
سویډن کمېټه د تخار په یولسو ولسوالیو کې ۲۱۰ کلیوالي ښونځي لري چې په کې څه باندې ۶زره ماشومان زده کړه کوي. په تالقانو کې د دغې موسسې چارواکي وايي په دغو ښونځیو کې هغه ماشومان چې د لارې د لرې والي له کبله نشي کولای دولتي ښونځیو ته په وخت ورسیږي، د زده کړې چانس تر لاسه کوي. په تالقانو کې د سويډن کميټې د ښونې او روزنې مسوول سید مختار سادات وايي چې د دغه پروګرام له لارې هر کال د تخار څه باندې دوسوه زده کونکو ته په خپله سیمه کې د لومړني زده کړې لار اواريږي: « د کلیوالي ښونځیو د جوړیدو موخه د لرې پرتو سیمو ماشومانوته چې د دولتي ښونځیو د لرې والي له کبله له زده کړې پاتې کېږي، د زده کړې زمینه برابرول دي. وروسته له دې چې دغه زده کونکي څلورم ټولګي ته رسیږي، که دولتي ښونځی ورته نزدې وي دولتي ښونځي ته لېږل کېږي او که نه نو تر اتم ټولګي پورې په همدغه ښونځي کې زده کړې کوي. »






