د مارچ د اتمې نېټې- د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت

د میلادي جنتري د مارچ د مياشتې په اتمه نېټه چې معمولاً د لمریزې هجري جنترۍ د حوت د میاشتې له اتلسمې نيټې سره سمون خوري، په ټوله نړۍ کې ښځې او دښځو د حقوقو پلویان سرکونو ته راوزي، مارشونه او مظاهرې کوي، په لویو هالونو کې غونډې او په وړو مجلسو کې د مارچ اتمه نېټه د ښځو د نړیوالې ورځې په نوم نمانځي. په دې ورځ د کال تر نورو ورځو زیات د نړۍ ښځې یو له بله سره خپل پیوستون ښکاروي، په ټولنه کې خپل ځان او حضور څرګندوي، د خپل موجودیت او ټولنیز مناسب ځای له پاره مبارزه کوي، په ټولنیزو، سیاسي، اقتصادي او کلتوري چارو کې ګډون غواړي، د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پر ضد مبارزه او له نارینه و سره د مساوي حقوقو د تر لاسه کولو له پاره هاند او هڅې کوي. خو دا حالت چې په نننۍ زمانه کې ښځو په ځانګړې ملي او عامه نړیواله کچه تر لاسه کړی دی، بې زحمته نه دی په لاس ورغلی او د ډیر ستونځمن، له کړاوه ډک او سر ښندونکي کار او زیار پایله ده.
ادامه خواندن د ښځو حقوقو ته غاړه ايښودل تاریخي حکم دي! : پروفیسور نورمحمد غفوری





















