
«جلا وطنه حکومت» چې په انګلیسي کې (Exile Government)، په جرمنی کې (Exilregierung) او په دری کې (حکومت در تبعید) ورته ویل کیږي، له هغه حکومت څخه عبارت دی چې د خپل اصلي هیواد له پولو څخه بهر، په یو بل هیواد کې جوړ او فعالیت وکړي. دا ډول حکومت عموماً هغه وخت منځته راځي چې د هیواد داخلي وضعیت خراب وي او په داخل کې ورته د واک د چلولوامکان نه وی. مثلا که د کوم هیواد خاوره د پردیو د یرغل په نتیجه کې نیول شوې وي، یا په هیواد کې انقلاب او یا کودتا رامنځته شي او د هیواد مشروع حکومت یا سیاسي مشران اړ شي چې له خپل هیواد څخه وتښتي او په جلاوطنۍ کې په یو بل هیواد کې خپل حکومت یا سیاسي فعالیتونه پر مخ یوسي. په داسې حالاتو کې طبعاً ددې اړتیا شته چې کوم خارجي ګاونډی دولت او یا د سیمې بل هېواد جلا وطنه حکومت ته ځای ورکړي، د تمویل چارې یې وسنجوي او په رسمیت یې وپیژني.
ادامه خواندن جلا وطنه حکومت څه شی دی؟ : نور محمد غفوری