نوی کال او نوروز مومبارک شه :عمرننگیار

د ژوندانه په اوږدو کې دزمان بله پاڼه واوښته ، کال بدل شو، طبعیت د خپل درانه ژمني خوبه راویښ شو او د پسرلي ښایسته سفوني  په غږیدو د ښکلا او هیلو غوټۍ په سپړیدو شوی، چې ورسره جوخت د انسانانو په روح او روان کې د مینی ، محبت اودوستۍ تلوسې هم راپاریږي ، چې دا په خپله نوی ښایسته سوله  ایز ژوندانه ته د تکل زیری  دی.                            عزیزانو! د څو لسیزو په اوږدو کې زمونږ پسرلیو خپل رنګ او خوند ورک کړی دی، زمونږ ځوریدلی ولس د ورتپل شوي تاو تریخوالی په چاپیریال کې د پسرلیو د ښکلا او شینګیا د سوله ایزې تماشې او خوند څخه بې برخې پاتې شوی دی او هر کال یې د راتلونکې سوله ایز ښایسته د مینو ډک پسرلي هیله کړی ده خو دبده مرغه دا هیلې هماغسې هیلې پاتې شوی دي ، د نیکه مرغه  اوس چې د   ۱۴۰۰ لمریز کال د پسرلي په درشل کې ولاړ یو،ګورو چې د یادو هیلوپه ګل بوټو کې د سولې دغوټیو د ټوکیدو نښې نښانې لیدل کیږي ، هیله مند یم چې د داسې سولې د ټینګښت شاهدان ووسو چې د هیواد ملي ګټې په کې نغښتې وي.  خو دا سپیڅلې هیله به مو هله ګړندۍ تر سره شي چې مونږ هر یو په خپلو زړونو کې کرکه او دښمني په مینې او دوستي واړو ، یو بل ته خواخوږۍ او پیرزوینې ولرو او د هیواد د ښیرازۍ اوودانۍ په ستر چوپړ کې په ګډه ځان کلک ژمن وګڼو.                             

څانګه به نن صبا کې ګل شي

ما یې په سرکې سرې غوتۍ لیدنی دینه

نوی کال او نوروز مومبارک شه