
له هغه وخته چې ملي دولتونه رامنځته شوي، هر هېواد د خارجی دښمنانو په وړاندې د خپلو پولو ساتنه او د ځمکنۍ بشپړتیا، ملي حاکمیت او سیاسي آستقلال د حفاظت له پاره هڅې او هاند کوي. د تاریخ په اوږدو کې د هر هېواد په داخل کې هم د مختلفو ټولنیزو ډلو، طبقو او اقشارو تر منځ د مادي نعمتونو او معنوي ارزښتونو په سر کشمکشونه روان وي. په ټاکلي تاریخي دوران کې ځینې ټولنیزې (محافظه کاره) ډلې د هیواد د موجود نظام او مسلط حالت په ساتلو کې خپلې ګټې وینی، خو نورې (ارتجاعي) او په شاتگ غوښتونکې ډلې بیا د نوي نظام په چپه کولو او د پخواني نظام او زړو تولیدی او ټولنیزو اړیکو په بیرته را ژوندی کولو او تسلط کې د خپل واک او ځواک د تر لاسه کولو چانسونه ګوري. دریمه ډله هغه مترقي کسان او ټولنیز ګروپونه دی چې د ټولنیز تکامل په پایله کې نوی رامنځته شوی نظام او
ادامه خواندن راځئ چې فکرونه او لاسونه سره یو کړو! : نور محمد غفوری
















