
داسي اټکل کېږي چي میرویس خان په ١٠٨٤ هجري قمري – ١٦٧٣ – م کي زېږېدلی دی.
پلار يې ښالم خان نوميده چي د هوتکو د قوم یو منلی مشر و . مور يې نازو انا د سلطان ملخي د غرځو (غلجو) د خپلواک مشر لور وه. هغې په يښتونولي د خپل زوی پالنه او روزنه کړې وه او تل به يې په اوداسه شیدې ورکولې .
کله چي میرویس نیکه پیدا کیده، نو نازو انا خوب ولید : بېټ نیکه ورته راغی او ورته ويې ویل زما لورې ! دا زوی ښه وروزه، کله چي دا لوی شي ستر کارونه به وکړي او حج ته به لار شي.
زما لورې ! دده په روزنه کې غفلت ونکړي ، دده له نسله به نیک شاهان پیدا شي چي دین به روښانه کړي ، دده په پالنه کي زیار وباسه او پاملرنه کوه، دده په اوږو د لویو کارونو انجام پروت دی.
میرویس خان په زلمیتوب کي د وخت زیاتره مروجه علوم لوستي و ، پښتو، فارسي او عربي ژبي يې د ادبیاتو په درجه زده وي . له زده کړو وروسته په سوداګري بوخت شو له خراسانه به يې مالونه هندوستان او له هغه ځایه به يې هیواد ته راوړل، ګټه به يې هم کوله او د نورو خلکو د حاله به هم خبرېدا .
میرویس نیکه ځواني ته له رسيدو وروسته د جعفر خان سدوزي ( کامران خان سدوزي) لور خانزادۍ ځان ته وغوښته او واده يې وکړ.























