژوندانه کې د ټولنیزو ټولنو تر ټولو اهمه کاري بیلګه فرهنګي کاردی . هر ولس او ملت د خپل فرهنګ په هنداره کې ارزول کیږی ، دا فرهنګ دې چې ملتونه پرې ژوندي دي ، بې فرهنګه ملت مړ دې . چیرته می لوستی وو : که د یو ملت له منځه وړل غواړیٔ توپ ، تانګ او نورو جکړیزو وسلو ته حاجت نشته یوازی فرهنګ یی تر واخلی هغه نور مړ دې . د کډوال ژوندانه په لړ کې خامخا دوه فرهنګه سره په ټکر کیږي، پډای فرهنګونه بیوزلی فرهنګونه په ځان کې حلوي او کډ وال د بی فرهنګیٔ او د خپل فرهنګ سره د پردیتوب د غمیزی سره پرته له دې چې پوه شې مخامخ کیږي . دلته ده چې ژمنې کډوالې ټولنې د دې غمیزی د خطرې د مخ نیوي له پاره فرهنګي کارو ته لاس غزوي . د افغانانو کاري مرکز هم د خپل رامنځه کیدو له هماغه لومړنیووختو څخه فرهنګې فعالیتونو ته ځانګړې پاملرنه کړې ده چی بیلګی به یې څرګندی کړم :
افغان ماشومانو ته د خپل مورنیوژبو د لیک لوست او هیواد دتاریخ او جغرافې او دینی علومو د زده کړې په موخه د ښونځي جوړول او نژدی دوه سوه زده کونکو ماشومانو ته د میاشتی ۲۵ دالره تشویقی مرسته ورکول.
ـــ کډوالو هیوالو او په ځانګړې توګه ځوانانو ته د هیواد د نامتو د ادبیاتو مخکښانو او هنر مندانو د پیژندګلویٔ په موخه ادبی او هنری غونډی جوړول، لکه د افغانستان او روسیې د ادبیاتو ګډی غونډې ، د هیواد وتلی شاعر او لیکوال باری جهانی په ویاړ د غونډی جوړول ، د افغان شاعر سمع الدین افغانی په ویاړ ادبی غونډې جوړول، د افغان نامتو څیړونکی او لیکوال ارواح ښاد نومیالې صایب په ویاړ د غونډې جوړول ، د پیژندل شوې شاعر لیکوال او مولانا پیژندونکی داکتر لطیف ناظمی په ویاړ دوه واری ادبی غوندی جوړول او د هغه اشعارو د دووټولکو په روسی ژبې اړول او خپرول ، د پښتو ژبې د ادب د شملی ګل پاچا الفت په ویاړ پرتمینې غونډې جوړول او دهغه د یو شمیر اشعارو او هنرې نثرونو روسی ژبه ته اړول او« دزړه خبری» په نامه دهغه چاپول ، د افغان انځور ګرو د هنری اثارو ننداتونونو جوړول او لیدو ته یی افغان ماشومان ، ښځې او نارینه رابلل . د موسیقی دهنر مندانو لکه ارواح ښاد ظاهر هویدا، نغمه او منګل ، محترم استالفی، محترم مقری او نورو هنرمندانو رابلل او د کنسرتونو جوړول. همدا شان د کاری مرکز په لومړیو کلو کی د ځپریدونکو رسنو ازاد مرکز جوړیدل چي دکاری مرکز خپریدونکې ارګان «اتحاد او عمل » چې پیژندل شوی ژورنالیست یوسف هیواد دوست په مشری او وروسته بیا د « کابل» جریده د محترم بسم الله اکبری په مشری« چی دا دواړه جریدی د خوږ ژبې شاعر او ژورنالیست عارف خزان په همکاریٔ خپریدی» د هفت روز جریده، د هندو کش ورځپانه ، د زمانې جریده او نوید روز ورځپانه چی دا دی درویشت کاله کیږی چی پرته له ځنده خپریږي . دملی او مذهبی جشنونو او اخترونو لمانځل ، د هیواد والو د عبادت د سرته رسولوپه موخه د جومات جوړول . افغان میرمنو ته د روسی ژبی د زده کړې کورسونو جوړول او دوی ته ځانګړي تفریحی او فرهنګی پرګرامونو جوړول ، دافغان محصلانو سره د هغو د مسلکی زدکړو په څنګ کې دوی ته فرهنګي چاپیریال جوړول ، چې په دې چاپیر یال کې د ځوانانو پام په خپله ژبه د کتاب لوستو ته اړول ، دوی کې د کتاب لوستلو د کانکور اعلانول او تکړه اوبریالی کتاب لوستونکې ته نقدی او جنسی جایزو ورکول ، د هغو محصلانو هڅونه او نقدي تقدیرچی پوهنځې یې په لوړو نمرو پای ته رسولی وي. دا ټول زمونږ د فرهنګي کارونو بیلګې دي .
په حقوقي پرخه کي:
———————
په هره تولنه کې د انسانانو د تولنیزو اړیکو په ترڅ کې یو ډول کمی او زیاتی رامنځ ته کیږي چی دا نا انډولي د ټولنې د قانون په رڼا کې تر غور لاندې نیول کیږي . دا مثله په کډ وال ژوند کې ستونزمنه ده ځکه چې کډوال کس د کوربه هیواد په قوانینو پوره پوهاوي نلري ، بیا هم دا د کډوالود ټولنو دنده ده چې په دې برخه کې خپلو هیواد والو سره مرستی وکړي. د افغانانو د کاري مرکز حقوقی څانګه تل د خپلو هیواد والو په چوپړ کې وه او په خپل وخت یی اړو هیواد والو ته حقوقی مرستې وړاندی کړی دي . چی د ساری په توګه یې څو بیلګي وړاندې کوم .
د پولیسو او محاکمو ادارو کی په جرم او جرایمو تورن افغان سره قانوني مرسته ، په وړو او لویو غونډو کې هیواد والو ته د روسیي د فدرال قانون پوهاوی، په زندانونوکې د افغان بندیانو د حال او احول تپوس او په اخترونو کې هغوی ته د مرستو رسول .
دا ټول د افغانانو د کاری مرکز د کار بیلګي وې چې تر نن ورخې پوری په سیستماتیک ډول د افغانانو د کاری مرکز ریس ښاغلی غلام محمد جلال په مشری تر سره شویدي.