د افغانستان اوسنی نظام او جوړښت د ۱۳۸۲ کال لویې جرګې په پایله کې تثبیت او تأیید شو، خو د تېرو اتلسو کلونو په ترڅ کې د واک تږیو، مغرضو سیاسیونو او پردیپالو څېرو یو په بل پسې د مطرح کېدو، امتیاز تر لاسه کولو او برحالو حکومتونو ته د سرخوږي جوړولو په موخه د فدرالي نظام را منځته کولو نغاره وډنګوله. لومړی به راشم د ریاستي او پارلماني نظامونو تعریفونو ته او ورپسې به د امریکا د ډموکراټ ګوند نوماند جوبایډن خبرې وڅېړو، چې څه معنا لرلای شي؟
رياستي نظام: ریاستي نظام کې ولسمشر د خلکو له خوا ټاکل کیږي او د پارلمان په پرتله ډېر واکونه لري. په ریاستي نظام کې درې ګونه اجرائیه، مقننه او قضائیه خپلواکې قواوې دي، چې په د درې واړو په سر کې ولسمشر وي او ډېر صلاحیتونه لري.
د بېلګې په توګه د اوربند او بهر ته د ځواکونو د استولو صلاحیت:
په ریاستي نظام کې په اضطراري حالاتو کې ولسمشر کولای شي په خپل لاسلیک سپین کاغذ ته د بانک نوټ اعتبار ورکړي. ادامه خواندن یوازې دا څېرې ندي، چې فدرالي نظام غواړي،- لیکنه : خوشحال آصفي















