(افغانستان د تاریخ په تګلوري کې) د هغه کتاب نوم دی، چې په دې وروستیو کې د میوند کتاب خپرولو موسسې په ښکلي قطع او صحافت چاپ کړی دی.
(افغانستان در مسیر تاریخ) له نن څخه تقریبا پنځوس کاله مخکې g لیکل شوی خو هغه وخت یې د خرڅلاو اجازه ونه مونده.
(افغانستان د تاریخ په تګلوری کې – بشپړ لومړی او دوهم ټوک) د (افغانستان در مسیر تاریخ) پښتو ژباړه ده. د دې کتاب ارزښت په دې کې دی، چې متاسفانه اوس داسې هڅې روانې دي، چې هسې په نامه تاریخي کتابونه نشر او د هېواد یو شمېر واقعیتونه پکې سرچپه وښیي، په تېره بیا یو شمېر ګاونډي هېوادونه غواړي د هېواد تاریخ مسخ کړي.
خو د غبار دغه تاریخ به د یوه قوي ماخذ په توګه واقعیتونه د تل لپاره ثبت وساتي. دغه کتاب د افغانستان هغه تر ټولو نامتو علمي تاریخ دی، چې په تېرو پنځوسو کلونو کې یې ساری نشته.
ادامه خواندن د میرغلام محمد غبار تاریخ پښتو ژباړه چاپ شوه : خپروونکی: تاند مبنه ګودر


















