غني خان په خپلو اشعارو كې دالوتونكو ،خزنده وو اوحيواناتو په اړوند يو لړ طنزيه اومزاحيه شعرونه هم لري· ددغه طنزونو شاته ژوره مانا هم پرته ده · په دې شعرونو كې اساطيرو اوعرفاني مسايلو ته هم اشاره شويده · خو دا ټولې څرگندونې دغني دهستوونكي فكر په انداز اودهغه دمشخص نظر تابع دي·دغني خان په اشعارو كې يو شعر دملا چرگك په نوم هم شته چې دشعر پيل ،منځ اوپای دپوره غور اودقت وړ دي · ددی له پاره چی دشعر محتوا ته داخل شو اړه ده چې دملا چرگك په هكله دافسانو په بنياد څه ووايو ·
په عرفاني اوتصوفي فرهنگ كې دملا چرگك تعبير اوتفسير ډير ځله راغلي اويادونه يې شوی ده ·خو دغني په شعر كې ملا چرگك سمبول هم اواسطوره وي مرغه هم دی · ملا چرگك مشهور مرغه دی چی د سر له پاسه د ارې په څير قرقره لري · دا دسليمان دمرغه په نوم هم ياديږي · په كلاسيك عرفاني ادب كې بيلابيلي ماناوي اودمختلفو حالاتو اوشيانو كنايه اوسمبول دی · په منطق الطير كې دسير وسلوك كنايه ده اوهم په سلوك كې دسيمرغ په لور دمرغانو لارښود دی ·
مرحبا ای هُد هُد هادې شده
درحقيقت پيك هر وادې شده
ای به سرحد سبا سير تو خوش
با سليمان منطق الطير خوش
ادامه خواندن غنې خان ملاچرگك يا د سير وسلوك مرغه : م – اکبرکرګر






















